وعدې دې هېرې نه شي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • احمد فرید قیومي
  • 1165

 یوه نږدې ملګري مې راته وویل، ارګ ته یې د تحول او تداوم ټیم ځوانان غوښتي دي. ته مې هیر وې، اوس به یو څه وکړم، ځې؟

ما ورته وویل هو لاړ به شم. موږ باید د هغه ټیم ملاتړ وکړو چې کار مو ورته کاوه، خلک مو ورته تشویقول چې راځئ له موږ سره یو ځای شئ او د یوې ښې برنامې ملاتړ وکړئ.
هېواد مو تنها د ځان لپاره نه، بلکې د څو نسلونو د سوکالي لپاره پر خپلو پښو دروي او د خلکو له احتیاجه به مو خلاص کړي.
زموږ ټیم هغه وخت د تحول او تداوم ټیم و، شعار یې دا و چې موږ برنامه لرو، د یوې روښانه برنامې په اساس به پرمخ ځو او دا نور ټیمونه شب نامې لري او د وطن ستونزې په شب نامو نه حلېږي.
موږ به د ولس او ارګ تر منځ فاصله را لنډه کړو، د جومات او ارګ تر منځ فاصله به له‌منځه یوسو، ولسونه به زموږ د حکومتدارۍ په هره برخه کې دخیل وي، زموږ کړنې به ولس ته روښانه او قناعت ورکوونکې وي، زموږ دوره به د صادقانه خدمت کیسې وکړي، موږ به د افغانستان په هغه توانمندیو کار وکړو چې کولای شي هېواد له اوسني بحران څخه خلاص کړي.
دې او دې ته ورته نور شعارونه مې په ذهن کې راتاوېدل، زړه نا زړه شوم، لاړ شم که نه، خو اخېر مې پرېکړه وکړه چې یاره ځم او نه باید د ځوانانو او ولسمشر تر منځ دا مهمه غونډه هغه د انګریزانو په اصطلاح میس کړم.
دوست مې زنګ وواهه او پیاده د ارګ په لوري روان شوو. د چارو د ادارې د لوی ریاست مخ ته ډېر ځوانان چې تعداد به یې څو سوو نفرو ته رسېده راټول وو.
له سختو امنیتي چک پوسټونو او تلاشیو تېر شوو. د ارګ داخل ته ورسېدو، هغه ځای چې غوڼده پکې تنظیم شوې وه، د سلام خانې ماڼۍ وه.
ماڼۍ ټوله په ځوانانو او ښو کدرونو ډکه وه، هر یوه ځان د دې هېواد اصلي خاوند باله، هر یوه خپل د خوښې افغانستان لټاوه، د حکومت په کړنو او برنامو یې فکر کاوه.
دریځ ته مخامخ مې د غازي امان الله خان په یوه تصویر سترګې ولګېدې، له لېرې مې سلام ورته وکړ، پاچا جنتونه دې نصیب شه. غازي امان الله خان هغه څوک و چې د وخت ښکېلاک ته یې په نره ماتې ورکړه.
موږ یې اوس هر کال د ازادۍ ورځ نمانځو. پاچا د اصلاحاتو لړۍ پیل کړې وه، کار یې اهل د کار ته سپاره، د زده‌کړې لپاره یې زمینې برابرې کړې، غوښتل یې هېواد مو له نړۍ سره سیال کړي، خو یو څو پردې‌پالو د بل په خوښه د مذهب په نامه د شیطاني افکارو له لارې پاچا مجبور کړ چې وطن پرېږدي. هر څه ولاړل، اصلاحات، سیالي، پرمختګ او سوکالي. په همدې فکرونو کې کې وم چې غږ شو، ولسمشر را روان دی! له تاسې ځوانانو سره به له نږدې وګوري، ستاسې پوښتنو ته به ځوابونه ووایي. ډېره موده وشوه چې تاسې له ولسمشر او ولسمشر له تاسې لېرې پاتې شوی دی؛ ورسته له دې به دا ناستې منظمې وي، حد اقل په میاشت کې به یو ځل سره راټولېږو.
همدا خبرې روانې وې چې غږ شو، د ولسمشر په ویاړ لاسونه وپړکوﺉ. چيغې او خوشحالۍ شوې، ولسمشر تالار ته را دننه شو.
ځوانانو هم ورته د زړه بړاس ووایست، ټولې هغه خبرې یې ورته واورولې چې په کاغذ یې لیکلې وې. د ځوانانو ټولو استازيو ورته د ولسونو د ناراضۍ، د ښې‌حکومتدارۍ په برخه کې د ستونزو، د بې‌کاریو، د ځوانانو د تېښتې او نورو موضوعاتو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.
ولسمشر هم کلکې وعدې وکړې، پخوانۍ وعدې یې بیا تازه کړې او ویې ویل وخت راکړﺉ اصلاحات راولم، بنیادي کارونه درته کوم، حوصله له لاسه مه ورکوﺉ، زه په تاسې ویاړم زما حمایت وکړئ، ځوانان دې چې هېوادونه جوړوي، زما درته خاصه پاملرنه ده، مه ناهیلې کېږﺉ، لاس راکړئ چې په ګډه د یوه اباد او پر مخ تللي هېواد اساسي بنسټ کېږدو.
موږ هم یو څه ډاډه شوو چې حد اقل له دې ورسته به ولسمشر زموږ له استازو سره له نږدې ګوري او په ملي مسایلو او ستونزو به سره خبرې کوي.
هیله ده چې د ولسمشر خپلې وعدې هېرې نه شي او دغه شان ناستو ته ادامه ورکړي.
عملي اقدامات تر سره کړي. هېوادونه په تدبر او تفکر جوړېږي او عملي کار د هر پرمختګ اساس تشکیلوي.
د یوه اباد افغانستان په هیله!
‫سرخط‬ ورځپاڼه