- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- حفيظ الله تراب
- 1201
حيرانيزم د سیاست يو نوی صنف دی چې د بنسټ ډبره يې يو څو لسیزې مخکې د افغانستان د بااحساسه انسانانو په مبارکو لاسونو کېښودل شوه.
لږه موده وروسته دغو بزرګانو هېواد د خپلو پراخو افکارو لپاره کوچنی وګاڼه، نو ځکه په بهرنیو ملکونو کې تشريف فرما او د هېواد د ښېرازۍ لپاره يې تاريخي ګامونه واخيستل.
د حيرانيزم د فلسفې پر بنياد، د دغه نهضت غړو ته د خپلو سپېڅلو شعارونو له ورکولو سره سره دا جواز شته چې وژنې، تالان، د دولتي ځمکو او شتمنيو نيونه په رڼا ورځ تر سره او حتی مړي يې هم بايد له چور او تالان نه بېبرخې پاتې نه شي.
د حيرانيزم پلويان دا هم کولای شي چې له اوږدو ږيرو سره سره په دوبۍ او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د خپلو عقايدو د تقويې لپاره په خلاص مټ عياشي وکړي.
د حيرانيزم د سياسي مکتب اولادونو ته دا بالکل روا دي چې د خپلو نااشنا نالوستو او کم عمرو سره پر دولتي لویو چوکيو کښېني.
د دغه وياړلي سياسي مکتب يوه بله ښېګڼه دا ده چې په خورا مهارت د خلکو په سترګو کې خاورې اچولای شي او د ټولو اتلوليو وياړ برناحقه د ځان کولای شي.
همدارنګه دوی کولای شي چې سوچه لېونيو ته د جنرالۍ درېشي ورواغوندي، خو د جنګ پر وخت د دې اجازه لري چې په لنډ وخت کې وتښتي او بيا په مډال هم ونازول شي.
د دغې لارې د لارويو يوه بله غوره لار دا ده چې د خپلو سياسي مبصرينو او ګوندي غړو په وسيله د هېواد خلک سره ووېشي او په خپلو کړنو وياړ هم وکړي.
د حيرانيزم د خلکو يوه بله وړتيا دا ده چې دولتي نظام د کلونو کلونو لپاره خپل کړي، خو تر ټولو ډېرې د شکايت چيغې هم ووهي او حتی د ځينو هېوادوالو د وژلو په برخه کې له دښمنانو سره لاسونه هم يو کړي.
په دغه سياسي مکتب کې تر ټولو د وياړ غړی هغه ګڼل کېږي چې د څو هېوادونو ګوډاګی وي او د اړتيا پر وخت کولای شي چې خپله لويه حيرانستي ږيره په فرانسوي بدله کړي.
حيرانيزم د وروسته پاتې هېوادونو د خلکو د ژوندانه د سوکالۍ لپاره يو بريالی مکتب ځکه ګڼل شوی چې په دې فلسفه کې ژرنده ګړي او د خدای سپېره په لږ وخت کې د میليونونو ډالرو او صلاحیتونو خاوندان کېدای شي.
په حيرانيزم کې قانون ته اجازه نه شته چې له يو لوی جنايتکار او غله نه پوښتنه وشي، بلکې بايد د هېواد ستر شخصيت وګڼل شي.
د دې سياسي جريان مسوولين د دې واک لري چې د سېرلي يوه پچه تر شلو ډالرو هم په لوړه بيه په بيت المال وپلوري.
د ياد سیاسي ښوونځي يوه بله ډله د دين د ترويج، برياليتوب او دا اخېرت د ګټلو لپاره کولای شي چې په ژوندينې انسانان وسوځوي، سرونه ترې پرې کړي، پر بمونو يې کښېنوي او حتی ژوندي ماشومان څېرې او يا خلک د موچي په تار حلال کړي.
د حيرانيزم د سياسي ښوونځي يادې پروژې په اسلامي هېوادونو کې اوس ځکه په خورا بريالیتوب روانې دي چې پر سوچه مسلمانانو د کفر ټاپې او فتواوې يې سترې لاس ته راوړنې دي.
د دې لارې قربانيان د ځمکې پر سر يوازېنی مخلوق دی چې د حيرانيزم له چارواکيو هېڅ ډول ښېګڼه او عمراني کار نه غواړي او يوازې له هغوی دا پوښتي چې ښاغليو! د خدای لپاره په دې خو مو نور پوه کړئ چې تاسې د نړۍ د کومې سیاسي لارې لارويان ياست؟!
دا څو کلونه مو پر موږ د ډېرې حيرانۍ له امله سرونه وګرځول، ايا تاسې دا فلسفه له ځمکې راخيستې او که مو له اسمانه راوړې؟!
د خدای لپاره ستاسې حيرانيزم، خو نوره له موږ لار ورکه کړې، په رواني ناروغيو مو اخته کړي يو، په موږ رحم وکړئ، که نور هيڅ نه کوئ، نور مو له حيرانيزم نه په هر څه چې عقيده لرئ، د هغه په نامه خلاص کړئ!
اې د ځمکې د سر سپېڅليو موجوداتو! دا خو وکړئ!!
سرخط ورځپاڼه