يوه مهمه، خو هېره شوې اړتيا


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد میرویس یوسفزی
  • 1249

 په یوویشتمه پېړۍ کې ژوند په ټيکنالوجي پورې تړلی، څومره چې یو هېواد پرمختللې ټيکنالوجیکې اسانتیاوې ولري، هغومره یې کارونه چټک، شفاف او له اسانتیاوو ډک وي، ځکه ویل کېږي چې په یوویشتمه پېړۍ کې پرمختللی او متمدن ژوند د هغو ملتونو دی چې مالوماتي ټيکنالوجي یې په لاس کې وي.

د افغانستان د مالوماتي ټیکنالوجي او مخابراتو وزارت په هېواد کې د دې برخې لومړنۍ مرجع او د خدماتو وړاندې کوونکې اداره ده، دا وزارت چې نورو افغان ادارو او د هېواد ټولو برخو ته د مالوماتي ټیکنالوجي د رسولو مسوولیت لري، د دې ټیکنالوجي په ښه رسولو سره په چارو کې ګړندیتوب، د اداري فساد د مخنیوي او ښې حکومتولۍ په پیاوړی کولو کې اغېزناک رول لرلای شي.
دغو هیلو ته در سېدلو لپاره په کار ده چې په افغانستان کې د مالوماتي او مخابراتي ټيکنالوژي په برخه کې په لوړه کچه او په نړیوالو معیارونو سمبال یو څېړنیز مرکز یا (ICT/IT Research Center) جوړ شي.
څېړنیز مرکز(ICT/IT Research Center)
د دې لپاره چې د مالوماتي ټيکنالوجي او مخابراتو وزارت نورو وزارتونو او ادارو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي او همدارنګه نور وزارتونه او ادارې خپل سټراټیژیک پلانونه په ښه، موثره او موثمره توګه ترلاسه کړي، نو یو تحقیقي مرکز ته چې په نړیوالو معیارونو برابر او په لوړو او ورستیو ټيکنالوجیکي وسایلو سمبال وي، اړتیا شته.
۱ ـ دا مرکز به په پرمختلليو او د ورځې په ټيکنالوجیکو وسایلو سمبال وي چې کاري ډله یې خپل پلانونه او پروګرامونه سم پلي کړي.
۲ - دا مرکز باید د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجي وزارت او یا هم د چارو ادارې په انګړکې وي چې د انټرنیټي او فزیکي امنیت او برېښنا له اړخه مطمین ځایونه دي.
۳ ـ دا څېړنیز مرکز به یو مشر، دوه مرستیال مشران او د څېړونکيو ډله ولري چې د هرې ادارې ټیکنالوجیکې اړتیاوې او لومړیتوبونه ارزوي او د هوارولو لپاره به یې ګام پورته کوي.
۴- د څېړنو د ښه پرمخ بېولو او ښه منجمنټ په موخه به په څېړنیز مرکز کې وزارتونه او ادارې په مختلفو کټګوریو ووېشل شي.
۵- د وزارتونو او ادارو له اړتیا سره سم دې په هماغه مشخصه برخه کې د ICT/IT متخصیصین وګمارل شي. 
دا متخصیصین باید لوړې زده کړې ولري اولاندېني کارونه پر مخ بوځي.
د څېړونکيو دندې او وړتیاوې:
• هر څېړونکی باید په اړونده برخه کې د ماسټرۍ او یاهم دوکتورا زده‌کړې ولري. په اړونده برخه کې بايد کاری تجربه هم ولري.
• د اړوند وزارت له سټراټیژي سره سم په هماغه برخه کې خپلې څېړنې پیل کړي. دا څېړنې باید په داسې ډول وي، تر څو اړوند وزارت څنګه کولای شي د ICT/IT پر مټ خپل سټراټیژیک اهداف په موثره او مثمره توګه تر لاسه کړي.
• هر څېړونکی باید خپل کاري پلان او راپور د خپل مشر له لارې دICT/ITله ګډ کمېسیون سره چې د مختلفو وزارتونو له مشرانو به جوړ وي، شریکوي او د هغوی له نظریو سره سم به څېړنې پرمخ وړي.
د وزارتونو کټګورۍ:
که په کاري ساحه او خدماتو وړاندې کولو کې نږدې وزارتونه په یوه کټګورۍ کې راشي، دا به ګټور په دې وي چې د دوی شریکې ستونزې او نیمګړتیاوې په اسانه ځواب شي.
• لوموړی کټګوري- هغه وزارتونه چې ډېری تجارتي او اقتصادي چارې پر مخ وړي، لکه اقتصاد، تجارت او صنایع، مالیه، ټرانسپورټ او هوايي چلند.
• دویمه کټګوري- هغه وزارتونه چې زراعتي او د کانونو په برخه کې کار کوي. مالدارۍ او کرنې وزارت، کانونو او صنایعو وزارت، اوبو او برېښنا وزارت.
• درېیمه کټګوري- هغه وزارتونه چې ټولنیزې او پراختیايي چارې پر مخ بیایي. کار او ټولنیزو چارو وزارت، د ښځو وزارت، حج او اوقافو وزارت، قبایلو چارو وزارت، د کډوالو چارو وزارت، د نشه‌یي توکيو پر ضد د مبارزې وزارت، روغتیا وزارت.
• څلورمه کټګوري- د پرمختیایي چارو وزارتونه، لکه ښارجوړونې وزارت، فواید عامې وزارت، کلیو پراختیا وزارت، د بېړنیو چارو وزات.
• څلورمه کټګوري- کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، ملي امنیت ریاست.
• شپږمه کټګوري- ملي شورا، عدلیې وزارت، ستره محکمه، قضا او څارنوالي.
• اوومه کټګوري- د بهرنیو چارو وزارت، له نړیوالو او سیمه‌ییزو ادارو سره ارتباط.
• اتمه کټګوري- د پوهنې، لوړو زده‌کړو او کلتور وزارتونه.
بودیجه:
د دې لپاره چې هر وزارت یا هم اداره خپل مسوولیت او صلاحیت احساس کړي او خاصه پاملرنه د ICT/IT پرمختګ لپاره ولري، نو باید هر کال له خپلې انکشافي بودیجې څخه یوه اندازه د هغوی د تحقیقاتو برخې ته ځانګړې کړي.
دا بودیجه باید د مالي ګډ کمېسیون له لاري په مصرف ورسول شي او راپور يې مالیې او اړوندو وزارتونو او اداروته ورکول شي.
د دې طرحې په عملي کېدو سره به له یوې خوا په افغانستان کې مالوماتي او مخابراتي ټيکنالوجي پرمختګ وکړي او له بلې خوا به د افغانستان ټول وزارتونه او ادارې د مالوماتي او مخابراتي ټيکنالوژي پر مټ له نړیوالو معیارونو او تجربو سره سم خپل اهداف په موثره او مثمره توګه ترلاسه کړي.
سرخط‬ ورځپاڼه