- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- عبدالخالق نېکمل حقیقي
- 1206
په کال ۱۹۴۷م کې هندوستان تر خوږ ګوته ونیول شو، پاکستان د اسلام په نامه د مسلمانانو د حکومت په توګه خپلواک اعلان شو، خو په اصل کې دا خپلواکي تش په نامه وه.
هندوستان د خپل ټينګ عزم په درلودلو سره وکولای شوای چې د انګلېسي ښکېلاک تار ورپرې کړي او په چارو کې د یو متحد او خپلواک هندوستان تمثیل په حقیقت واړوي، خو د پاکستان خښته په دوکه، چل او فرېب کېښودل شوه.
د پردې تر شا د انګرېزانو دغه لاسپوڅی هېواد لومړی په یوه خواره او مظلومه څېره د سوالګر په بڼه راڅرګند شو.
امریکا، عربي شیخانو او په خاصه توګه سعودي عربستان او چین وړ مرستې ورسره وکړې.
لکه څنګه چې دا هېواد د اسلام په نامه جوړ شو، نو د سعودي پاچا هم د خپلې خزانې خوله ورخلاصه کړه، د مدرسو او جوماتونو په جوړولو سربېره یې له بېوزلو سره مرستې وکړې.
چین هم د خپلو راتلونکيو اهدافو په اساس، چې له قراقرم نه به تر ګوادره د رېل پټلۍ غځوي، پاکستان ته ورغاړيووت او د ټینګ ملګرتوب وعده یې ورسره وکړه چې تر ننه یې د ډېرو تړونونو شاهدان یو.
امریکا او انګلیس چې په نړۍ کې ګډې موخې لري، امریکا د مشر او برتانیا د کشر ورور په شان اوږه په اوږه خپلې ګټې بدرګه کوي، پاکستان یې په اسیا کې د راتلونکيو سټراټیژیکو پلانونو لپاره د ښه میټینګ روم په حیث بنا او په ملا یې وټکاوه.
په دې هم سترګې نه پټېږي چې د پاکستان بهرنی سیاست د همدې دوو وروڼو په مټ، په چټکۍ پر مخ روان او ډېرې لاسته راوړنې لري، یاني ډیپلوماسي یې په لوړه کچه پرمختللې ده، په سیسټم کې د ننه د انګلیس په لاس روزل شوی پوځ هم د پاکستان اوږې ورمظبوطې کړې دي.
تر ټولو مهم نهاد چې د پاکستان په ساتلو او پر پښو درولو کې یې مهم رول لوبولی او د دې هېواد د ملا تیر حسابېږي، هغه ای ایس ای ده چې په مستقیمه توګه د پوځ له خوا اداره کېږي.
دا اداره هم د انګرېزي مغز ابتکار او نیالګی دی، هغه اسټرالیاالاصله انګرېز جنرال (سر لښکر کاتوم) چې د پاکستان د ځمکنیو قواوو مشرتوب یې پر غاړه وو، په کال ۱۹۴۸ کې، یانې پوره یو کال د پاکستان له رامنځ ته کېدو وروسته یې د (ISI) Inter-Services intelligence په نامه دغه څارګره اداره جوړه کړه.
اوس دې ته راځو چې دا خواره څېره څنګه په بدمعاشۍ بدله شوه؟
متل دی وایې، اس ته چې غضب وشي، نو بګۍ ته ولوېږي... افغانستان چې بدبخته شو پاکستان ته ایټاله شو.
کله چې په کال ۱۳۵۲ کې د سردار محمد داوود خان له خوا کودتا وشوه، شاهي نظام ونړېده او لومړنۍ جمهوري یې اعلان کړه، پاکستان د داوود خان له سیاست او قاطعت نه له پخوا په وهم کې وو، اوس نو سم وبېرېدل، خو څارګرې ادارې يې خپل جال تر مخ لا پېیلی وو، هغوی ډېر ژر لاس په کار شول، هغه کسان چې د داوود خان له رژیم نه په منډه خلاص شوي وو، په خپله غېږ کې يې ونیول او راسمبال یې کړل.
