- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد نعمان دوست
- 1242
بېګاه سړه شپه وه، خو زړونو ګرمه وینه پمپ کوله، دومره توده وینه چې د دغو زړونو لرونکیو بدنونو باندې، سړې هوا هیڅ اغېزه نه شوای کولای.
دا زړونه د غزني د خلکو په سینو کې وو. دا هغه خلک وو چې د خپلو اوو تنو د سر پرې کولو په غبرګون کې په دې سړه هوا کې په ګرمه جذبه را پورته شوي وو. دوی د خپلو مظلومو مقتولینو جسدونه هم له ځان سره رااخیستي وو، تر څو هغوی ته وښيي چې د مظلومیت پوښتنه یې کوي.
دوی غوښتل د هغوی روحونه په خپل ملاتړ ارامه کړي. د خپل یووالي ښکلی نمایش یې ورکړ او د هغوی روحونه یې ډاده کړل چې دا قام یو موټی دی او څوک چې یو موټی وي، د هر خطر پر وړاندې په مېړانه مبارزه کولای شي.
دې حرکت په زبات ورسوله چې دې قام کې داسې مشران شته چې کشران یو موټی وساتي.
د دغو بېدفاع هېوادوالو پر مریو زابل کې تورو لاسونو چاړه کش کړې وه او هملته ترې سرونه جلا شوي وو.
دا جسدونه د بختورو خلکو وو. د دوی غم دومره ووېشل شو چې اصلي کورنیو ته یې ډېره کمه برخه ورسېده.
دا لوی غم یوازې د هغوی په کورنیو پورې محدود پاتې نه شو. دې غم د هغوی د هر خواخوږي ګوګل سوری کړ او ان زړه ته یې ځان ورساوه. زړه یې په حرکت راووست، په دومره چټک حرکت چې د جذبې او خواخوږۍ وینه یې په ټولو رګونو کې په منډه کړه.
دې ټول قام، ځانونه د سر پرېکړيو اصلي ورثه ګڼل، پر قاتلانو یې په پوره جرئت د مرګ شعارونه ورکول، پر حکومت یې نیوکې کولې او په دې خپه وو چې ولې یې د دې لوی ویر په بدل کې ملي ماتم نه دی اعلان کړی؟
خدای حاضر دی دغه جذبه مې خوښه شوه، دا جذبه د اتحاد او یووالي جذبه وه او کوم قام چې یو موټی وي، که څومره کوچنی هم وي، د ډېرو زورورو سترګه ترې سوځېدای شي.
خو په خپل ځان مې افسوس راغی. ځان راته تر ټولو کمزوری مخلوق ښکاره شوو.
زما په زړه کې هم وینه په تودېدو شوه، زړه مې و په دې سړه شپه کې راووځم او په همدې نیمه شپه ان تر شینوارو ځان ورسوم، خو شاته مې وکتل، هیڅوک نه وو. حتی خپل سیوري مې هم د ورېیځ اسمان په پلمه ملګرتیا و نه کړه. په خپل دې یوازېتوب او بېوسۍ مې وژړل.
په یوه ګرمه میاشت کې یوه ګرمه پېښه وشوه. خو ساړه احساسات یې تاوده نه کړل. دا د اسد میاشت وه، په دې میاشت کې د زابل تر هغې هم ډېره زړه بوږنوونکې پیښه وشوه.
د لسو انسانانو لاسونه وتړل شول، سترګې یې پټې شوې او په خښوو شویو ماینونو کښینول شول.
لکه د کوم خطرناک فلم د ډېرې وحشتناکې صحنې شوټنګ چې وي، شېبه وروسته، تڼۍ کېکاږل شوه، ماینونه یو په بل پسې الوتل او د انسانانو په غوښو، ان د اسمان شنه لمنه تکه سره شوه.
لوګي پورته شول، نمایش ختم شو او غوښې په هوا کې ورکې شوې.
خو، دا د پېړۍ داسې بدبخته مظلومان وو چې چا یې پر غم اوښکې هم تویې نه کړې، چا یې د فاتحې اخیستلو جرئت هم و نه کړ او چا یې قاتلان هم په لویه کچه و نه غندل.
دا لوی غم او د پېړۍ د بېساري دردوونکې پېښې ویر، د هغوی ماشومانو په خپلو کوچنیو او وړو زړونو کې خښ کړ.
دا لوی غم د هغوی د مېرمنو، مېندو او د کورنیو د نورو غړيو په زړونو کې خښ شو.
دا غم به همداسې د هغوی په زړونو کې خښ وي، د هغوی د زړونو وینې به زبېښې.
شاید، دا خلک نور له غمونو سره اموخته شوي وي، شاید هغوی ته د خپلې کورنۍ د غړيو دغه شان وژنې تکراري ښکاره شوي وي او...
نه، شاید هغوی په دې پوهېږي چې دوی دومره توکړه توکړه شوي چې اوس یې ډېرې قوي چیغې هم څوک نه اوري.
داسې مشران نه لري چې غږ یې پورته کړي، د دوی له اکثریته یوازې د واک په تر لاسه کولو کې استفاده کېږي.
سرخط ورځپاڼه