د لېوانو شپني


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • استاد حبيب الله رفيع
  • 1142

 وايي، يو وخت ملګرو ملتونو ته راپور راغی، پکې ليکل شوي وو چې د افريقا په يوه هېواد کې اوس هم سړي‌خواره شته او وخت پر وخت انسانان خوړل کېږي. 

ملګرو ملتونو د خپل مسووليت له مخې دې هېواد ته يو جدي ليک واستاوه او پکې ويې غوښتل چې په خپل هېواد کې د دې سړي‌خورو په باب موثق مالومات ورکړي.
د دې حکومت مشرانو غونډه وکړه، مالومات يې را غونډ کړل او په پايله کې يې رسمي ليک وليکه او ملګرو ملتو ته يې داسې ډاډ ورکړ؛ 
موږ څېړنه وکړه، دا سمه ده چې څه وخت وړاندې زموږ په هېواد کې سړي‌خواره موجود وو، خو موږ يو غوڅ حکومتي اقدام وکړ او دا سړي‌خواره مو وخوړل؛ نو په دې وسيله ډاډ درکوو.
اوس چې سړی د افغانستان حالات څېړي او راپورونه اوري، داسې ښکاري چې زموږ د دولت په بېلابېلو برخو کې سړي‌خواره حاکم دي او د سړي‌خورو د خوړلو ډاډ ورکوي.
د کندوز په جګړه کې اوازې را پورته شوې چې د ولسي جرګې مشر هلته له يوې خوا په کندوز کې لوړپوړي چارواکي لري او له بلې خوا په سوونو بې مسووليته وسله‌وال لري چې د ښار د چور لپاره يې تياری نيولی دی. 
له بلې خوا راپورونه راځي چې د مشرانو جرګې مشر په ننګرهار کې د طالبانو د ساتنې مرکزونه لري، د اتحاد مشر دعوه کوي چې د طالبانو تبليغاتي مرکز په وزير اکبر خان کې دی او په دولت کې دننه پنځم ستون د مخالفانو لپاره کار کوي، خو مبصرين بيا تبصره کوي چې پنځم ستون همغه کسان دي چې غږ کوي، خو کسان نه ښيي او په دې ګډوډۍ کې خپل کړه پټول غواړي.
دا لا څه کوې چې د ولسي جرګې لومړی مرستيال شاهدي ورکوي چې په ننګرهار کې د طالبانو او داعش په جګړه کې  دولتي نظامي ځواکونه د داعش ملاتړ کوي او له دولتي پوستو نه طالبان ولي.
له بلې خوا کله چې په پروان کې د وسلو يو پټ ډېپو د امريکايي ځواکونو له خوا ويشتل کېږي او له منځه ځي؛ نو د اجرايیه شورا د مشر په ګډون د دولت ستر چارواکي، د بې‌مسووليته وسله‌والو مشران او په اصطلاح يو شمېر جهادي قايدان سره را غونډېږي، فاتحه يې اخلي او په دې ترتيب ښيي چې د هېواد د نارامۍ لپاره په لسګونو نور ډېپوګان هم لري او په لازم وخت کې به د قدرت نيولو هڅه کوي. 
جالبه دا ده چې د دې ډلو حکومتي مشران په رسمي غونډو کې د ملي بيرغ تر سيوري لاندې ناست وي، خو په خپلو ځانګړیو غونډو کې یې يو بل بيرغ په سر رپېږي.
دا هم د يادولو ده چې د دولت او ولسمشرۍ او اجرایيه شورا مرستيالان، ځانګړې ملېشې لري، امکانات لري او هر وخت چې وغواړي خپل رقيبان پرې ځپي.
ولسمشر د کندوز د لويې غمیزې په ترڅ کې کټ کټ خاندي او په غلط راپور چې ګويا کندوز د دولت له خوا نيول شوی خوښي ښکاره کوي او وايي، د کندوز مديريت زموږ په لاس کې دی.
همدا اوس چې زه دا کرښې ليکم ازادي راډيو د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ګڼو قوماندانانو او منصبدارانو نومونه اخلي چې له دښمن سره اړيکه لري، د دولتي نظامي ادارو مالومات ورکوي، وسلې پرې خرڅوي، مامله ورسره کوي، ټانکونه ور تسليموي او ملي خيانت کوي، خو تر اوسه په خپلو ځايونو کار کوي او دا ټول له لوړپوړیو چارواکیو، جهادي ډلو ټپلو او په دولت کې دننه ځواکونو سره تړلي دي.
د يو کال په اوږدو کې چې دولت ژمنې کولې چې مسلکي، متخصص، هېوادپال او د ښو سوابقو خاوندان به پر کارونو ګماري، ليدل کېږي چې بيا هم د بانکونو پخواني غله، د هېواد د شتمنيو لوټوونکي او د ناوړه سوابقو لرونکي کسان پر کارونو ګمارل شوي او په خبرونو کې يې په سپين‌سترګۍ د پخوانيو کړو تزکيه کېږي.
په دې ترتيب پر هېواد د لېوانو شپني روانه ده او د هېواد هره قوه برېت تاووي او ملت ته ډاډ ورکوي چې دوی پخواني سړي‌خواره خوړلي او ملت دې د دوی په سيوري کې ډاډه ژوند ته دوام ورکوي، خو:
د دې ملت په حال ژړا ده په کار
چې يې شپني ده د لېوانو په لاس
د ژوندانه مقدرات يې واړه
د څو محدودو صاحبانو په لاس
سرخط‬ ورځپاڼه