د روانې جګړې مذهبي توجهیات


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالغفور پېروز
  • 1178

 په هېواد، سیمه او اسلامي نړۍ کې د ټولو روانو جګړو ظاهري شعار دا دی چې پر مخ‌بېوونکي یې ځان مجاهدین ګڼي او خپله جګړه د جهاد په نوم د دین اساسي لارښوونه بولي.

په دې مانا چې د روانو خونړیو جګړو جګړه‌مار ځانونه د رسول (ص) په وخت کې له هغو صحابه‌وو سره پرتله کوي چې په مکه کې د نبوي دعوت تر لومړنۍ مرحلې وروسته یې د هجرت په مدني دوره کې د خپلو دښمنانو پر خلاف وسله‌واله جګړه پیل کړه، هغوی ته یې پرله‌پسې ماتې ورکړې او له کومه ځایه چي دوی شړل شوي وو، د خپلې وسلې په زور یې بېرته لاندې کړ.
څنګه چې قران‌کریم د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند دعوتي او جهادي پېښي هم راخیستې او په یوه ډول د خپل رسول د دیني فعالیت داستان دی؛ نو له همدې امله یې ډېری دغه ډول لارښوونې تر ځانګړو حالاتو او شرایطو لاندې د هماغه په شتون کې له اړوندو قضایاوو سره تړاو لري، ځکه هغه د خپل قوم لپاره د الله وروستی رسول وو.
که قران‌کریم په غور ولولو نو ترې ښکاري چې د الهي سننو په رڼا کې نبي او رسول د ځينو مشترکاتو تر څنګ یو لړ توپیرونه هم لري. له دې جملې څخه یو توپیر یې دا دی چې رسول د ځمکې پر مخ د خپل رب مجسم حجت وي کله چې هغه د خپلې دعوتي ساحې موجودو مخاطبینو ته الهي پیغام راوړي او تر ګڼو مرحلو وروسته یې د ده پر مستقیمو مخاطبینو حجت پوره کېږي نو بیا د رسالت په بهیر کې هغه مرحله راځي چې باید د خدای د اخلاقي قانون له مخې د هغه وخت د موجودو خلګو برخلیک څرګند شي چې یا په بشپړ ډول د طبيعي افتونو په وسیله له منځه ځي او یا یې سیاسي او ټولنیز نفوذ داسې ځپل کېږي چې لوی مجرمین په نابودۍ محکومېږي او رسول و ملګري یې سیاسي او ټولنیز واک تر لاسه کوي.
د رسول او نبي تر منځ همدغه توپیر ګڼو مسلمانانو نه دی درک کړی، له همدې امله د جهاد او وسله‌والې مبارزې همدغسي ځانګړي قوانین په خپل لاس کې اخلي او د اوسنۍ نړۍ د هغو مسلمانو او نامسلمانو په وړاندې یې کاروي چې په اصطلاح د جهادیانو له سخت‌دریځي سیاسي اسلام سره د یوه او بل عامل پر بنسټ جوړ نه وي.
د انسانو پر وړاندې د دیني نظام په نوم د خاصې ډلې د واک تپلو او خاص دین منلو په پلمه جهاد او جګړه د هیڅ دین له مخې توجیه نه لري. په قران کریم او نبوي سنتو کې ګڼ ځایونه د هغه جهاد یادونه شوې چې د الهي سنت له مخې د خدای د اخلاقي قانون برخه ده؛ مګر چا چې نه دی درک کړی هغوی داسي انګېري چې دا لارښوونه د لمانځه، روژې، زکات، حج او نورو په شان هر مسلمان ته متوجې ده او که یې څوک نه مني یا یې نه کوي هغه په ترتیب سره مرتد او ګنهګار دی.
همدغه منطق زموږ ټول دیني تصور او دیني منابع سخت زیانمن کړي دي، ځکه د دې فکر پر بنسټ د دین غوښتنه دا ده چي یوازې د ګوتو په شمېر څو سخت دریځي مسلمانان پر حق، د جنت وړ او د اخروي تلپاتې بریا موندونکي دي.
هر هغه څوک چي د دوی خاص تعبیر نه مني یا کافر، مرتد او یا بې‌غیرته ګنهګار مسلمان دی. د دوی په اند نامسلمانه نړۍ به یا اسلام مني، یا به جزیه ورکوي او یا به جګړې ته چمتو کېږي.
د همدغه فکر له مخې دوی د هر نامسلمان وینه تویول ثواب ګڼي، د فرانسي ورستۍ ناروا او د اسلام و بشر ضد چاودونې هم د دغه فکر زېږنده دي(کېدای شي ځینې نور عوامل هم ولري، خو کله چې یې له ملاتړ‌کوونکو ډلو او اشخاصو سره خبرې وکړئ دوی هماغه پاسنی منطق درته وړاندې کوي)
همدا وجه ده چي موږ د تفسیر، حدیث‌پوهنې، فقهې او عقایدو په برخه کې د دین زړو تعبیرونو او تشریحاتو بیا کتنې او د دین د اصلي سرچینو په رڼا کې د نوې نړۍ له عصري غوښتنو سره سم مسلکي دیني فکر ته سخته اړتیا لرو.
دا مهال باید د اسلام په روح خبر او د معاصر جهان له سیاسي، علمي، ټولنیزو، مالي او فکري غوښتنو سره اشنا مسلکي دین‌پوهان د وینا او قلم له لارې د جهاد او د هغوی له فکر سره سم اسلامي خلافت په اړه د جګړه‌مارو هغه تصورات په خپله د دین په رڼا کې رد کړي چې هره سخت‌‌دریځه ډله یې د خپلو وینو تویولو لپاره د الله (ج) له خوا ورکړل شوی جواز ګڼي.
د دین په وسیله د سخت‌دریځۍ په وړاندې معقوله مبارزه یوازینۍ لاره ده چې کولای شو په وسیله یې د خپلو اولسونو په منځ کې د هغو سخت‌دریځو ډلو د نفوذ مخه ونیسو چې دا مهال یې زمو په ټولنه کې د دین د ناسم تعبیر او خاصو فرهنګي حالاتو له امله ریښې کړې دي. که دولتي او مدني ټولنې دې ټکي ته په پام د سخت‌دریځۍ پر وړاندي عملي او فکري مبارزه وکړي نو له یوې خوا به د ټولنیزې او علمي اړتیا پر بنسټ هغه تشه ډکه شي چې دا ډېر وخت یې اړتیا احساسېږي او له بلې خوا به زموږ په ټولنه کې سخت‌دریځو ته د ناولې څېرې څرګندولو فرصت په لاس نه ورځي.
د سخت‌دریځۍ پر وړاندې بې‌تفاوته پاتېدل هماغه پایلې لري چې نن موږ ورسره مخ یو، د دې ناولې پدیدې پر وړاندې د مبارزې لپاره د دین له سم او بشردوست تعبیر پرته بله هیڅ لاره نه شته، که موږ غواړو چې بدمرغۍ او ناخوالې مو پای ومومي نو له دين څخه د ناوړې استفادې مخنیوی یې یوازینۍ لار ده.
سرخط‬ ورځپاڼه