اتاوا(31-29اکتوبر70)
تېره اوونۍ د کاناډايي چارواکو د يوې رسمي بلنې له مخې هغه هېواد ته ولاړم. لومړی راته په اتاوا کې له يوه ګڼ شمېرافغاني ـ کاناډايي ښوونکيواو زده کوونکيو سره د يو دوه ورځني ښوونيز کارغالي (ورکشاپ)تياری نيول شوی وو چې د هندو اروپايي ژبنۍ کورنۍ د شمال لويديزې(باختري) ساکي ـ اَرياني ژبې په توګه ورسره د پښتو پښوييزې (ګرامري) ځانګړتياوې اوپېچلتياوې وڅېړم او وشنم او بيا يې د زده کړې او ښوونې بنسټيزې چارې او چمونه لنډ لنډ ور په ګوته کړم.
اړوندو پازوالو د اکتوبر دغه دوې وروستۍ ورځې دومره بوخت وساتلم چې د هغې ښکلې پلازمېنې د ننداريزو او تاريخي سيمو، ودانيو، پارکونو، غاړو مورګو، سيندونو، ځنګلونو او ګلکڅونو د ليدو کتو تلوسه مې و نه شوه خړوبولای. ګهيځ وختي به اَغلې نتشې له((کوالېټي)) هوټله واخېستم او ماښام تياره به يې بيرته ور وسپارلم. د بريځرـ مازيګر د چايو او د غرمنۍ په لنډو تنګو شېبو کې راباندې هم د پوښتنو اښتنو وارنه وو. سره له دې چې اړوند څليرويشت مخيز لېکچرنوټ مې مخکې له مخکې له اکسفورډه ور برېښليک کړی وو او ګردولوستې کتلی او بيا مې هملته په لوستخونه کې هم هماغه سخرې غوټې پر سپينو او تورو دړو سر ترپايه ور سپړلې او شنلې.
د دويمې ورځې خوندوره افغاني غرمنۍ چې پښتنو استادانو (اغلې نسيمې وردګې، ښاغلي رحمت اًريا، هاشم سرماتي ...) زما په پار او وياړ را تياره کړې وه، د پوښتنو اښتنو وږيو رابېخونده کړه. هغه لاڅه چې له خوراکخونې نه تر راوتو مخکې دېته هم ور وڅکول شوم، له بېلابېلو کوربنو اَغلو او ښاغلو سره د ازموينې په توګه پښتو روغبړهم وکړم. ور پسې وروستۍ کاري ناستې بيا هم ناستې ته پرې نه ښووم او پاتې ژبښوونيزې ستوغې ستونزې مې ور سپکې کړې. هسې خو لږ تر لږه يوه بشپړه اوونۍ په کار وه، نور يې هم پسې سرونه ورخلاص کړم.
داهسې يوه برابري وه چې اًريا او ملالۍ مېرمنې يې د مېلمستون پر لاره د سيند دنندارې په ترځ کې د څېرمه پوځي لرغونتون(موزيم) يوه ځغلنده غلچکي کتنه را په برخه کړه. په هغه ارته و بيرته ځمکلاندې کانکرېټي ودانۍ کې راته ډېره په زړه پورې د خپل جهل وجنګ ځپلي هېواد د څانګې ننداره وه چې څنګه دوه نيم زره کاناډايي سرتېري هلته زرګونه کېلو مېتره لرې د سپينې ماڼۍ په سروالۍ له راټوکولو ډبر پېرو طالبانو سره په خپلو سرښندنو تاريخي ګرمانه پر ځای کوي.
تورنتو(1-5 نوېمبر07)
دنوېمبر پر لومړۍ په اورګاډي کې د هماغه يوه ستر ولايت بلې ګڼ مېشتې لتې ((تورنتو)) ته وخوځېدم او په دې توګه راباندې د نيمکښو لمرينو وړانګو په بدرګه د وسپنيزې لارې دواړو خواووته د نيم پاڼرېژو ونو غنو، ځنګلونو، ژيړوشنو ښېرازو کروندو، کورونو، رودونو او سيندونو زړه راکښونکو نندارو پوره څلورنيمې ګړۍ يون را زغموړکړ.
