ملي ارزښت


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد ابراهيم سپېڅلی
  • 351

 د کور په کتابتون کې د کتابونو په اوډلو اخته یم، د ټلېفون زنګ مې فکر خپل ځان ته واړاوه، د ټلېفون پر هېنداره د ملګري نوم راته ښکاري. 

ملګری مې تر روغبړ وروسته وايي، (سبا یوولس بجې دي هېر نه شي، یو ځای ځو.)
له ملګري سره تر ژمنې وروسته مې ټلېفون بند کړ، چې سبا شو، نو له وعدې سره سم ټاکل شوي ځای ته یو څو ګړیه مخکې روان شوم.
زه ځکه یو څو دقیقې وختي روان شوم، چې د ځینو اوسنیو ملګرو(!) درواغجنو وعدو او بې‌ځایه اوږدو پلمو څو ځله څه، چې هره ورځ مې ځوروي، لیکن بیا هم هغه اش هغه کاسه وي. 
په نوره نړۍ کې خلک وخت او وعدې ته په درنه سترګه ګوري، نو ځکه يې ځانونه د نړۍ له ګړندي کاروان سره اوږه په اوږه روان کړي دي.
ټاکل شوي ځای ته پر ټاکلي وخت ورسېدم، له خدایه شکر دی چې ملګری مې تر ما له مخه هلته ولاړ دی، خوښ شوم، په موټر کې ورسره سپور شوم او د ټاکل شوي ځای پر خوا روان شوو. 
تر یو څه مزل وروسته يې موټر تم ځای ته وروګرځاوه. 
دا ځای د واده نوی صالون دی چې نن يې پرانیستغونډه ده. 
د صالون په خوله کې زیات ځوانان په منظم ډول د مېلمنو ښه راغلاست ته ولاړ دي.
په ډلو، ډلو بللي او نابللي مېلمانه تر یوې سرسرکي تلاشي وروسته صالون ته ننوزي. 
زه او ملګری مې هم تر تلاشي راتېر او پر پرتو څوکیو کښېنستو. 
هر مېز ته شپږ څوکۍ ایښوول شوې دي. 
نور مېلمانانه هم راغلل او زموږ د مېز پاتې تشې څوکۍ يې ډکې کړې. 
د یاد صالون پرانیستغونډې ته يې پر یوولس بجې غوښتي یو، خو مراسم تر ۱۲ بجو هم واوښتل.
لوږه، انتظار او زیاته ګڼه ګوڼه ګړی په ګړی غمېږي. 
مېلمانه لا په ډلو ډلو صالون ته راروان دي. 
ناستو کسانو هر یوه تر لس ځله ډېر خپلو لاسي ساعتونو ته وکتل او بیا به يې سینګار شوي سټیج ته د پرګرام د ژر پیلېدو په هیله مخ ورواړاوه. 
تر اوږده انتظار وروسته اناونسر د مراسمو د پيلېدو زېری وکړ. 
پرانیستغونډه د کلام الهي په څو مبارکو ایاتونو پيل شوه. 
وروسته د ملي سرود د احترام لپاره له حاضرینو وغوښتل شول چې پر خپلو ځایونو چوپ ودرېږي. 
دا دی ملي سرود پیل شو، په صالون کې ناست کسان یو په بل پسې پر خپلو ځایونو ودرېدل. 
شاو خوا مې وکتل، ځینې میزونو ته لا یو شمېر مېلمانه، نه یوازي ناست، بلکې په لوړ اواز یې خبرې هم نه دي بس کړې. 
زما ښي اړخ ته د یو امنیتي چارواکي یوه ډله ساتونکي همداسې بې‌پروا په خپلو منځو کې اشارې او پټې خبرې کوي. 
په ټول صالون کې د ګوتو په شمېر یو څو کسان او د دغه صالون کارکوونکي ځوانان چوپ او په ډېر درنښت ملي سرود ته ولاړ دي.
د ملي سرود پر مهال ناستو کسانو ته فکر یوړم، کوچنیان او لیونیان نه مالومېږي، هر یوه پاک کالي اغوستي، ځان يې ساټ او باټ کړی دی، خو بدبختانه خپل ملي ارزښت (ملي سرود) ته احترام نه لري. 
عجیبه خلک دي! دلته زېږېدلي، دلته لوی شوي، د دې هېواد هوا تنفسوي، اوبه يې څښي، د پلار سريې په همدې خاوره کې ښخ دی، خو بیا هم د ګران هېواد ملي ارزښتونو ته درناوی نه کوي. 
زما هغه وخت ښه په یاد دی چې په پاکستان کې مو د کډوالۍ ترخې شپې سبا کولې، موږ هره ورځ پاکستانیان لیدل چې د خپلې قومي ترانې (ملي سرود) لپاره ټول په احترام درېدل. 
نه يې ملایانو ویل چې ملي سرود ته د احترام لپاره ولاړېدل ګناه لري، نه يې اپوزیسيون ویل چې دا ملي سرود په حکومت پورې تړلی دی او نه هم له اردو ژبو ماسوا نورو اقلیتونو ویل چې (قومي ترانه) ولې زموږ په ژبه نه ده، خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې بیا دا خبره سرچپه ده. 
دلته ځینې افغانان لا تر اوسه هم د ملي ارزښتونو په ارزښت یا نه پوهېږي، یا يې ځانونه غول اچولي دي چې د دوی د دغه عارفانه تجاهل له امله هره ورځ په لسهاوو بې‌ګناه افغانان د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بدبختۍ، بې‌اتفاقۍ او د تپل شویو جګړو په اور کې لولپه کېږي. 
زموږ ویاړلی تاریخ، اساسي قانون، ملي سرود، ملي مشران، ځمکنۍ بشپړتیا، پولي واحد، لویه جرګه، تاریخي ابدات، ملي ژبه، د هویت تذکره او نور... زموږ ملي ارزښتونه دي چې احترام او ساتنه يې د هر افغان ملي مسوولیت دی.
سرخط‬ ورځپاڼه