- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ذبيح الله احساس
- 1091
د اقتصادي اړخ تر څنګ د ټاپي پروژې له پيل کېدو سره افغانستان په سيمهييزه کچه د هغو هېوادونو د سالمې ګټې لار پرانېزي چې لا هم له موږ سره په جګړه کې ښکېل دي.
موږ له جګړو وروسته په لومړي ځل لکه د ورېښمو لار د وخت په څېر د افغانستان د اقتصادي ځواک اړخونه سپړوو.
که ځيرک وو اوسو د جګړې ځينې سوړې پرې بندولای شو. د ټاپي د پرانيستې نېټه؛ د ۱۳۹۴لمريز د لېندۍ ۲۲مه، د افغانستان د اقتصاد او ثبات د برخليک د بدلېدو په ورځ بدلولای شو.
هند او پاکستان، چې له بېلېدو سره سم يې د تربورګلوي د پالنې يوه سيمه زموږ خاوره ده؛ نن دغه دواړه هېوادونه د ټاپي له امله موږ ته اړتيا لري.
سم دم د هغه وخت په څېر، لکه افغانستان چې د ورېښمو لارې د زړه حيثت درلود او نړۍ يې له امله موږ ته اړتيا لرله.
له ميلاد څخه ۳۰۰ کاله پخوا د نړۍ د يوې سترې برخې د اقتصادي ژوند شريان د ورېښمو لار وه چې له لېرې جاپان، کورياګانو او چين څخه يې لومړۍ څانګې راخوځېدې.
له چين، مغولستان او د هند له شمال څخه يې بېلا بېلې څانګې سره يو ځای کېدې او د يوې لويې لارې په توګه کشمير ته ننوتله.
له دې ځايه په دريو لويو لارو تبت، منځنۍ اسيا او قفقاز، بله د پامير له لوري د افغانستان شمال او درېيمه جنوب ته د لوی افغانستان تر اوسنۍ پښتونخوا، خيبر درې، ننګرهار، کابل او بالاخره هندوکوش او بلخ پورې رسېده.
په دې توګه د دې دريو واړو لارو لړۍ بلخ ته له شمال، ختيز او جنوب څخه راتلې او بېرته لويديز ته بيا تر هرات، مروې او زاړه پارس پورې رسېدلې.
د همدې لارې د سوداګريز ارزښت له امله لرغونی يونان، چين، هندوستان، روم او منځنۍ اسيا افغانستان ته اړ ول.
ټاپي راته ځکه په سيمهييزه کچه د هغه مهال د ورېښمو لار وبرېښده چې نن ترکمنستان، پاکستان او هند د خپلو ګټو د خوندي ساتلو او د خپلو خلکو د پرمختګ لپاره افغانستان ته له همدې ادرسه اړتيا لري.
ټاپي پروژه د افغانستان نه ده، بلکې د افغانستان خاوره د ټاپي پروژې د لېږد تر ټولو ستره وسيله ده او همدې لامل په دغه پروژه کې افغانستان ته هغه ارزښت ورکړی، لکه د ورېښمو د لارې پر مهال چې ورسره و.
پاکستان، چې په مصنوعي توګه له منځ ته راتګ سره سم يې له هندوستان سره د تربورګلوي او له افغانستان سره د ځينو اقتصادي اړخونو تر څنګ د تپل شوي ډېورنډ له امله د اوږدې سياسي بدبينۍ شور جوړ دی، تر دې وروسته اړ دی چې په خپل سياست کې د افغانستان لپاره د اورپکو د توليد په فابريکو باندې فکر وکړي.
هند او پاکستان په خپلو کې د مخالفت مشهور اړخونه دي او په افغانستان کې يې د لاسوهنو يو اړخ دغه زاويه هم ده؛ خو نن دغه دواړه هېوادونه اړ دي چې د ګازو د نلليکې د امن او ثبات تر سيوري لاندې د افغانستان د امن او ثبات لپاره پر په يو بل فشار راوړي.
خو دغه هڅې بايد داسې نه وي چې د ټاپي د پرانيستې په ورځ د پاکستان دا دريځ چې له طالبانو سره به د ټاپي د امن لپاره خبرې وکړي؛ د دې تر څنګ چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په مانا هم دي، ژور سياسي اړخ يې دلته دی چې طالبان د سيمې په کچه د يو ځواک په توګه مطرح کوي.
له همدې امله ځينې اندېښنې شته چې بايد افغان حکومت ورته په ژوره توګه پام وکړي.