د پاکستان بخت خو دلته راويښ شو چې په افغانستان کې د ۱۳۵۷ کال د ثور کودتا کامیابه شوه. ښې اړخي تنظیمونه چې د خلقي حکومت له وېرې پاکستان ته مهاجر شول، پاکستان هم له موقع نه مناسبه ګټه پورته کړه، په سیمه کې یې خپل رول د فلم د هیرو په حیث وټاکه، امریکا او انګلستان ته یې هم لېڅې را بډوهلې او د خپل سټراټیژیک موقعیت او فکري جنګ پروپوزل یې ورته وړاندې کړ.
په بدل کې یې د خپل پوځ روزنه د امریکایانو له خوا او د څه د پاسه یومیلیون افغان مهاجرو لپاره مرستې له نړیوال سازمان څخه، ډېر ژر د پاکستان خالي کندوان ډک کړل او په سر کې يې د افغانستان د واکدارۍ خیالات راوپارېدل.
دا سناریو په ډېر ښه شکل طرحه او تر ننه پورې په لږ توپیر سره ننداري ته وړاندې کوي، د بیلګې په توګه؛
د ډاکټر نجیب الله له حکومت سره، د مجاهدینو لویه جګړه (د جلال اباد جنګ) وو، په ډاګه د ای ایس بی او پوځ صاحب منصبان لیدل شوي وو چې د نجیب الله د حکومت پر وړاندې جګړه کې یې ونډه اخیستې وه.
همدارنګه د امارت اسلامي په نامه طالباني رژيم چې افغانستان د پاکستان په پنځمه صوبه ونوموي، ټولې نړۍ ته روښانه خبره ده.
د دې لپاره چې د پاکستان د ملا تیر لږ وپېژنو او خپله یې په لوستلو دا حس کړو چې دا پدیده په سیمه کې د امپراطورۍ خوبونه ویني، نو پام مو را اړوم؛
پاکستان له خپل پیدایښت سره سم د دوو داسې اوږدو پولو په منځ کې لوېږي چې یوه یې تل د شیدو د غوا په څېر ده، تل یې خوله ورخوږه کړې او ده یې ثمره هم لیدلې چې هغه افغانستان دی، د افغانستان جګړې پاکستان اتومي ځواک ته ورساوه.
له بله اړخه د هند ګاونډیتوب چې ورسره ذات البیني دښمني لري او د پاکستان پر سر لکه یو قوی هیکل دېو داسې ولاړ دی؛ خو د هند لپاره پاکستان هم د ناسور تر داغ کم نه دی.
کله چې پاکستان له هند نه جلا شو، د انګلېسي مشاورینو او جنرالانو په مرسته یې ډېر ژر د ځان ساتنې او سمبالنې په فکر کې شو، د وخت انګرئزي ښکېلاک که څه هم دا بېلتون په سیمه کې پرېښود، خو د پردې تر شا یې د پاکستان کلک ملاتړ وکړ.
جوته ده چې پاکستان د انګلېسي مغز طرحه او د سیمې لپاره اغزی وټومبل شو، یانې انګلېسي تومنه د پاکستان په خښته او مساله کې کلکه شوه.
د ای ایس ای رامنځ کېدل هم د انګلېس هڅه وه. هغه یې په داسې عناصرو رامنځ ته کړل چې اسلامي شعار نه، بلکې د پاکستان د بقا او پرمختګ قوه باید څرګنده شي چې همداسې وشوه، ای ایس ای اوس د نړۍ له پنځو پرمختللیو څارګرو ادارو څخه یوه ده.
