دين يې دام دی د دنيا په لار کې ايښی


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • استاد حبيب الله رفيع
  • 1309

 د ۱۳۵۷ کال د ثور د خونړۍ کودتا تر کېدو وروسته افغان مسلمان ملت د کمونيزم پر وړاندې جهاد پيل کړ چې په ۵۸ کال د روسانو له تېري سره نور هم ګړندی شو.

تر جهاد وروسته د هجرت لړۍ پاکستان او ايران ته پيل شوه او هلته د جهاد ګڼې ډلې جوړې شوې چې شمېره يې لسهاوو ته ورسېده. 
ايران او پاکستان د خپلې خوښې اشخاص پکې تشخيص کړل او سرمايه ګذاري يې پرې وکړه.
د روسانو تر تېښتې او د نجيب الله د حکومت تر را نسکوېدو وروسته پياوړی مقدس جهاد کامياب شو او سر ته ورسېد. 
تر دې وخته، تر دوو ميليونو زيات افغانان د دين او وطن په لاره کې شهيدان شوي وو، نورو ګڼو مجاهدينو وسلې کېښودې او پر کور کښېناستل.
په دې منځ کې يو شمېر ډلو ټپلو چې تر دې وخته يې د في سبيل الله جهاد چيغې وهلې، د قدرت د تر لاسه کولو هڅې ګړندۍ کړې، تر دې وړاندې يې هم له روسانو سره معاملې او معاهدې کړې وې، دا وخت يې له ماتو شويو کمونسټانو سره وفادارۍ وکړې، د اسلام سپېڅلی جهاد يې د سمت، قوم، ژبې او مذهب تنګو کړيو ته وردننه کړ او په همدې ارتباط يو شمېر مجاهدينو له يوې ډلې کمونسټانو او بلې ډلې له بلې ډلې کمونسټانو سره د ژبې ، قوم او سمت په اساس پيوستون وکړ او د قدرت يوه داسې ناولې جګړه يې پيل کړه چې کابل يې وران او په لسهاوو زره د کابل اوسېدونکي يې شني ذن کړل او د جهاد رسېدلی فصل يې تالا والا کړ.
په دې ترتيب يې مقدس جهاد په فساد بدل کړ، په واحد هېواد او نه بېلېدونکي ملت کې يې د درزونو جوړولو هڅه وکړه او د ژبې، قوم، سيمې او مذهب په جرم(؟) يې په زرهاوو کسان ووژل او د قدرت د ساتلو او نيولو لپاره يې د پاکستان او ايران غلامۍ هم ومنلې، د امريکا، روس او حتی اسراييلو لمنې يې هم ونيولې.
دوی په خوله ډېر اتحادونه وکړل، وحدتونه يې وکړل، خو عملاً يې هم د دولت څوکۍ وساتلې او هم يې د وسلو پټ ډېپوګان ډک ودرلودل.
دوی د خپلو وسلو په وسيله پر افغانستان باندې د امريکا د بريد په ترڅ کې، د امريکا د ځمکني پوځ دنده تر سره کړه او د بن د حکومت تر جوړېدو وړاندې کابل ته راغلل او ټولې دولتي څوکۍ يې اشغال کړې. 
د وسلو ذخيرې يې وساتلې او د کرزي د حکومت په ټولو دورو کې يې د وسلو په سيوري کې او د وسلو تر فشار لاندې په حکومت کې غوړې او زياتې څوکۍ تر لاسه کړې، وساتلې او ونيولې.
د ملي وحدت د حکومت په نامه د حکومت په را تللو سره دوی په غيرقانوني ډول د پنځوس-پنځوس ونډه تر لاسه کړه او له دې ونډې په استفاده سره يې پوره يو کال د حکومت ټاکنې وځنډولې او خپل د بانکونو او ټانکونو غله يې لوړو لوړو پوړيو ته ورسول. 
دوی حکومت دومره کمزوری کړ چې پر نورو سربېره دوی هم باور نه لري چې حکوت به خپله ټاکلې موده تر سره کړي؛ نو ځکه يې د خپلو ملګرو د وسله‌وال کولو ګړندی پروګرام پيل کړ او غواړي چې له حکومت سره د همکاري په نامه نورې وسلې او وسيلې هم تر لاسه کړي څو د حکومت ټول واک دوی تر لاسه کړي. 
په دې برخه کې يې له وزارته لوېدلي وزيران، د کرزي صاحب ملګري او په خپله کرزی صاحب هم له ځان سره مل کړی، خو دې ټولو ته يې د جهاد او مجاهدينو سپېڅلی روپوش ورکړی او د رحمان بابا خبره:
دين يې دام دی د دنيا په لار کې ايښی
پرې را اړوي وحشيان د مخلوقات
سرخط‬ ورځپاڼه