- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ذبيح الله احساس
- 1321
د پسرلى ۲۷مه، ۱۳۹۰لمزيز ليندۍ او مرغومى کې د بهرام خان په نامه خپره شوې ده.
سوله د افغان ولس هغه اړتيا ده، چې له تېرو لسو كلونو نه بلكې له تېرو څو لسيزو يې د تر لاسه كولو هيلې په زړه كې دي.
پرون له شورويانو سره سولې ته اړتيا وه، هغوى لاړل بيا د خپلو له لوري د بل شوي اور د مړه كولو په موخه د سولې اړتيا وه، چې په ترڅ كې يې د هېواد په هره څنډه كې د افغانانو ژوند سور تنور ګرځېدلى و، چې لا يې هم د هر افغان د كور پر دېوالونو د لمبو نښې پاتې دي.
نن هم د تېر دېرش كلن ناورين د هرې ورځې په توګه سولې ته اړتيا ده، خو د سولې په روانو هڅو كې چې د تېر په پرتله خوار ګړندۍ او جدي برېښې دا موضوع وركه ده، چې سوله د چا لپاره؟
د سولې له پروسې د ګټې دوكان جوړ شوى دى. پرون به د سولې تور اوسپين اړخونه له ورايه څرګند و، خو نن له ډېرو پرده پورته شوې، افغان دولت، وسلوال طالبان، د حكمتيار په مشرۍ وسلواله ډله، د پخوانيو جنګي ډلو سرباڼي، پاكستان، امريكا او پاتې نړيوال. دغه ټول په افغانستان كې د سولې په نامه د جوړېدونكي فلم لوبغاړي دي، چې هر يو پكې خپل ځانګړى رول لري. دغه ډلې او ښكېلې خواوې د سولې له روانې پروسې څخه د ځان په ګټه د ګټې اخيستو په تمه كې دي. دوى دغه اړخ په پوره توګه هېر كړى، چې كه روانه سوله د افغانيزم د نظريې لاندې د افغان د سوكالۍ لپاره نه وي؛ نو هېڅ پايله به ونه لري.
نن په نړيواله كچه سياسي حالاتو بدلون موندلى؛ خو په هېواد كې لا د هماغه پخوانيو څېرو د خپل منځي اختلافاتو له امله د افغان كور د سولې د ټغر په وير ناست دى.
د طالبانو له پرزېدو او د ولسمشر كرزي د منځمهالې دورې د لومړيو كلونو وروسته، چې طالبان په نوې بڼه د دولت د مخالفو وسلوالو په څېر ځاى ځاى پيدا شول؛ نو د جګړې تر څنګ د سولې په اړه هم خيالي او عملي كړنې پيل شوې، خو د تېرو لسو كلونو په اوږدو كې د سولې پروسه هم لكه د بيارغونې پروسه ټكنۍ وه.
كله چې په هېواد كې ميشت نړيوال ځواكونه او په ځانګړې توګه امريكا په خپلو شويو عملياتو باوري شي نو بيا سوله د دوى لپاره ازرښت نه لري او هڅه كوي، چې هر څه د ټوپك له لارې پاى ته ورسوي. وسلوال طالبان هم د سولې لپاره داسې شرطونه ږدي، چې اين كه پين كه، دا پټى شين كه.
خو چې كله دغه دواړه لوري يو څه سره نږدې وبريښي او يو څه دا تمه پيدا شي، چې ممكن دا ځل وړۍ شړۍ شي؛ نو ځينې كړۍ چې د ورانۍ په ورځ پيدا دي او همدا ورځ ورته د ګټې بازار ښكاري؛ نو په سوله كې ژوند كول ورته ناشوني ښكاره شي.