د تورنتو خورې ورې غځېدلې لتې بېساری اغېز او راکښون بيا يوازې د بېسارو پنځيزو او ودانيزو ښکلاوو له پلوه نه، بلکې تر هرڅه له مخه په دې کې نغښتی دی چې د هر ښار او ښار ګوټي په چم کوڅه کې دې پر افغانانو سترګې لګي او مايې هم په څلور ورځنۍ ليدنه کتنه کې داسې و نګېرله چې درې لسيزې له مخه په خپل هېواد کې چکر وهم!
داړوندې فرهنګي ټولنې چلوونکي خو راته لا وار له مخه سترګې پرلار ول چې پر درېيمه نېټه و ر سره د يوه بنډار په پلمه د پښتو ژبې او پښتني تاريخ په اړه دخپلو ليکنو څېړنو يو نڅوړ هومره شريک کړم. ګران عندليب، هڅاند روښان او منلي کليوال تر وسې وسې دا هڅه کړې وه چې د تورنتو له ګوټ ګوټه د پوهې ـ فرهنګ يو ګڼ شمېر استازي او مينه وال، هغه هم زياتره پښتانه را خبر کاندې. داسې برېښېده چې ډېری يې د ټولنې تر منځۍ(انتاريو) پورې د اوږده واټن او ور سره ورسره د ډېر ګټي (اوونۍ پای کار) له کبله يا هېڅ را نغلل او ياهم تر ټاکلي مهال(پنځو بجو) وروسته وروسته راتلل. نو وړاندې کوونکی خادم مټې اوونيمې وينا مېز ته ودرېد. ړومبی ښاغلي مشال يو شعر راواوراوه او ورپسې انجنيرکليوال زمالنډ ژوند ليک او بيا هله زما وار راورسېد.غوښتل مې د خپل ژبتوکميز کتاب((پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې)) يو نڅوړ په لنډو لنډو ټکو کې وړاندې کړم، خو د تارومار شوي وخت اندېښنې ا خېستی يادښت را ويجاړ کړ او خبره(( ازهرچمن سمنی)) ته ورسېده. له همدې لامله راباندې د معصوم جان واری رابرابر شو او تر ډوډۍ وروسته يې د کورتګ لپاره يوولس ساعته کار ستوماني او لرېوالی را پلمه کړل!
دويمه ناستې ته راباندې چې پر پښتو ژبپوهنه او بيايوه ـ يوازېنۍ کره پښتو ليکلار را څرخېدله، وخت نور هم لنډ ګنډ شو. په پام کې نيولې مشاعره چا ياده هومره هم نه کړه او د پوښتنو اښتنو زياتې شېبې هم اغلې خور کبرا مظهري مايار په خپله ولکه کې واخېستې. نو که ټولمنلي خوږ غاړي سندربول شاه ولي يې د ټنګ ټکور په ګواښ د خبرو مرغلين نه وای ور شلولی، هملته يې شپه راباندې سبا کوله. هغې خواره کۍ هڅه کوله، له وخته په ګټه اخېستنه هغو ټولو راغلو پوهيالو فرهنګيالو هېوادوالو ته د جلاوطنۍ په لومړي هېواد(هندستان) کې تر ګوتو کړې ډاکټري او اسوشېټېډ پروفېسري ور زباده کړي چې وايي، څنګه کېدای شي،په يوڅو کلو کې هلته هم لېسانس واخلي، هم ماسټري، ډاکټري اوورپسې دويمه لوړه پوهنتوني پوړۍ(پوهنوالي)؟
ماته خو دغه بېځايه توراوې د پښتني ـ نرينه واکۍ زېږنده و برېښېدې، کټ مټ لکه څنګه يې چې43 کاله مخکې په يوې بلې همنومې کبرا ((نورزايي)) پورې داټوکه تړلې وه: د افغان حکومت لومړۍ اوبيا روغتيا وزيره لېونتون ته تللې وه او يوه ترې پوښتلي ول:
ـ ته څه کاره يې؟
ـ د روغتيا وزيره!