د ای ایس ای لومړۍ امنیتي دنده د پولو جغرافیایي او ایډیالوژيکه ساتنه وه. د جنرال ایوب خان په زمامدارۍ که (۱۹۵۸-۱۹۶۹) د اطلاعاتو د ادارې په نامه ونومول شوه، په دې دوره کې یې د ملي ګټو ساتنه، د احزابو او اپوزیسیونونو مدیریت او د نظامیانو رول په قدرت کې برجسته و بلل، د دې استخباراتې سازمان د قدرت اوج د جنرال حمیدګل په مشرۍ (۱۹۸۷-۱۹۸۹) کلونو کې بللای شو.
په کال ۱۹۷۹م کې چې شوروي پر افغانستان حمله وکړه، ای ایس ای له دوو غټو (کې جي بي او سي ای اې) استخباراتي ادارو سره مخامخ شوه.
په افغاني جهاد کې دې ادارې د امریکایي او اروپایي اطلاعاتو په مرسته د مجاهدینو په تجهیز او اکمال کې تاریخي او بېساري بریالیتوبونه او لاسته راوړنې درلودې.
امریکا پاکستان د شوروي پر وړاندې د جنګ د مقدم خط په حیث اعلان کړ، له همدې کبله یې له اسلام اباد سره لوژیسټيکې او مالي مرسته وکړې.
د افغان مجاهدینو اکمال او د هغوی ګډه روزنه په پاکستاني کمپونو کې د امریکایي افسرانو له خوا د همکاریو لړۍ دې ته ورسوله چې د ای ایس ای کارکوونکي د سي ای اې له زدهکړو او تجربو نه په واشنګټن کې مستفید شي، همدارنګه د سي ای اې جاسوسان د افغان شوروي د جګړې خطوطو ته داخل شوا. که څه هم پاکستاني لېډران په واضح ډول وایي چې شوروي ته پاکستان ماتې ورکړي، نه افغانستان.
د ای ایس ای مهمو اهدافو ته په لاندې ډول اشاره کوو؛
د پاکستان د ګټو ساتنه، د هېواد ملي امنیت په کور او بهر کې ساتل، د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي او نظامي پرمختګونو څار چې د پاکستان ملي امنیت متأثر نه کړي، د پوځ د دريو مسلحو قواوو تر منځ د اطلاعاتو همغږي، د خپلو خلګو، بهرنیانو، رسنیو، سیاستوالو، بهرني ډیپلوماټان په پاکستان کې، د پاکستاني ډیپلوماتانو په بهر کې او د سیاسي تنظیمونو څار.
اوس مهال د دې سازمان فعالیتونه د نړۍ ډېرو سیمو ته غځېدلي، مختلف تشکیلات او ادارې لري او په مختلفو برخو کې په عملیاتو بوختي دي.
لکه څنګه چې دا اداره د پاکستان د ملا تیر تشکیلوي، د پاکستان په سیاسي او ملي تحولاتو کې رغنده رول لوبوي. همدارنګه په تېرو دریو لسیزو کې د دې هېواد په عمومي چارو کې برلاسې اداره بلل کېږي.
د قدرت ساتل، د نظام ملکي او پوځي کول، اسلامي تندلارې ډلې پر پښو درول او له پښو غورځول، د پوځ جنرالان قدرت ته رسول داسې لوبې دي چې دا اداره یې په پوره توانمندي تر سره کوي.
د دې ادارې تشکیلات هم باید لږ څه وڅېړو، هغه داسې دي؛
د دې ادارې عمومي دفتر په اسلام اباد کې موقعیت لري، یو عمومي ريیس او درې معاونین لري چې سیاسي، خارجي او عمومي چارې د ريیس تر نظر او هدایت لاندې پر مخ بیایي، د څارګرې ادارې مشر د پوځ د ځمکنيو قواوو له تکړه جنرالانو څخه ټاکل کېږي، پرسونل یې په عموم کې له پولیسو، نیمه یا شبه نظامي دولتي او په خاصه توګه له ځمکنيو ځواکونو نه انتخابېږي.
