www.spogmai.com
دسپوږمۍ وېبپاڼې دپرليکه کېدوله امله خپلې ډېرې ښې مبارکۍ ددغې پاڼې چلوونکو اوټولو پښتو ادب مينه والو ته مخې ته ږدم.
سپېنې سپوږمۍ حال راته وايه
چې پښتانه دپښتو څه کوي سوچونه
ددغې پاڼې په جوړولو کې بياهم دتکړه بااحساسه پښتانه ملګري ښاغلي تيموشاه يوسف زي هڅې او همکاري دخبرو اويادولو په پيل کې ځاي لري چې دتل په څېر يې بياهم مينه کړي او ددغې پاڼې په جوړولو کې يې خپلې وروستي هڅې په کار اچولي دي چې نه غواړم يوازي دوينا په مننه ځان خلاص وگڼم ، دبېټ نيګه ددعا هغه برخه ورته په خطاب کې وايم چې داوګړي ډېر کړي خدايه – لويه خدايه لويه خدايه.
په پاي کې بياهم دډېرو ښو مبارکيو سره سره په دې هيله يم چې دغه پاڼه دپښتو ادبياتو او دانټرنټ په خوره وره نړي کې وکولى شي دلوستونکو مينه والو غوښتنې پوره کړي.
په درنه پښتنه مينه