- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد عیسی مومند
- 1163
ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت پراخوي. د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د رپوټ لهمخې، ټاکل شوې د ډسمبر میاشتې په لومړۍ او دویمه د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ناټو ماموریت د پراخوالي په برخه کې وروستۍ خبرې وشي.
د ډي پي اې د رپوټ پر اساس ناټو په دریو برخو کې خپل ماموریت پراخوي:
• له افغان امنیتي ځواکونو سره د استخباراتي مالوماتو شریکول؛
• په جګړه کې ونډه او د جګړې په سیمه کې د ناټو ځواکونو مېشتېدل او د ځواکونو زیاتوالی.
• د هوايي بریدونو په برخه کې د مرستې زیاتوالی.
په دې لیکنه کې پر همدغو څلورو محورونو تم کېږم.
د استخباراتي معلوماتو شریکول
د استخباراتو او اطلاعاتو په برخه کې افغانستان له مشخصو ستونزو سره مخ دی:
۱- په ۱۹۹۲ کال کې مجاهدینو ته د واک په سپارلو سره د دولت د نورو ارګانونو په څېر خاد (خدمات اطلاعات دولتي) هم دړې وړې شو. نه یې پخواني اسناد پاتې شول، نه پخواني کدرونه او نه هم پخواني امکانات. د مجاهدینو واکمنۍ پر مهال استخباراتي فعالیتونه پر ډلو متمرکز شول. د پېښور او تهران له ۱۴ جهادي ډلو څخه هر یوه یې ځان ته استخباراتي تشکیل درلود او په غیرمسلکي توګه یې دغې چارې ته دوام ورکړ. د طالبانو واکمنۍ پر مهال هم دغه ستونزه موجوده وه، خو وروسته له هغه لا جدي شوه چې دغه ډله په بشپړه توګه د پاکستان د استخباراتو تر کنټرول لاندې راغله او د پاکستان نقشې یې عملي کولې.
د نوي نظام په راتګ سره د ملي امنیت لوی ریاست په اډانه کې ځینې کارونه تر سره شول، خو د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو په څېر په دغه ریاست کې هم کار شکنۍ موجودې وې چې له یوې خوا یې په مستقیمه توګه د دغه ارګان پر کاري ظرفیت اغېز درلود او له بلې خوا په ملي امنیت کې د غیرمسلکي کسانو راټولېدل هم پر ظرفیت خپل اغېز درلودلی دی.
بل لور په دغه ریاست کې د دریو نسلونو (د واد، خاد، کام او اګسا پخواني غړي، جهادیان او ځوانان) موجودیت او د رهبرۍ په سطحه کې د دغو نسلونو ترمنځ نه همغږي، د دوی فکري او سلیقوي برخوردونه او ځینې نور موارد د ملي امنیت د کمزوري کېدو یا لږ تر لږه د کمزوري ښودلو له اصلي عواملو څخه شمېرل کېږي چې په لنډ وخت کې دغه تشه نه شي ډکېدای.
۲. د افغانستان استخباراتي اداره د امکاناتو له اړخه کمزوري ایسې. دغه اداره په دې توانېدلې چې ځینې ترهګریز فعالیتونه شنډ کړي. د یادې ادارې مسوولینو په وار وار ویلي، تقریبا ۸۵ فیصده ترهګریز بریدونه یې شنډ کړي، اما د ملي امنیت دنده یوازې د ترهګریزو بریدونو شنډولو کې نه شي خلاصه کېدای، بلکې د سازمان شویو جرایمو پر وړاندې مبارزه، د ملي ګټو ساتنه، او د بهرنیو تېریو پر وړاندې اطلاعاتي دفاع د یاد ارګان له اساسي دندو څخه شمېرل کېږي.
اما د ظرفیت له ستونزې ورهاخوا د امکاناتو نشتوالی د دې لامل شوی چې دغه اداره په دې بریالۍ نه شي څو خپلې دندې په سمه توګه تر سره کړي.
په دې خبرې توافق موجود دی چې د ناټو د امکاناتو په پرتله د ملي امنیت ادارې امکانات په نشت حساب دي.
د هېواد اوسنیو امنیتي ستونزو ته په کتو سره دا یوه ضرورت دی چې امکانات باید ورکړل شي، خو پوښتنه دا ده چې له کومه ځایه؟
ظاهرا ناټو او امریکا چمتو نه ده چې د امکاناتو او استخباراتي تجهیزاتو په برخه کې له ملي امنیت سره مرسته وکړي.
د ناټو او امریکا چارواکي په دې نظر دي چې په اوسنیو شرایطو کې نه شي کولای له دغه ارګان سره د استخبارتي تجهیزاتو مرسته وکړي. په دې مانا چې ملي امنیت دې په خپلو اوسنیو امکاناتو سره خپلې دندې ته دوام ورکړي.
اما بل لور ته د هېواد شرایط نازک ښودل شوي. له یوې خوا د طالب، داعش او نورو ډلو موجودیت او له بلې خوا د دوی ترمنځ د ناټو غړیو هېوادونو استخباراتو نفوذ او د دوی امکاناتو ته په کتو سره، د استخباراتي مالوماتو شریکول حتمي برېښي.
۳. په لویه کې ملي امنیت له نورو امنیتي ارګانونو سره سمه همغږي نه لري. د همغږۍ نشتوالی د دغو ارګانونو د فعالیت د پڅوالي په مانا دی.
