- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد ابراهيم سپېڅلی
- 1162
د کندهار ښار عیدګاه دروازې د لوی شیشک پر مخامخ پوخ سړک نهمې ناحیې ته غځېدلی دی.
پر دغه سړک لوېدیز پلو ته محمود طرزي لېسه پرته ده چې د طالبانو تر واکمني پورې د اختر لمونځونه پکې کېدل، نو په همدې خاطر دا ټوله سیمه د عیدګاه په نامه یادېږي.
د دغې عیدګاه پر مخامخ یوه لویه پخوانۍ هدیره موجوده ده.
اوس د یادې هدیرې اکثره ځمکې د اوسېدو په کورونو او دوکانونو بدلې شوې دي.
په دې قبرستان کې د هېواد او له هېواد څخه د باندې ځینې پېژندل شوي ادیبان، شاعران، عالمان او د پوهنیز ډګر اتلان ښخ دي.
له بده مرغه په دې هدیره کې د ځینو مشاهیرو قبرونه مالوم، خو د بېغورۍ له امله ورځ تر بلې د ورانېدو او ورکېدو په حال کې دي او د ځینو مشاهیرو قبرونه بیا همدا اوس هر چا ته مالوم نه دي او ځانګړې پلټنې غواړي.
په دې وروستیو کې کندهاري فرهنګیانو د دغسې پېژندل شويو علمي څېرو د ورکو شویو قبرونو موندولو، تثبیت او د مالومو نړېدوليو قبرونو د رغولو، سر ته يې د شناختې یا ډبرلیک لیکلو او د ښې ژغورنې په موخه فلزي پنجرې نصبولو ته ملاتړلې ده.
د بېلګې په ډول، په روانه اوونۍ کې (یکشنبه ۱۲ – ۱۰ ـ ۲۰۱۵) د زړو مالومو قبرونو په لړ کې د هېواد او سیمې د پېژندل شوي علمي شخصیت علامه حبیب الله کندهاري (حبو اخوندزاده) قبر په عصري ډول جوړ، ډبرینه شناخته يې سر ته جګه او د لا ښې ساتنې په موخه به يې پر قبر د فلزی پنجرې د راګرځولو چارې په دې نږدې ورځو کې پای ته ورسېدې.
استاد معصوم هوتک د (درنه کورنۍ) کتاب په ۱۲م مخ کې د یاد عالم په اړه لیکي:
(د ملا فیض الله زوی علامه حبیب الله په معقولو او منقولو علومو کې د تبحر درجې ته رسېدلی وو. د علم او فضلت انګازې يې تر هېواد د باندې ملکونو (ایران، هند او حجاز) ته رسېدلې وې او په بهر کې يې د پوهانو له خوا د (محقق کندهاري) او (فاضل کندهاري) لقبونه ګټلي وو. د خپل هېواد په علمي حلقو کې په (حبو اخوندزاده) مشهور دی.)
حبو اخوندزاده په (۱۲۱۳هجري قمري) کال د کندهار ښارپه بامیزو کوڅه کي زېږېدلی دی.
لومړنۍ زدهکړې يې د پلار تر څارنه لاندې د کورنۍ له غړيو څخه کړې دي. هغه مهال چې ځوان وو د وخت د دودیزو علومو (صرف، نحو، بلاغت، تفسیر، حدیث، فقه، اخلاقیات) تر څنګ يې په ریاضي او نجوم کې هم زیاته مطالعه وکړه.
لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي (رح) د ۱۳۴۵ هجري لمریز کال د اریانا مجلې په وروستۍ ګڼه کې د دغه ستر عالم په اړه د لیکل شوې مقالې په یوه برخه کې د ریاضي، هندسې او منطق په برخه کې د علامه فاضل کندهاري شهکارونه د شپاړسمې عیسوي پېړۍ د عالمانو فرانسس بېکن او رنه ډیکارټ له اکتشافاتو سره ورته ګڼلي دي.
د هېواد دغه لوی عالم ۳۴ داسې علمي اثار موږ ته په میراث را پرې ایښي دي چې اکثره کتابونه يې تر زرپاڼې زیات او د څېړونکيو لپاره غني ماخذونه دي.
علامه حبو اخوندزاده پر مورنۍ ژبه پښتو سربېره، په عربي او فارسي ژبو نه یوازې پوهېده، بلکې اکثره کتابونه يې په همدغو ژبو لیکلي دي.
فاضل کندهاري به تل خپلو شاګردانو ته ویل:
((هغه علم ته په بده سترګه مه ګورئ چې په ژوند کې چاره ترې نه سته. طب، حساب، نجوم او هندسه زده کړئ، ځکه چې د ژوند تهداب پر همدې علومو ولاړ دی.))
د علمي کتابونو تر لیکلو او د سلهاوو شاګردانو تر روزولو وروسته دغه ستر انسان په (۱۲۶۳ هجري قمري) کال د ۵۲ کالو په عمر وفات او د اوسني کندهار په همدغه لویه هدیره کې، چې مخکې يې یادونه وشوه، خاورو ته وسپارل شو.
اوس مهال د کندهار ښار په ډنډ څلور لارې کې د هرات کندهار پر لویه لار د (فاضل کندهاري) په نامه یوه لیسه هم شته چې په سلهاوو زدهکوونکي پکې زده کړې کوي.
د دوی مقبره له هغه وخت راهیسې همداسې خاورینه پاتې او نږدې وه چې د نورو مشاهیرو د ورکو شويو قبرونو په ډول کوم غاصب تر خېټې لاندې کړې وای.
د کندهاري فرهنګیانو دا لومړۍ ژغورونکې هڅه نه ده، بلکې څه موده وړاندې يې د احمدشاهي عصر د لوی شاعر پیر محمد کاکړ قبضې ته برابره شوې مقبره هم تر زیاتو پلټونو وروسته تثبیت او د ښې ژغورنې په موخه يې فلزي پنجره پرې راوګرځوله.
که د کندهاري فرهنګیانو ژغورونکې هڅې همداسې روانې وې، نو باوري یم چې په دغه زړه هدیره او د کندهار په نورو قبرستانونو کې به د مشاهیرو ورک قبرونه تثبیت او له، له پامه لوېدوليو مقبرو سره به يې یو ځای په اساسي ډول ورغوي، تر څو راتلونکي نسلونه نه یوازې خپل د علمي ډګر اتلان ښه وپېژني، بلکې د دوی پر قدمونو د کامیابۍ منزل ته ګړندي ګامونه هم واخلي.
خو په دې لار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او وزارت ملاتړ ډېر اړین دی.
سرخط ورځپاڼه