۲۵ زره نظامي او غیرنظامي کارکوونکي د دې ادارې په دایره کې په دندو لګیا دي، ۳۰ زره مخبیر او جاسوسان دوی ته خبر رسوي.
دا شمېر ځواک په شپږو؛ حمایوي، کورنيو اطلاعاتو، بهرنيو اطلاعاتو، جمو کشمیر کې، وسلهوالو او فني فعالیتونو بوخت دي.
د دې سازمان په تشکیلاتي برخه کې بعضې څانګو ته اشاره کوو؛
• د اطلاعاتو کمېټه؛ (JIX) X د ای ایس ای د ټولو برخو د همغږۍ کمېټه ده. اطلاعات دې څانګې ته له مختلفو برخو ورکول کېږي، دوی یې له تحلیل او تجزیې وروسته د ګزارش په بڼه وړاندې کوي.
• د اطلاعلاتو ګډه کړۍ؛ (JIB) د سازمان تر ټولو عمده بخش تشکیلوي. د دې څانګې موخه د سیاسي احزابو په هکله مالومات ترلاسه کول دي. ویل کېږي چې په دریو مهمو برخو کې (په هند کې عملیات، په پاکستان کې د ټروریزم پر وړاندې مبارزه او د مهمو مقاماتو ساتنه) هم د دې څانګې پر غاړه ده.
• د اطلاعاتو ضد کړۍ؛ (JCIB) دا د (CIA) د(NOC) څانګې مشابه ده. پاکستاني ډیپلوماټان چې په اطلاعاتي برخو کې بوخت دي، خپل ګزارشونه همدې بخش ته سپاري. د دې څانګې حوزوي فعالیت عموماً په منځنۍ اسیا، لوېدیزې اسیا، چين، افغانستان او مرکزي اسیا کې دی.
• د شمال ګډ اطلاعات؛ (JIN) دا څانګه په جمو کشمیر کې فعاله ده، پر پوله د هندي ځواکونو کړه وړه څاري.
• متفرقه ګډ اطلاعات؛ (JIM) د دې څانګې دنده جاسوسي فعالیتونه، جاسوسي ماموریتونه او په جنګې حالاتو کې د پرسونل د فعالیتونو څارنه ده.
• د اطلاعاتي اړیکو ګډه کړۍ؛ (JSIB) دا کړۍ د اطلاعاتي عملیاتو ټولګه له اورېدونکيو (اورېنده) او لیدونکيو دستګاوو څخه، د هند فعالیت د پولي په اوږدو کې څاري او نه پرېږدي چې له ممنوعه سیمو څخه څوک انځور واخلي.
• تخنیکي ګډ اطلاعات؛ (JIT) دا څانګه دنده لري تر څو، جاسوسي او عملیاتي تجهیزات په هارډ او سافټ سیسټم کې چمتو کړي.
د پاکستان د څارګرې ادارې د مشر ټاکل په لاندې څو کرښو کې بیانوم؛
کټ مټ لکه د نورور دفاعي او اطلاعاتي اژانسونو د مشرانو ټاکل په پاکستان کې، د ISI مشر هم د ولسمشر له خوا انتصاب او له لومړي وزیر سره پرې مشوره کېږي.
د انتصاب بل ډول داسې دی چې د پوځ مشر د دفاع وزارت له لارې درې تنه وړ پوځي جنرالان، لومړي وزیر ته پیشنهادوي، لومړی وزیر اختیار لري چې په دریو نوماندانو کې یو انتخاب کړي او یا درې واړه رد او د نويو کسانو غوښتنه وکړي او هم لومړی وزیر کولای شي چې په خپله خوښه کوم بل وړ کس انتخاب کړي.
د پاکستان څارګره اداره په استثنایې ډول کولای شي ملکې خلک هم په خپل انتصاب کې ولري، که څه هم دا سازمان د پوځ تر نېغې ادارې لاندې دی.