د همغږۍ رامنځته کول یوه جدي اړتیا ده، خو د دفعتا لپاره د استخباراتي مالوماتو شریکول لا جدي او اساسي ضرورت ګڼل کېدای شي.
په جګړه کې د ناټو د ونډې زیاتوالی
افغان ځواکونه په ټولې مېړانې د وسله والو مخالفینو پر ضد جنګېدلي او طالب او داعش یې ځپلي دي، خو د ۲۰۱۵ کال له پیل سره جوخت چې د ټول هېواد امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې، د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېره هم لوړه شوه.
پر مخکېني حکومت دا نیوکه پر خپل ځای ده چې په سمه توګه یې امنیتي چارې نه دي ترلاسه کړي او لا افغان امنیتي ځواکونه چمتو نه ول چې د ټول هېواد امنیتي چارې ترلاسه کړي چې وروسپارل شوې.
د تجهیزاتو نشتون هغه څه دي چې لا هم د افغان ځواکونو پر وړاندې د یوې ننګونې په توګه مطرح دي. په دې لړ کې د جګړې په ډګر کې د ناټو د ځواکونو موجودیت دوه مشخصې پایلې له ځانه سره درلودای شي:
۱. بهرني ځواکونه په ښه توګه جګړې ته روزل شوي. له روزنې ورهاخوا دوی پر هغو پرمختللو وسلو سمبال دي چې لا یې افغان ځواکونو ته نه دي ورکړي. د جګړې په ډګر کې د دوی حضور کولای شي چې جګړه د افغان حکومت پر نفع بدله کړي.
دغه مثبت بدلون به هغه وخت لا اغېزمن وي چې ناټو ځواکونه ټولو جنګي قوانینو ته درناوی وکړي، د افغانانو د ځورنې لامل نه شي، د تېرو ۱۳ کلونو په څېر د غلطو مالوماتو پر اساس عملیات تر سره نه کړي او د دوی عملیات یوازې د افغان دولت پر وسله والو مخالفینو متمرکز وي.
۲. د جګړې په ډګر کې له افغان دولت سره د ناټو مرسته طالبانو، داعش او د دوی ملاتړو هېوادونو ته مشخص پیغام له ځانه سره لري: (طالبان دې د افغانستان د نیولو خوب نه ویني او ملاتړې دې يې د ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس پر سر شي.) له دې ورهاخوا دغه اعلان د دې ښکارندويي هم کوي چې د امریکا په مشرۍ ناټو په خپل دریځ کې بدلون راولي.
هوايي مرسته
د ملي اردو اصلي مشکل د هوايي ځواک نشتوالی بلل کېږي. که څه هم په وروستیو کې هڅې شوي چې له هند، برازیل او امریکا څخه جنګي چورلکې او الوتکې ترلاسه کړی شي او په دې برخه کې دغو هېوادونو ژمنې هم کړي، خو لا هم عملي ګام نه دی پورته شوی. اما بل لور ته جګړې شدت موندلی او طالبانو هم اعلان کړی چې حتی په ژمي کې به هم جګړې دوام ورکوي.
نو آیا کېدای شي افغان ځواکونه یوازې په سپکو وسلو د دوی مقابله وکړي؟ په داسې حال کې چې تقریبا د وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو وسلې ورته والی والي، څنګه کېدای شي وسله وال مخالفین وځپل شي؟
د کندوز د پېښې حقیقت موندونکي پلاوي یادونه وکړه، که د ناټو هوايي مرسته نه وی، نو د کندوز د جګړې پایلې به برعکس وې. (طالبانو به نورې سیمې هم نیولې وای.)
په اوس وخت کې افغان ځواکونه د طالبانو او داعش ډلې ځپلو لپاره هوايي ځواک ته جدي اړتیا لري. له دې امله چې افغان ځواکونه هوايي قوت نه لري، نو د ناټو هوايي قوت، د یوه ښه بدیل په توګه مطرح دی.
نتېجه
جګړه د حل لاره نه ده. د افغان چارواکو په ګډون تقریبا ټول هغه هېوادونه چې له افغانستان سره په تماس کې دي، دې نتیجې ته رسېدلي چې جګړه د حل لاره نه ده او باید د افغانستان کشاله د خبرو له لارې اواره شي.
د افغانستان په جګړه کې د ناټو فعالیت زیاتوالی د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان کې به جګړه دوام لري. د جګړې دوام د افغانانو غوښتنه هم نه ده، نو څه باید وشي؟
افغان حکومت ویلي، سولې ته تیار دی، خو د هغو کسانو پر ضد به هم اقدامات کوي چې د افغانستان پر وړاندې درېدلي دي.
هغوی چې د افغانستان پر وړاندې درېدلي، له ځپلو پرته بله چاره نه لري.
د سولې لپاره پوځي فشار مهم دی، خو له دې مهمه مسله د طالبانو پر ملاتړ په مشخصه توګه پر پاکستان د سیاسي فشارونو زیاتول مهم دي. لازمه دا ده چې ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت له پراخوالي سره جوخت پر پاکستان هم فشار راوړي چې د طالبانو او ترهګرو له ملاتړو دې لاس پر سر شي. له دې پرته جګړه غځېدونکې ده.
سرخط ورځپاڼه