د ټاپي د ګازو نلليکه د افغانستان په هغه خوا کې تېرېږي، چې له تېرو څوارلسو کلونو د جنګونو د اور په سيمه بدله شوې وه؛ خو له تېرو دوو کالو په دغه خوا کې د جنګ نړيوال او سيمهييز اړخونه د کم رنګه کېدو په حال کې دي، يانې د افغانستان له سوېل څخه د جنګ لمن د ټولېدو په حال کې ده.
څرګنده ده چې يو ستر لامل يې د ټاپي منځ ته راتګ دی؛ خو اندېښنه دلته پيدا کېږي چې له تېرو دوو کلونو د جګړې کرښې د افغانستان شمال لوري ته د کږېدو په حال کې دي. هغه سيمه چې په تېرو ديارلس کلونو کې د سوېل په پرتله په امن کې وه.
ګمان رانه داسې کېږي چې سيمهييز جنګ خوښوونکی اټکل خو به داسې نه وي چې افغانستان به هم د جنګ ځاله ساتي او هم به ترې خپله ګټه پورته کوي.
نن چې د ټاپي لپاره د افغانستان سوېل ته اړتيا ده؛ نو هغه بايد د دوی د ګټې لپاره په امن کې شي او د جګړې تنور بايد د هېواد په بل لوري کې بل وساتلای شي.
افغان حکومت بايد دغې مسلې ته ژور کښته شي او د ټاپي د ساتنې له لارې بايد داسې سيمهييز مجبوريتونه رامنځ ته کړي چې په افغانستان کې روانه جګړه د سيمهييزو اقتصادي ارزښتونو د قتلګاه په توګه نړۍ او سيمهييزو هېوادونو ته معرفي کړي.
ټاپي بايد سيمهييزو هېوادونو ته د اقتصادي ګټو د بېلګې په توګه معرفي شي، که چېرې امن په ګډه وساتل شي، نو له دې خاورې نورې ګټې هم تر لاسه کېدای شي.
نړۍ اوس د اقتصادي ارزښتونو پر پلونو له يو بل سره ګنډل کېږي او ټاپي به په سيمهييزه کچه د منځنۍ اسيا او سوېلي اسيا د اقتصادي پل په توګه د افغانستان ارزښت لا پسې ډېر کړي.
لېرې نه ده چې د يادې نلليکې له لارې د نړۍ ستر قوتونه روسيه او چين هم په دغه سيمه کې د سترې اقتصادي پانګهونې لپاره وهڅېږي.
موږ کولای شو چې په هغو اړخونو چې په افغانستان کې د جنګ د اوږدېدو لپاره خوشبين دي او په ټاپي کې هم ښکېل دي؛ ټاپي يې پر وړاندې د اقتصادي ګواښ په توګه وکاروو.
په پای کې پر افغانستان د ټاپي ځينو نېغو مثبتو اقتصادي اغېزو ته تم کېږو.
• د ټاپي د کار له پيل سره هممهاله به د دغې نلليکې په بغل کې د نور فايبر او برېښنا د مزو غځول هم پيل شي.
• د ټاپي د نلليکې له غځېدو څخه به هر کال له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ ميليونه ډالر د ماليې پيسې نغدې افغانستان ته ورکول کېږي.
• اټکل شوی چې يوازې په افغانستان کې به د دې نلليکې د غځېدو له امله نږدې ۱۲۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
• د افغانستان په کومو سيمو کې چې نل ليکه تېرېږي، د سيمې خلک يې له ګازو ګټه اخيستلای شي.
• له ټاپي نلليکې سره سړک غځېږي، چې دا په اقتصادي لحاظ د افغانستان لپاره بله ستره ګټه ده.
• افغانستان هم ګاز لري، د وخت په تېرېدو خپل ګاز د همدې نلليکې له لارې پلورلای شي.
• د ټاپي په اوږدو کې د سيمې په کچه د افغانستان د اوسپنې ستر کان (حاجي ګک) پروت دی چې د اوسپنې د استخراج په برخه کې له همدغو ګازو څخه ګټه اخيستل کېږي.
اخيستنې:
سرخط ورځپاڼه/ نورالباري مل/ افغانستان، د ورېښمو د لارې زړه.
پژواک خبري اژانس/عبدالغفور لېوال/ زوړ بلخ، د ورېښمو لار او پښتانه
فېسبوک/د شهزاد اريوبي پوسټ
فېسبوک/ د زيارمل افغان پوسټ
سرخط ورځپاڼه