- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- حفيظ الله تراب
- 1578
له ډېرو هلو ځلو وروسته چې يې د دفتر مخې ته ورسېدم، نو له حيرانۍ داسې وم لکه ساه چې رانه ختلې وي.
د شاندارې ماڼۍ مخې ته يې په لسګونو برچپک عسکر ولاړ وو. د دفتر ګرد چاپېره يې د نورو کارکوونکيو په لاسونو کې مخابرې وې او له سلیقې داسې ښکاره کېدل، لکه د کوم هېواد د بهرني وزارت کارمندان چې وي، د ډېرو تورې عينکې په سترګو او داسې ښکاره کېدل، لکه د هغه خدمت چې خپل تر ټولو وياړلی ارمان ګڼي.
د تېرو وختونو دورې ته لاړم، د هغه، هغه پخوانۍ څېره مې داسې سترګو ته ودرېده، لکه همدا نن چې مې ليدلی وي.
رحمت، چې د جبهې ډېرو خلکو به رحمتی باله، له هماغه وخته يو چالاک هلک و. د مرکز د خلکو لاس به پرې سپک و. له لېرې ځايه په بوشکو کې په خرو اوبو راوړل سره له دې چې يو ستونزمن کار و، خو هغه به دا چاره په اخلاص کوله.
د دې په بدل کې به يې دا امتياز درلود چې جنګ ته به نور تلل او دی ترې معاف و. سره له دې د جبهې نورو غړيو ورسره دومره خواخوږي نه لرله. د هغه په سترګو کې يو ډول مرموزه لوچکه چالاکي او شيطانت ښکاره کېده، ښايي په همدې به د نورو نه خوښېده.
يوه ورځ يې له يو بل مجاهد سره په څه شخړه شوه، نږدې و چې د رحمت کار تمام کړي، په منځ کې يې ورولېدم او په لږ څه کې مې له مرګه وژغوره.
تر دې وروسته به پر هغه نور هم ښه لګېدم او بيا داسې وخت راغی چې په کلونو کلونو سره بېل، خو د قسمت سپرو څه باندې دوه نيمې لسيزې وروسته د هغه محل ته راوستم.
په همدې فکرونو کې وم چې دوه لوکس کسان راغلل، زه يې د جنت په څېر ماڼۍ کې د هغه د خونې تر دروازې بدرګه کړم او راته يې وويل:
ـ مهرباني وکړئ! له دې سره هغوی لاړل او ما کوټې ته سر دننه کړ. کوټه نه وه، داسې څه وو، لکه هر څه چې يې د نړۍ ډېرو سترو او نومياليو زرګرانو او هنرمندانو جوړ کړي وي، د چت له سره رنګارنګ قنديلونه راځوړند و، پردې، چوکۍ، لنډه دا هر څه داسې ښکلي، منظم او مرتب وو، لکه د فرانسې نجونو چې برابر کړي وي.
رحمت له داسې يوې چوکۍ په موسکا راپورته شو چې کټ مټ پرې د پخواني روم د امپراطور د تخت ګمان کېده.
په لومړي ځل راته د هغه په وړاندې ځان وړوکی ښکاره شو. ګرم نه وم، د هغه په يوه خبره به اوس په لسګونو رسنیو په ساعتونو ساعتونو تبصرې کولې، هغه اوس د ټول هېواد په برخليک کې اساسي ونډه درلوده، خو کور يې اباد هغه په پوره اخلاص غاړه راکړه.
لکه مړی په چوکۍ ورته مخامخ کښېناستم. يو ځل مې د هغه بوشکې او خر سترګو ته ودرېد، خو ژر مې له ځانه سره ولاحودو کړه.
ما بايد همداسې کړي وای، رحمتی اوس له هره اړخه د يوه با سلیقه ولسمشر په څېر ښکاره کېده. چای راته واچول شو، خو کارکوونکی ډېر ژر ووت.