لېوني له خندا بړک وهل او وزيرې چې پرې سترګې را برګې کړې، بيايې هم په خندا او خندۍ ور غبرګه کړه:
زه چې دلته راغلم، ځان مې کابل ښاروال وښووه او چا باور و نه کړاو ته لا د وزيرۍ باټې وهې!
دافغان مياشتنۍ چلوونکي ګران احمدشاه هوتکي چې وار له مخه يې خپلې خپرنۍ پېرزوينې را رسولې وې او راسره يې دمرکې هڅه کوله، هم د وخت د تنګسيا له لامله هماغه ليکلې پوښتنې را تر ګوتو کړې او ما هم ورسره ژمنه وکړه چې که د هغه بل هوتک له ببولالو سره يې ورتوالی نه درلود، له اکسفورده به يې د راتلونکې ګڼې لپاره ځوابونه ور برېښليک کړم.
د ګران شاولي مستو سندرو، ملي اتڼ او پرله پسې راغبرګېدونکو ولوليزو او مينه وړو مخه ښو هغه ناوخته را پيل کړي بنډار بياهم تر يوې بجې وغځاوه!
پر سبا او بل سبامې له بنډاره راپاتې فرهنګيالو، ډاکتر لعلزاد بلوڅ، وحيد قاسمي، هژبر شينواري او يو نيم بل سره تېلېفوني خواله وکړل. له دې ناخبر چې انځورګر شينواری د نياګارا په تګلار ((هېمېلتون)) کې اوسېده اوپه يوه لنډه دمه کې مې ورسره تېر يادونه راتاندولای شو!
له معصوم هوتکه د بېړندي ګوزارش منندوی يم چې زما تر راستنېدو له مخه يې تر بېنواووبپاڼې رسولی وو. د دي لامل يا انګېزه يې هم دا را ښوولې چې دهغې شپې وينامې د همده له څوب و سليقې سره برابره وه او زما له کره ليکنۍ پښتو سره يې کورټ او سکوټ توپير درلود. په دې توګه يې زه بياهم يو دوستانه او څانګيز غبرګون ته اړېستم چې په دې وروسته ټکو کې يې لنډ لنډ مخې ته کښېږدم:
دی تراوسه د دوديزو متنپوهانو غوندې پر دې ټينګ و ترينګ ولاړدی چې ويل او ليکل سره بايدهېڅ توپير و نه لري((ما(هوتک) تل پر دې خبره ټينګار کړی دی چې نن ورځ ليکنۍ پښتو او د وينا پښتو ورځ په ورځ سره ليري کيږي د دې اختلاف زياتوالي مجبور کړی يم چي کتابونه او رسالې وکاږم خو د پوهاند... د وينا بيګانۍ ژبه چي مي واورېدل، نو يې همدې اوسنۍ ليکني ته وهڅولم...)). زما او دګران معصوم جان او نورو زړو او نويو ليکوالو ترمنځ ورانپوهاوی(سوء تبسم) له همدې مخورمند(پيشداورۍ) سرچينه اخېستې چې نوې ساينتيفيکه ژبپوهنه راسره نه مني او بيايې دا پلمه هم تر ګناه بتره چې زما ليکنۍ ژبه ورته د پوهاوي وړ نه ده، نو که د دوديزو پوهانو په څېر يې له بېخرته عربېزم سره شېرو شکر کړم، نو دلوستونکو او اورېدونکيو شمېره به پراخه شي او دی به تر ټولو زموږ د يوې- کره ليکنۍ پښتو ملاتړی شي. زه نه پوهېږم چې له کره والي ده څه جاج اخېستی او څنګه يې تعبيروي؟
په ترځ کې يې دې نيوکې هم هک پک کړم چې د پخواپر خلاف مې دوديز پوهان و نه کنځل. حال داچې مايې يوازې څېړندود، دوديزه ـ ادبپوهنه او ژبپوهنه ور رد کړي، نه متنپوهنه، په تېره د استاد رشاد ادبي فنون او داستاد رښتين ګرامر او نور ژبنۍ څېړنې چې ترپايه يې ورباندې ټينګار کاوه. ما هېڅکله د دې باټې نه دي وهلې چې تر ټولومې د پښتو په ټوليزه بډاينه کې ډېره ونډه اخېستې، زما موخه هر اړخيزه ژبپوهنيزه بډاينه ده چې د لومړي اکادېميک ژبپوهاند په توګه يې وياړ يوازې په ما اړه درلودلې ده، يو نيم بل د يادونې وړ لکه ارواښاد تږي پکې له يو نيم ښوونيز لارښود(خود اَموز) پرته بل کوم بنسټيز کار نه دی کړی، هغه هم زيات د خپل لنډ تنګ کليوال ګړدود پر بنسټ!
