- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد نسیم پښتونیار
- 1192
د تندي ګونځو یې د خاموشۍ تفسیر کاوه، چاودې پوندې یې د بېوزلۍ نښې دي، خو د غرور احساس یې نه ماتېدونکی دی.
دا د شینوارو د شپږو ولسوالیو راټول شوي قومي مشران دي چې د ولسي جرګې د رسنیو په تالار کې له حکومت سره خپله سره کرښه تازه کوي.
دوی د سپین غره په لمنه کې د سرو داغونو دردوونکي داستانونه لري، د داعشیانو له لوري د یوشپني ماشوم په منځ له څېرلو نیولې په بمونو د سپین ږیرو د الوځولو او ځوانانو د بند کیسې یې لسګونو ته رسېږي.
هر یو یې د مایک تر شا غرغړې وهي او په شینوارو کې د روانې نا امني پوښتنه کوي. دوی مایک په خپلو پنجو کې راټینګ کړي او په پړسېدلي ستوني شعارونه ورکړي، خو د مایک د روښانولو او خاموشولو واک د څنګ په بله خونه کې د یو تورچک سړي په لاس کې دی.
دا سړی پخوا د یوه وکیل ساتونکی وو، خو په دې ورځو کې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه ډله وسله په شا خلک رهبري کوي. دی یوازې اوامر عملي کوي، دی هم خپل معاش اخلي او باید کار وکړي.
دا راټول خلک دردوونکي داستانونه لري، زړه بوږنوونکي او د ظلم او وحشت د انتها نښې، خو له دوی لوری دلته تت شو چې د نجات پرښته یې والوته، اوس په خالي ګېډه د خپل پت او عزت د خوندي کولو غم اخيستي؛ اوبو وړي خو اوبړیو ته هم لاس اچوي.
د دوی شمېر له پنځوسو نه اوړي، خو د شینوارو د شپږو ولسوالیو د قومي مخورو ادعا کوي او دغلته د روانې نا امنۍ پر وړاندې د سرو کرښو د مالومولو اخطارونه ورکوي. دوی دولت پړ بولي چې د شینوارو د جغرافیې پر سر یې معامله کړې او ناامني یې تر ډېره د پلان په اساس ده.
رسنیو هم په همدې عنوان راپورنه خپاره کړل چې (د شینوارو قومي مشران دغلته روانه ناامني دسیسه بولي او حکومت پړ بولي چې د دوی جغرافیه یې خرڅه کړې ده.) دوی همدا راز د قومي مشرانو له قوله خپاره کړل چې حکومت په خپله د دې سیمې د ناامنۍ کیزه په لاس کې لري.
خو د قضیې بل اړخ همداسې تت پاتې شو، ښایي له قصده یا له ناپامۍ، خو د تالار د هغه بل کونج لیدلی داستان دا دی چې دلته د دغو کسانو راټولېدل د ولسي جرګې د تېرې یوې میاشتې د هغه داستان یوه بله برخه جوړوي چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال له لوري مخ ته وړل کېږي.
دغه کسان د قومي مشرانو له ادرسه د ولسي جرګې د رسنیو په تالار کې راټول شوي او له دولت سره په دې جنګ دي چې ولې ورته په دې ساحه کې د داعش ضد وسلهوال پاڅون اجازه نه ورکوي، خو له وړاندې امنیتي ادارې په دې دلیل په دې غوښتنه د تایید ټاپه نه وهي چې حکومت د خپلسرو ملېشو جوړولو ته اجازه نه ورکوي او دغه ناندرۍ اوس د ظاهر قدیر له لوري له دغه قومي ادرسه پرمخ وړل کېږي. په دې جریان کې ان په یوې سيډي د دولت د سقوط ګواښونه هم شوي دي.
په شینوارو کې د توپ او ټانګ تر منځ ایسار خلک د خپل نسل راتلونکي ته کښته پورته منډې وهي، خو د پورته اوبه چې په ژرنده دي، نو د ژرندې پل ته برابر شوي خلک خود (دل) کېږي.
د مجبوریت په تار تړلي دغه خلک اوس د اوړو مافیاوو ته په لاس لوېدلي. له سپین غره تر ننګرهاره او له ننګرهاره تر کابله یې ټول مصارف د همدوی له لوري تامین شوي او دلته د ولسي جرګې په تالار کې پرې له دولت سره خپله کرښه مالوموي.
شاید دغه قومي مشران خبر وي او د امتیازاتو په بدل کې په صادقانه ډول خپل ماموریت ترسره کوي یا هم ښایي بېخبره له دې چې په سر یې سودا کېږي.
غونډه پای ته ورسېده او د سپینو لونګیو او خړو څادرونو لیکه سړیان له تالاره ورو، ورو په وتو دي.
کیسه دلته سرچپه کېږي چې په تالار کې د تور پکول یو زیګ انسان د دغو کسانو د خبرو د تایید لپاره په تمسخر امېزه خندا ښه راغلاست کوي او د فرد فرد په وینا خپل تاییدي نظر زیاتوي:
((ډېرې زبردستې خبرې مو وکړې، منشي صاحب اوس په اجنډا کې د اړوندو وزیرانو د استجواب غونډې ته زمینه برابره شوه. هاهاهاها استیضاح هم اسانه ده.))
لیکه سړیان له تالاره په موټرو کې معینو ځایونو ته انتقال شول، خو له منشي عبدالرووف انعامي سره حاجي ظاهر قدیر په راتلونکيو پلانونو مفصلې خبرې لري.
د اړوندو وزیرانو پر استجواب د ولسي جرګې د رییسانو په کمېټه کې بحثونه او... استیضاح.
دا ټول د دې لپاره چې دولت په شینوارو کې د داعش پر ضد د پاڅون لپاره جواز ورکړي او له وړاندې په یوه سيډي د دولت د سقوط اخطارونه هم ورکړل شوي دي.
که مو په یاد وي، ایراني چارواکو ویلي چې د ایران په څلوېښت کیلو مټرۍ کې د داعش د نښو له منځه وړلو ته چمتو دی او د ننګرهار په شمول په یو شمېر نورو سیمو کې هم یو شمېر کسان د ایران په مرسته د داعش پر ضد د شخصي ملېشو جوړولو ته ځکه وارخطا دي چې د دې پروژې بچټ یې له لاسه و نه وځي.
سرخط ورځپاڼه