ـ ښه ژوند څنګه تېرېږي، څه وختونه وو، لاړل. له ځانه سره مې غيرارادي موسکا وکړه:
ـ هو والله، بس ژوند دی کله څنګه او کله څنګه. خو ټولو نه مخکې درته د دې هر څه مبارکي وايم. په اوږه يې وړوکی ټپ راکړ:
ـ خو ستا هغه ښه مې اوس هم په ياد دي، ګنې خدای خبر اوس به مې د شهادت څوومه کلېزه وه؟! او له دې سره يې وخندل:
ـ خو ډېر سپين ږيری شوی يې. او زه څنګه يم؟
ـ ته خو ماشا الله اوس هم ايله پنځه ويشت کلن ښکارې. له دې سره نور هم خوشاله شو.
ـ ښه زه اوس څه خدمت وکړم؟ دنده غواړې، که نور څه؟
ـ مننه، زه بس تش يوې پوښتنې ته راغلی يم، نور هيڅ هم نه غواړم، خو که د دې پوښتنې سهي ځواب دې راکړ، نو داسې به خوښ شم، لکه خپله نيمايي شتمني چې دې راکړې وي.
رحمتی حيران شو.
ـ ښه بس تش يوه پوښتنه، نه پیسې او نه دنده؟!
ـ هو، بس دا زما لپاره هر څه دي، داسې وګڼه، لکه د دې پوښتنې په سهي ځواب چې تا زما د هغو ښو پور اداکړی وي، زه له تا نور هيڅ هم نه غواړم. رحمت نور هم سنجيده شو:
ـ وعده ده چې سهي ځواب به درکوم، خو که زه پرې پوه شم.
ـ پوښتنه اسانه ده، باور لرم چې پرې پوهېږې. موسکی شو:
ـ بس بسم الله که. ما ځان لږ راټول کړ:
ـ پوښتنه دا ده چې ته ځينې وختونه لوی لوی ګواښونه کوې، ډېرو خلکو ته د نن وخت زمری ښکارې. په رښتيا هم ته زمری يې؟
ـ عباس خانه له تا نه مې دا تمه نه وه چې په داسې خبرو دې ته هم پوه نه شې. خير ما دې د پوښتنې د سم ځواب وعده کړې ده. له دې سره سنجيده شو:
ـ ګوره! له ژونده هغه څوک لاس اخلي، چې د ژوند لپاره څه نه لري او يا تر بېوزلي ژوند مرګ غوره ګڼي. يو څوک چې ميليارډونه ډالر ولري، اولادونه يې په لندن او پاريس کې چکرې وهي، دلته په نعمتونو نور تر سپږمو پورې پړسېدلی وي، ايا هغه به دومره احمق وي چې په خپل سر يا ټټر باندې د يوه کارتوس په لګېدو دا هر څه له لاسه ورکړي؟!
ـ ښه نو دا خلک درباندې څنګه باور کوي؟ لږه وړه خندا يې وکړه:
ـ خلک احمقان دي. هغوی لا تر اوسه په دې نه پوهېږي چې په تاريخ کې تورې او مېړانې بېوزلو کړې دي، شتمنو ته تر هر څه خپله پانګه ګرانه وي، زموږ خلک احساساتي او ساده دي او چې داسې ده، نو هغوی ته کله کله يو پلاسټيکي زمری هم يو رښتينی زمری ښکاري. څنګه پوښتنه دې ځواب شوه، که نه؟
له دې سره ترې راپاڅېدم:
ـ مننه، ستاسې قيمتي وخت مې ونيو، خو په دې ځواب درنه دومره خوښ يم چې حد نه لري، ځکه نو نور ځم.
د پاتې کېدو يې ډېر ټينګار وکړ، خو زه کله پاتې کېدم. له دې سره پاڅېد، د خپل مېز المارۍ يې پرانیسته. د ډالرو يو پنډ بنډل يې راته ونيو.
ـ مننه. تاسې چې ما ته کوم ځواب راکړ، هغه تر دې ډېر لوړ او ارزښتمن دی.
ـ ګوره په کار به دې شي، مه شرمېږه. واخله. ډېر ټينګار يې وکړ، خو مجبور شوم، د خدای پامانۍ پر وخت مې ورته په خندا وويل:
ـ اخيستې به مې وې، خو چې رښتيا درته ووايم زه کله هم د پلاسټيکي زمريو پیسې نه اخلم.
سرخط ورځپاڼه