په زړه پورې خو داچې په بېنوا پاڼه کې د ده تر ليکنې لاندې((نسيم)) نومي ليکوال په خپله ليکنه کې، په سرچپه ډول، د پښتو اوسنی وييرغاونيز (نيولوجېستي) بهير ډېر سست ارزولی او ټينګار يې کړی چې له روان نړيوال برېښنا وزمه علمي- تخنيکي بهير سره يې يو څه جوګه کول په کار دي!
ماد هوتک د سم پوهاوي لپاره دهمده د خوښې په ناکره او نا سوچه پښتو يو ځل بيا ور څرګنده کړه چې د نړۍ څه ناڅه درې زره ژبې سره د جاج او مانا له پلوه نه، بلکې د جولې او لفظ له مخې توپيرېږي او دهمدغه ژبپوهنيز اًرواصل له مخې هره دودياله ټولنه تر وسې وسې هڅه کوي، چې هم له رغاونيز(سترکچرال) اړخ او هم د څلورګونې ويي پانګې له پلوه خپله ژبه خوندي وساتي اوله دې سره خپل جلا خپلواکه ژبني- ټولنيزه او بيا ملي بېلتيا، پېژندتيايا وکر(هويت) ډاګيزه کاندې.
ښاغلي هوتک ته لکه مېږی څاڅکی پرخه هم سمندر ښکاري او تر ژبپوهنيز او نړيوال دوده هم ډېره وروسته پاتې اوسنۍ پښتو ويي رغاونه يوه ((بنسټپالي)) او ياهم ((انقلاب)) بولي او له دې هم ناګاره چې څلورګونې پانګه تر ګرامري ـ ليکدودي يووالي تر څنګه دکره والي دويم رغنده ټوک ګڼل کېږي. نو که ترې وپوښتې ، ايًا ته چې دپېخر پېخر نويو راتلونکو جاجونو(مفاهيمو) پر وړاندې پردي (عربي، پارسي، اردو... )انډولونه پر خواره کۍ پښتو راتپې، ښنده يا افراط نه بلل کېږي؟
په دې هم څه چورت نه خټه کوي چې له ايرانه نوي راغلې لکونه کمپيوتري نومونې چې په کورسونو کې له اړوندو لارښودونو سره پښتانه شاګردان زده کوي او د بېلګې په توګه د وينډوز انډول (پنجره)!
د زړې ژبپوهني کرغېړنې نومونې(فاعل، مفعول،مفعول بالواسطه او باواسطه...) ورته ګردسره د پاک قراَن ټکي برېښي او زما دا ورته چې د خدای بښلي استاد الفت په سلامې ډېرې ساده او روانې پښتو ته راړولي دي، يو نابښل کېدونکې ګناه برېښي. داچې د ده په څېر ډېری ليکوال له ګردو نويو پښتو نومونپوهنو(ترمينالوجيو) سره ناولد يا ناباندې پاتې دي، نو هغه شپه زه دېته اړوتم، چې هماغه زړې نومونې وکاروم او دی يې په ښه شګوم ونيسي، سم له سمونې ګوزارش را وکاږي او پرخپلو هماندو دا زېری وکړي چې زه ګوندې نور د خپل ولس پر وړاندې له خپلې څانګيزې ـ تاريخي پازوالۍ او ژمندويۍ لاس پر سر ، يا د ده پر اند توبه ګار شوی يم!
له ګردې دوستانه او پښتني مينې او پېرزوينې سره