وږي لېوان


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد ابراهيم سپېڅلی
  • 1223

 د معاملاتو د لارښوونې په دوکان کې تر لسو زیات ځوانان، په عمر پاخه او سپين ږیري کسان ناست دي چای څښي. 

ټول یو او بل ته لکه دښمنان خزه دي، چې که کوم یو به د ځمکې په خرڅولو او رانیولو کي په خپله ګټه غرق کړي.
یاد کسان له دغه دوکان څخه ماسوا، د ورځې څو ځله په نورو رهنمای معاملاتو کې هم په دې هیله سره راټولېږي چې د عادي خلکو تر څنګ، یو او بل په تلکو کې بند کړي. 
دوی لکه زموږ ځینې سیاسي رهبران، یو او بل ته سره خاندي، د روغبړ په وخت کې یو او بل ټینګ په غېږ کې نیسي او ان د یو او بل په غم او ښادۍ کې نمایشي ونډه اخلي، خو په حقیقت کې د وږيو لېوانو غوندې یو او بل ته مخامخ پراته وي. 
په دغه دوکان کې ناست ټول کسان، ځانونه په قوم، په مسلمانۍ او په افغانیت تر نورو ټولو خلکو ښه ګڼي، په هره خبره پر ږیره لاس تېر کړي او خپله تړلې لنګوټه پر سمه کړي، خو په زړه يې یو الله خبر دی. 
یو د قبضه کړې ځمکې ستاینه کوي، بل بیا پر قبرونو باندې د حوزې د امر او د ښاروالۍ د ناحیې د مدیر په ملاتړ د جوړ کړي دوه منزله سرای ښېګڼي بیانوي. 
ګل احمد، تر دوی ټولو چالاک دی، نوموړي تر یو جریب ډېره دولتي ځمکه د یو تن قومی مشر په مرسته تر خېټه لاندې کړې او غواړي کار پرې شروع کړي.
ګل احمد نقشه له جېبه راوکښله او له ناستو هم‌مسلکانو يې نظر وغوښت. 
پر یاده ځمکه د لوی کور جوړولو کاغذي نقشه هر یوه جلا جلا یوې او بلې خوا ته سره واړوله، چا يې د راسته خونو، چا يې د پراخ دهلېز او چا يې بیا د موټرونو د ګاراج او باغچې لپاره د جوړېدونکيو ځایونو ستاینه وکړه. 
نقشه لا بېرته د ګل محمد تر لاس پورې نه وه رسېدلې چې په دې وخت کې د دوکان دروازه یو سپين ږیري سړی خلاصه کړه. 
له سلام ویلو سره سم د ټولو توجه هغه سپين ږیري ته ور واووښته. 
په دوکان کې ناست کسان خوشحاله شول، هر یو په دې فکر کې شو چې دا مرغه به د کوم یوه په دام کې ونښلي؟ 
سپين ږیري د دوی ټولو خطا ایستونکي فکرونه لکه هېنداره په دې خبرو سره ټوکر، ټوکر کړل؛ 
((زه له دې سرایه بې‌زاره یم، د خدای لپاره دا څنګه سرای دی، نه قباله لري، نه اوبه او نه برق لري، خو تاسې ما ته په زر قرانه او په شل زره د ماینې طلاقونو دغه زوړ د قبضې ځای را له غاړې کړ. دا څنګه مسلماني ده، دا څنګه ګټه ده چې تاسې يې کوئ؟)) 
ګل محمد چې د دې رهنمای معاملات مسوول دی، ور ولاړ شو، سپين ږیری يې تر لاس ونیو کرار يې دوکان ته د ننه راووست، د چایو ډک ګیلاس يې مخ ته ورته کېښود، خپل بل ملګري تور جان او نورو ناستو یارانو ته يې سترګک (چشمک) وواهه او تر قسمونو ورته لاندې شو. 
ګوره کاکا! اوس سرایونه ګران دي، پر ما دې ښځه خور او مور وي چې دغه سرای يې په دوه لکه کلدارې په ګټه ځینې غوښت، خو ما د زړه سوي له مخې  له تا سره سودا جوړه کړه. 
ناستو کسانو هم د خپل مجازي یار د خوشحالۍ لپاره خدای ته شا او رهنمايي ته مخ کړ، هر یوه سل قسمه ورته واخیستل او درې سوه واره يې له ماینې څخه ځان بېل کړ، بالاخره يې یاد بې‌قبالې، بې‌اوبو، بې‌برقه او له مېږیانو ډک سرای بېرته سپين ږیري بابا ته (تاج محل ) کړ. 
سپين ږیري بابا د چایو ګیلاس همداسې نیمايي پرېښود، په حیرانۍ د رانیول شوي تاج محل(!) خوا ته روان شو. 
دا یوازې دغه سپین ږیری نه دی چې د دوی په غوړولي دام کې بندېږي، بلکې دلته هره ورځ د زر پاکستانۍ کلدارو لپاره له یوه څخه تر لسو کسانو پورې له قسمونو، طلاقونو، درواغجنو وعدو او زهرجنې خندا څخه په ګټي اخیستنې، په لومه کې بندېږي.
 زما یو پخواني ټولګیوال ته چې مې دا کیسه وکړه، هغه راته ویل، خدای دې د موټر پلورنځیو (شورم) له حاله وساته، هلته بیا تر دغه لا بد حال دی او په ورځ کې تر سل ځله قسمونو، طلاقونو ور ها خوا د مخامخ ښکنځلو بازار هم تود دی، لېکن د یوه پاکستاني زرګون تر ګټه یو هم نه تېرېږي. 
زموږ په ټولنه کې د خلکو اوسنی دغه حالت د افسوس وړ دی او حیران یم چې کله به دا لېوان سړي کېږي؟ 
د خدای پار دی، د یوه پاکستاني زرګون ګټلو په خاطر، ایمان، افغانیت او غرور په ترخه کې ږدي، د مسلمان ورور په سترګو کې خاورې اچوي، مسلمان ورور وژني، مسلمان ورور ته څاه کني او بیا دغه حرامې پیسې په اولادونو، مېرمنې او کورنۍ خوري. 
له بده مرغه همدغه حرامخوار کسان بیا په مسجد کې د لمانځه لپاره په لومړي کتار کې هم ولاړ او د پوهنتون د محصلینو پر لوڅ سر ګرځېدولو لعنتونه اوروي.
که غور وشي، درواغ ویل، بې‌ځایه قسمونه او طلاقونه اخیستل او د مسلمان ورور په سترګو کې خاوري اچول د اسلام د مبارک دین تر څنګ، په رښتني افغاني فرهنګ کې خورا لوی عیبونه دي. 
له دغو لویو عیبونو څخه ښکاري چې یاد بې‌ځایه قسم خوړونکي، طلاقیان او چمبازان د اسلام او افغانیت په پراخه دایره کې نه ځاېږي، ځکه اسلام او افغانیت دواړه پورته عیبونو ته په بده سترګه ګوري. 
په دې اړه رښتيني دیني عالمان، مخور، روڼ اندي، رسنۍ او دولتي اړوندې څانګې مسوولیت لري چې د مخنیوي په موخه يې له خپل توان سره سم د عامه پوهاوي پرګرامونه پيل کړي او کنه له دې ستونزو څخه به په راتلونکي وخت کې خدای مه کړه داسې لوی طوفان جوړ شي چې بیا به یې مهارول اسان کار نه وي. 
سرخط‬ ورځپاڼه