- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ذبيح الله احساس
- 1096
د سيداباد د ملي اردو د کنډک مرمۍ په دې موخه له توپکه نه وه وتې چې خپل ګلالي ماشومان دې شهېدان کړي، دغه مرمۍ خو د بدرنګه دښمن د بربادۍ لپاره وه؛ خو په دغه ورځ مو دښمن پرته له کوم لګښته سورمخ د خپلې جنګي سوړي په لوري وخوځېد. هغه ساګانې، چې وسلهوال دښمن بندولې، نن د وسلهوال ساتونکي يوې کرغېړنې سهوې بندې کړې.
همدا ده چې دوه زيانونه مو وکړل؛ هم مو دښمن ژوندی ووت او هم مو په خپله توره راتلونکی لاس غوڅ کړ.
په روانو حالاتو کې چې د جګړې له لارې د جګړې د ډب کېدو له مجبوريت سره مخ يوو او په همدې جبر کې دې ته هم اړ يوو چې هم دې د وطن سياسي ثبات وساتوو او هم د وطن اوسېدونکي؛ نو د سيداباد د ماشومو شهيدانو پېښه مو په هراړخيزه توګه فکري ثبات له منځه وړي.
همدا حالت دی چې بايد زغم ولرو او د اوښتي زيان تر څنګ د دښمن په ګټه بله چاره تر سره نه کړو.
نږدې يوه اوونۍ وړاندې، د سيداباد د اوتړيو کلي د جومات دېوالونو ته د دښمن د وحشت په دايره کې بندو انسانانو ډډې وهلې وې او د ژوند د خوږو ترخو تر منځ د توپير رنګ پسې يې فکر ځغلاوه.
ماشومان، چې د جګړې له اور سره بلد نه وو، نن يې پيتاوې ته ماشومانه کوډلې جوړولې او راتلونکي تصويرونه يې کښل؛ خو د هاوان د مرمۍ له يو ډز سره دغه لنډمهالې خيالۍ دنياګۍ لولپه شوه.
لس تنه بېچاره افغانان شهيدان شول، اته پکې بېخبره سپېڅلي ماشومان وو، ممکن په دوی کې يو د افغانستان د راتلونکی د سر سړی هم و؛ خو له وخته وړاندې شهيد شوو.
د خاورو په دوړو او د چغو په شور کې د جسدونو راټولونکو هيڅکله دا ګمان نه کاوه چې دغه مرمۍ دې زموږ خپله مرمۍ وي؛ خو همداسې وه، د ملي اردو د کوم سرتېري ګوته ښويېدلې وه، د دښمن وينې ته تږې مرمۍ نن د هماغه ولس غاړه پرې کړه چې وحشي دښمن ورپسې لاس په چاړه ګرځي.
د ملي اردو دغه ناپړيته سهوه بايد ومنو او حکومت پرې اعتراف وکړي، بلکې بخښنه وغواړي.
خو موږ بايد د حکومت په بخښنې بسنه و نه کړو. په بخښنو د جګړې مخه نه ډب کېږي او نه د دې تضمين شته چې بيا به دښمن ته جوړه مرمۍ زما پر سينه نه خښېږي.
د عامو خلکو په توګه حق لرو چې له حکومت څخه د سوکاله ژوند لپاره کار وغواړو.
د همدې کار لپاره يوه مسله ډېره اړينه ده چې د سيداباد په څېر د پېښو د مخينوي يوه چاره همدا ده چې د دښمن پر وړاندې حکومت د حکومت په څېر جدي چلند ولري او موږ د دې وطن د بچيانو او ولس په توګه دښمن وپېژنو.
په دې فکر وکړو چې دښمن زموږ د ولسي مجبوريت له امله پر حکومت برلاسی کېدای شي او همدا مجبوريت مو له حکومت سره شريک کړو چې پرته له دې بله چاره نه شته ده.
موږ جګړې ځپلې يوو، له ورته مرګونو او کړاونو سره مو خوی اخيستي او همدا خوی مو تر ټولو ستره نيمګړتيا ده.
د جګړې د ډب کېدو لپاره چې د حکومت پاليسي او د امنيتي ځواکونو هڅې څومره اغېز لري، همدومره د ولس سياسي او فکري ويښتابه د دې مسلې ژور اړخ دی.
له ولسمشر څخه مننه چې د وردګو ولايت له مشرانو سره يې د همدې پېښې په تړاو له عاملينو سره د قانوني چلند وعده کړې ده. بايد له هغه کنډک، د کنډک له قومندان او له همدې سرتېري چې د هاوان مرمۍ يې توغولې پوښتنه وشي چې ولې!؟ بايد سزا ورکړل شي.
تر کومې به د ودرګو د ماشومانو، د زابل د لارويو او د پکتيکا د لوبغالي په څېر مرګوني پېښې کېږي چې موږ د وطن په اړه فکر کولو باندې مجبور کړي.
زموږ له ټولو جدي نيمګړتيا دا ده چې وطن ته د وطن په ارزښت نه، بلکې د يوې خيراتي ټوټې په څېر ګورو.
دا راڅخه هېره ده، چې دا وطن زما ملکيت دی او خپل ملکيت بايد په خپله وساتم.
بيا هم د دوو زيانونو خبره کوم چې د مرګونو پېښو پر مهال هم د وسلهوال دښمن پر لوري ولاړ پاتې کېږو. هم مو وژني او هم يې ننګه کوو.
په هغه نقشه ځو، کومه چې د دې خاورې دښمن د همدې لپاره کښلې چې زما او زما د حکومت تر منځ واټن لا پسې زيات کړي.
تر کومې چې د يو ملت په توګه د ښوونکي، محصل، کروندګر، دوکاندار، سوداګر، سياستمدار، خبريال او د عادي افغان انسان په نامه پر حکومت د چارو د سمون لپاره فشار رانه وړو، نو دا حالت به همداسې روان وي.
موږ بايد د يو سپېڅلي افغان په توګه د خپلې اردو د ساتنې او ارزونې په موخه د سيد اباد د پېښې د عاملينو د محکمې او سزا غوښتونکي وو اوسوو؛ نه د يو وسلهوال دښمن د ملاتړي په توګه چې پورته شوی غږ مو نېغ په نېغ د دښمن د مرمۍ په څېر د ځوان کهول ګلالي فکرونه نسکور کړي.
کنه د جګړې له لارې د جګړې د ډب کېدو مجبوريت به لا لولپه کړي.
سرخط ورځپاڼه