- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- جاوېد واک
- 1083
د افغانستان په شمال کې د روانې تپل شوې جګړې او پېچلي وضعيت د اوږدېدو لپاره، ځينو بهرنيو استخباراتو، وسلهوالو مخالفينو او سيمهييزو زورواکو هڅې پيل کړې او له بېلابېلو لارو غواړي چې پر دغه جغرافيه د جنګ بله شوې لمبه توده وساتي.
دا چې په وروستيو دوو کلونو کې ولې شمال د جګړې محور وګرځول شو، په اړه يې ډېر بحثونه شوي چې موږ دلته نه ورباندې غږېږو؛ خو دا چې د دې جګړې د دوام لپاره څه هڅې روانې دي، همدې موضوع ته تم کېږو.
په تېرو نږدې لسو کلونو کې د افغانستان په جګړه کې ټروريسټانو ته تر ټولو ستره مالي سرچينه د مخدره توکو کرکېله او قاچاق وه چې له همدې لارې به يې خپلې ډېرې مالي چارې تمويلولې.
د راپورونو له مخې، وسلهوالو يوازې په هلمند کې د تارياکو له لارې دومره پيسې لاسته راوړلې چې د ټول جنوب د جګړې د دوام لپاره کافي وې.
دمګړی هڅې کېږي چې همدا تجربه په شمال کې هم تکرار شي چې افغان دولت يې بايد د مخنيوي په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
دا چې په شمال کې د کوکنارو د کرلو موسم دی او په اګاهانه ډول جګړه دومره توده ساتل شوې چې دولت د دغه بوټي د کرکېلي د مخنيوي لپاره هيڅ ډول ګام نه دی پورته کړی؛ نو له دې مالومېږي چې شمال له دې نه هم د سختو ورځو په انتظار دی.
کندوز، فارياب، بغلان او سرپل هغه ولايتونه دي چې اورپکي ډېر پکې فعال دي او په دويم ګام کې بدخشان، جوزجان او بلخ هغه ولايتونه دي چې د جګړې پر مرکزونو د بدلېدو لپاره يې هڅې کېږي.
د پورته يادو شويو ولايتونو ډېری کرنيزې ځمکې د کوکنارو پر تخم تورې شوې چې د يوې بدې راتلونکې پيلامه يې بللای شو.
په هغو سيمو کې چې د وسلهوالو مخالفينو په لاس کې دي، خلک مجبور کړای شوي دي چې پر خپلو ځمکو د کوکنارو تخم وشيندي او همدا راز په دغو ولايتونو کې ډېری دولتي ملکيتونه، وسلهوالو خلکو ته د دې لپاره ورکړي چې کوکنار پرې وکري.
سره له دې چې په تېرو کلونو کې په شمال کې د مخدره توکو په کرکېله کې د پام وړ کمښت راغلی او دليل يې هم له خلکو سره د څه ناڅه بديلو تخمونو مرستې وې؛ خو سږ کال دولت په يوې پېچلې جګړې کې ښکېل شوی او له امله يې دغې برخې ته ډېره پاملرنه نه ده شوې.
په کليو کې د کارونو نهشتون، له ځمکو څخه د لاسته راغليو حاصلاتو ټيټ قيمت، له قانون څخه د عامو خلکو ناخبري او په کليو او بانډو کې د وسلهوالو شتون د دې لاملونه دي چې يو ځل بيا يې د شمال ډېری زمينداران پر خپلو ځمکو د کوکنار د بوټي کرلو ته اړ ايستلي دي.
د کره شواهدو له مخې، په هغو سيمو کې چې د وسلهوالو په لاس کې دي او يا هم د دولت مخالفين پکې نفوذ لري، خلکو ته ويل کېږي چې پر خپلو ځمکو دې تارياک وکري او دوی يې د حاصل تر اخيستلو پورې د ساتلو ضمانت کوي، په دې شرط چې بيا به د حاصل پر وخت وسلهوالو ته د هغوی حق ورکول کېږي چې په دې ډول په مستقيم ډول د لاسته راغليو کوکنارو نيمايي يې د وسلهوالو مخالفينو لاس ته ورځي.
بله مهمه موضوع دا ده چې همدا راز خلکو ته ويل شوي چې د کوکنارو د حاصل تر اخيستو وروسته به نړيوالو قاچاقبرانو ته زمينه برابرېږي؛ تر څو شمال ته راشي او له خلکو څخه په لوړه بيه د هغوی تارياک واخلي چې دا خبر هم د مخدره توکو د کرکيلې په زياتوالي کې خپل رول لري.
درېيمه مهمه خبر دا ده چې بيا به هم له همدې لاسته راغليو تارياکو څخه يوه زياته پيمانه د عشر او زکات په نوم د وسلهوالو مخالفينو جېبونو ته ورځي چې د شمال د جګړې د دوام لپاره کفايت کوي.
د بدمرغۍ مسله دا ده چې د پورته يادو شويو شمالي ولايتونو په کليو کې د دولت د وسلهوالو مخالفينو تبليغاتي بڼه دومره قوي ده چې د خلکو پر افکارو يې دروند سيوری غوړولی او په مقابل کې يې دولتي هغه د نشت برابر حساب دي.
په دويمه کټګوري کې بيا سيمهييز زورواکي، پخواني قومندانان او قاچاقبران دي چې په شمال کې يې د خپلو منافعو د خوندي کولو لپاره مټې را بډ وهلې دي.
دوی هم په جنګ کې د دولت له ښکېلتيا څخه ګټه اخلي او د خپلې غيرقانونې ګټې وټې د غځولو فکر ورسره دی.
دغو خلکو د شمال ډېری للمي ځمکې غصب کړې، کروندګرو ته يې لګښتونه ورکړي او هغوی يې د کوکنارو کرلو ته هڅولي دي.
دغه ډله خلک هم بيا په خپل نوبت د کوکنارو د حاصل پر وخت وسلهوالو ته حق ورکوي او هم نړيوالو بازارونو ته د مخدره توکو په انتقال کې د دولت له مخالفينو سره مرسته کوي.
ګډو ګټو په شمال کې د دولت ټول مخالف قطبونه سره يو ځای کړي او هغوی په دې هڅه کې دي چې اوبه خړې کړي او ماهيان پکې ونيسي؛ نو دولت ته په کار ده، د دې لپاره چې د مخالفينو د اوړي د جګړې مالي سرچينې يې کمې کړې وي، بايد په شمال کې په پراخه کچه د کرل شويو کوکنارو د له منځه وړلو لپاره ګام پورته کړي او په دې برخه کې د ملي سرتېرو تر څنګ د سيمه ييزو پوليسو ځواک هم ورسره دی چې که ښه مديريت يې وشي؛ نو کم تر کمه به د دولت تر ولکې لاندې سيمو کې، د کوکنارو جرړې ووايستل شي.
سرخط ورځپاڼه