يو شمېر سياسي كړۍ د خپلو سياسي تګلارو په نظر كې د سولې مخالفت نه بلكې پرې نيوكه كوي او د سمې لارې د ټاكلو هڅې كوي؛ خو ځينې چې په سوكاله وطن كې ورته د خپلې بې سوادۍ، قومندانۍ او د ولس د درواغجن ملاتړ اړخ ښه معلوم دى، په ناڅاپي ډول د اپوزيسون په توګه په رسنيو كې ښكاره شي او عادتا د هرې هغې كړنې مخالفت كوي، چې د دوى راج پكې پاى ته رسېدونكى وي. دا هغه څېرې دي، چې د تېرو څو خپلمنځي جګړيزو لسيزو اتلان هم پاتې شوي دي او له ټولو ډېر يې د دې هېواد په بربادۍ كې ونډه اخيستې ده؛ خو د ولسمشر كرزي د كمزوري مديريت له امله تېرې لس كلنې دورې همدې خلكو ته نوې څېره او د ژوند كولو نوې ساه ور پوه كړه، چې د همدې زور له امله نن د دولت د مخالفو وسلوالو تر څنګ د سولې د روانې پروسې دويم ستر خنډ ګڼل كېږي.
د هر افغان د سر درد پاكستان هم د سولې د روانې پروسې د پټې پردۍ د سياست لوبه روانه كړې ده، دوى چې زيات شمېر وران كاري يې په ورغوي كې دي، د داسې سوله په لټه كې دي، چې د پاكستان ګټې په كې وساتلى شي كنه د افغان د سولې ارمان دې خداى دې هېڅ پوره نه كړي.
امريكا او شته نور نړيوال هم د خپلو ګټو سيوري ته ناست دي، نه پوهېږم چې موږ ته خداى څه ډول خاوره په نصيب كړې ده، چې د هر چا ارامۍ يې د دې خاورې په ناكرارۍ پورې تړلې ده.
نړيوال او په ځانګړې توګه امريكا سوله د افغانانو لپاره نه بلكې د ځان لپاره غواړي. دوى د دې په كيسه كې نه دي، چې دا وران افغان ودان كړي، بلكې په دې هڅو كې دي، چې ټولې هغه احتمالي لارې بندې كړي، چې تر دوى ناارامۍ رسولى شي. ځكه خو يې په خپله خوښه او له خپلو لارو له وسلوالو طالبانو سره له قطر كې د سولې كړكۍ پرانيسته او په نېغه يې داسې خبرې ورسره پيل كړې، لكه د وسلوالو طالبانو ټول ورانۍ چې په افغانستان كې نه بلكې په امريكا كې تر سره كېږي او نېغ ه نېغه يې دوى ته زيان رسېږي.
خو ستونزه دا ده، چې پردي خو پردي نو موږ ولې د هغو انسانانو په څېر فكر نه كوو، چې له ټولو ډېر سولې ته اړتيا لري.
هېڅ مو پام نه دى؛ خو زموږ تر منځ د باور ټولې پولې نړېدلې دي او د دې پولو د نړېدو بنسټيز لامل زموږ په فكرونو كې د افغانيت نشتوالى دى.
بل خوا د سولې په روانو هڅو كې له ټولو مهم اړخ افغان دولت دى، چې په نړيواله كچه د افغان ولس د استازيتوب سند يې په لاس كې دى، خو ډېرى چارې يې د خپل ځان د سپين ساتلو په موخه روانې وي او د افغانيزم څرك پكې خورا كم وي.
د دولت ډېرى نړيوالې او كورنۍ چارې د كمزوري مديريت او د مضر احتياط له امله په داسې لارو تر سره كېږي، چې د اوسني دولت د بقا تومنه پكې وي، نه دا چې د افغانيزم يو ستره بېلګه يې وګڼو.
كه رښتيا هم موږ د خپل هېواد د ساتنې او پرمختګ فكر ولرو، كه رښتيا هم مو د دې هېواد د ابادۍ لپاره سياسې ډله جوړه كړې، كه رښتيا هم د دې ولس په رښتيو رايو په څوكۍ ناست يوو او كه رښتيا مو هم د افغانيت او ازادۍ په نامه ټوپك ته لاس كړى؛ نو د خپلمنځي لرېوالې پولې بايد ړنګې كړو او يو بل ته دومره سره نږدې شو، چې پخپل ځان باوري شو.
دا فكر بايد له دماغو وباسو، چې هره چاره دباندنيو پورې اړه لري، كه هغوى وغواړي نو سوله راتلى شي كنه نو هېڅ نه كېږي. سمه خو دا ده، سوله زموږ ده او ستونزې يې هم موږ زېږولي دي او د لارې حل يې هم موږ پيدا كولى شي.