اودسونه جنتونه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حفيظ الله تراب
  • 1313

دا نو کومه توره نه ده چې موږ خپل کورونه، خپلوان، دفتر، بازار، ډودۍ يا لوی لوی شيان پېژنو، خو له هغې ناخبره يو چې به لږ سوچ سره هم پېژندل کېدای شي، زه ساينس او ټيکنالوژي نه يادوم، له هغې نه خو به تر قيامته بې‌برخې او ناخبره يو، د چرګ يې د مالګې له څټلو سره څه؟!

خو د خواشينۍ ځای دا دی چې زموږ لوی لوی سياسي غټ سري لا په دې نه پوهېږي چې زه پر کومه روان يم او يا هم  تګ همداسې وي؟!
که دغو خلکو لاره پېژندلای، نو ته او خدای اوس به موږ همداسې وږي، تږي، اړ او د خدای په قهر ککړ وای؟! 
زموږ دا هر څه داسې په ياد دي، لکه پرون چې تېر شوي وي. 
د ثور کودتاه چې وشوه، نو پلويانو يې بې له ترينګلو شعارونو، وژنو او هوايي خبرو بل څه نه لرل. 
دوی په خپله لار کې دومره افراط کاوه، لکه مارکس چې د دوی شاګرد او ټولنه يې تر شوروي اتحاد هم کمونېزم ته ډېره مناسبه وي. 
د روسانو په راتګ سره يې خلک لا وترهول او خبره دې ته ورسېده چې هېواد لوټې لوټې او د بربادۍ پر ګړنګ ودرېده.
تر هغوی وروسته چې  د مجاهدينو په نامه د ناخوالو، سقاوت او نادودو کوم سريالونه پيل شول، نو د اسلام په تاريخ کې به ساری نه لري.
ورپسې طالبان هغه ګلونه وو چې د دې دردېدلي ملت نه يې هغه د ساه ایستلو واک هم واخيست. ډېر ارزښتونه يې دړې وړې او يو توريالی ولس يې په خنثی مشکل موجود بدل کړ.
د خدای کارونه وو، د ډېموکراسۍ مصنوعي ناوې د لوېديځ پر اوږو راوړل شوه. 
دغې ناوې ته ډېرو داسې ټټر وواهه، لکه سل کاله يې چې نيکونو په فرانسه او يا هم لندن کې د دغه ارمان د پلي کولو لپاره تېر کړي وي. 
د دغې ناوې لباس او ګاڼې دومره ارزښتمنې وې چې د پاللو پر ځای يې په چور او تالان بسم الله پيل شوه. 
د دې پېر سياستوالو او ډلو يې دا ناوې داسې بربنډه کړه چې اوس يې پټولو ته حيران دي. 
هغوی نه دا چې دا خوارکۍ ناوې په خپلو نادودو سپکه سپانده کړه، بلکې ټول ولس يې پر يوه داسې موړ ودراوه چې نن ورځ نه وروسته او نه مخ ته تلای شي.
دلته راته خپلو سیاستوالو نادودو او نالوستيو هغه د ملک صاحب کيسه رایاده کړه چې د مقعد لغت  يې نوی زده کړی وو، خو له څو ورځو راهیسې يې دې ته سودا وه چې څنګه او په کوم ځای کې يې استعمال کړي. 
اخېر پرې خدای مهربانه شو او بله ورځ چې له خلکو سره په يوه جرګه کې ناست وو، نو لومړی يې يو اکټ وکړ، بيا يې په لوړ غږ خلکو ته مخ راواړوه او په داسې حال کې چې خپله د مسواکه ګوته يې په غوږ کې دننه کړې وه، وويل؛
ـ که ستاسې اجازه وي، دا مقعد مې لږ ګروم!
له دې سره خلک حيران او ځينو وخندل، خو يوه پکې وويل؛
ـ ملک صاحب! لغت دې سهي، خو ځای دې غلط کړی دی!!
همدا ټوکه زموږ له ولس او خلکو سره د روانو لانجو مشرانو او چلوونکيو پيل کړې ده. نه د ډېموکراسۍ پلويان په دې پوهېږي چې په دې خاوره کې څه لوبې روانې او لا راتلونکې دي او نه هم د اسلام په نامه جنګېدونکي په دې پوهېږي چې زه د چا لپاره جنګېږم؟! 
دغو نوابغو ته په کار ده چې لومړی اصلي ځايونه وپېژني او بيا دې د دې خاورې د اصلي دښمنانو پر وړاندې توره راواخلي. 
د خپلو خلکو په وينو اودسونه او بيا جنتونه ګټل خو له عقله لېرې خبره ده!!
سرخط‬ ورځپاڼه