- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- استاد حبيب الله رفيع
- 1054
ارواښاد عبدالمالک فدا د پښتو يو پياوړی او انقلابي شاعر و چې د شلمې پېړۍ په منځ کې يې ژوند کاوه، دی د خپل وخت ناوړو سياسي او ټولنيزو شرايطو ډېر ځورولی و؛ نو د لوی خدای دربار ته يې د زړه له اخلاصه دعا کړې وه؛
دا دنيا کړه ورانه ور په سر د غم کڅوړه کړه
نوې دنيا جوړه کړه! ربه د دنيا
پاکه خپله ځمکه د بېننګه زلمي، زوړه کړه
بله دنيا جوړه کړه! ربه د دنيا
زه هم په خپل وار د ده پاکې اروا ته په دعا کولو سربېره، دا مسرۍ په لږ تغير را غبرګوم او مطلب مې له شورا نه د سولې عالي شورا ده چې له جوړېدو سره يې ورځ په ورځ زموږ هېواد ته جنګونه راوړي او په بدبختيو يې اړولي يوو.
دا ځکه چې دا شورا د سولې لپاره نه، د فساد او جګړې لپاره جوړه شوې، ورته راغليو اکثرو کسانو يې په سوله عقيده نه درلوده، د ډالرو کړپ کړوپ ورته را جذب کړي وو، حتی جوړښت يې يوه يو مليارډ ډالري پروژه وه، نه د سولې پروسه.
له سره يې را نيسو، رباني صاحب د جنګ سړی و، له امريکايي وروڼو(!) يې غوښتل چې پر طالبانو درانه درانه بمونه راوغورځوي او ده ته د را تلو لار خلاصه کړي، يوازې دی، نه بلکې د ډلې او جمعيت ملګرو يې هم د سولې فکر نه درلود او سوله يې نه غوښتنه، ځينې ملګري يې دومره افراطي وو چې هر پښتون ورته طالب اېسېده او د کرزي صاحب په کابينه کې پښتانه وزيران يې نيکټاييلرونکي طالبان بلل او د امرالله صالح په صراحت چې تر موقوفېدو وروسته يې وويل، دوی هيڅکله د سولې لپاره هڅه نه ده کړې.
دوی سوله ځکه نه غوښته چې له يوې خوا له طالبانو سره دښمنان وو او له بلې خوا د بن پرېکړې دوی ته د حکومت ټولې مهمې او غوښنې څوکۍ ورکړې وې، نو که طالبان راتلای، دوی بايد څوکۍ ورسره شريکې کړې وای، د همدې انحصار د ساتلو لپاره يې هم سوله نه غوښته.
د سولې په شورا کې نور هم اکثره هغه کسان وو چې د سولې د شورا يوميليارډي بوديجې ته يې سترګې نيولې وې او د سولې لپاره يې نه خوځښت کولای شوای او نه يې له طالبانو سره د مخامخ کېدو جرات درلود چې په دې کې له طالبانو نه را تښتېدلي کسان هم وو.
اوس چې يو ځل بيا د سولې خبرې کېږي او د قطر د دفتر جوړېدل او له پاکستان او طالبانو سره کښېناستل مطرح شوي؛ نو ښکاري چې موجوده حکومت دا شورا ترميم او فعاله کړي او خصوصاً د ټاپي د پروژې له پيلېدو سره چې افغانستان يې د يونيکال او برايډ د کمپنيو د رقابت له امله د جګړو ژبغړاند اور ته ورټېله کړ، اوس داسې زمينه پيدا شوې او پاکستان ژمنه کړې چې په طالبانو به فشار راوړي چې دا پروژه چې د پاکستان ګټې هم پکې دي، کاميابه شي.
نو د افغانستان حکومت هم بايد يو مثبت ګام واخلي او د سولې شورا د پروژې له شکل نه د پروسې شکل ته راوباسي، له بېخه يې ورانه کړي، هېواد او سولې ته ژمن کسان پکې را غونډ کړي، ډالري هوايې معاشونه ورته لږ کړي او دا پروژه په اخلاص او صداقت پر مخ ولاړه شي.
دا کسان به له طالبانو او ټولو مخالفانو سره کتلای او غږېدلای شي، د دولت او دوی تر منځ به د منځګړي په توګه غوښتنې تبادله کوي او بالاخره د سولې يوې ګټورې ناستې ته به لاره هواروي، په نتېجه کې به د څلورو له مصلحت نه سوله راوځي او دا د ډالرو سوداګري به ختمېږي.
د لمانځه تر قضا دا قضا ده ګرانه
چې قضا شي د څلورو مصلحت
خوشال بابا
سرخط ورځپاڼه