د ملي امنیت په اډانه کې محرمې خبرې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اغامحمد قریشي
  • 998

 د ۲۰۱۳ز په مۍ کې د امریکا د ملي امنیت ادارې کارکوونکي ایډوارډ جوسیف سنوډن د خپل هېواد د ملي امنیت محرم مالومات رسنیو ته د برېښنالیک له لارې لېک کړل.

له هماغې ورځې، نور په خپل هېواد کې پر سنوډن ځمکه سره شوه، له امریکا سره د سړې جګړې د ختیز بلاک سیال هېواد روسیې ته وتښتېده. هلته یې له حکومته تر مدني ټولنې هرکلی وشو.
تاریخ د یو بې‌پرې علم په توګه تل هغه کسان اتلان یاد کړي او په خپله غېږ کې یې نومونه په زرینو کرښو ساتلي چې خپلو خلکو، خاورې او نورو ملي ارزښتونو ته ژمن پاتې شوي.
که څه هم سنوډن نړیوال شهرت خپل کړ، خو په خپله خاوره او خپل تاریخ کې په دې سربېره چې هېواد کې یې د ډېموکراسي د ثبات او پوختیا دعوه کېږي، سم ځای نه لري او امریکایې ملت هم د ملي امنیت د محرمو خبرو د لېک کولو په خبره ورسره په زړونو کې د نفرت او کرکې لانجه ده.
د خپل هېواد تاریخ به یې هم و نه بخښي، ځکه هماغه تاریخ چې تر ننه یې په هېواد کې د ملي امنیت اړوند ارزښتونو ته ژمن پاتې شوی، په دې برخه کې د سنوډن او حقیقت پر ځای د امریکایې ملت د تلپاتې ګټو او خپلو راتلونکو نسلونو ته د سبق ورکوونې دنده ادا کړي.
زموږ د هېواد په تاریخ کې هم تر شاه شجاع وړاندې او وروسته هر هغه څوک چې خپلو ملي ارزښتونو او محلي محرمو مالوماتو ته ژمن نه وي پاتې شوی، نه په تاریخ کې ښه ځای لري او نه هم د ولس په زړونو کې.
د تاریخ په اوږدو کې تر اوسه زموږ یوه ستونزه هم د ښه زعامت نه شتون ده.
ملت هم هماغسې چې باید خپله دنده د خاورې او راتلونکيو نسلونو پر وړاندې تر سره کړي، نه یې ده تر سره کړې، د هر یرغلګر ځواک پر وړاندې جنګېدلی، قربانۍ یې ورکړې او بلاخره یې هر قوت مات کړی، خو سیاسي پوهه، سیاسي اکټیویزم، سیاسي مشارکت او دې ته ورته مسالې بیا نور څه دي چې معاصرو پرمختللو ملتونو د خپلو مبارزو د اصلي رکنونو په توګه ترې کار اخیستی، خو موږ یې یا په چل نه پوهېږو او یا خو د تاریخ په اوږدو کې دا هڅه شوې چې خلک مو په تورتم کې ژوند وکړي.
له رسنیو نیولې، تر حکومت او مدني ټولنې، وینو چې په هېواد کې مو هیڅ داسې خبره نه‌شته چې ګنې له نورو سیالو ملتونو او ګاونډیانو څخه پټه وي.
د دې کار یو سبب دا کېدای شي چې له ملي شورا نیولې تر حکومته ډېر د پردو ګوډاګیان او لاسپوڅي پردی‌پال پر دندو ګمارل شوي، خو په دې کې هم شک نه‌شته چې موږ اصلاً له سره د محرمو ملي خبرو په ارزښت ځان نه دی پوه کړی.
که یې څوکۍ لرله، خو ښه خبره ده، که نه، بیا په لوی لاس د ملي ارزښتونو او ملي امنیت اړوند محرم مالومات لېک کوي.
په دې وروستیو کې د ملي امنیت لوی رییس، پاکستان ته د ولسمشر د سفر پر ډول یو شمېر نیوکې لرلې، هغه نیوکې چې باید ملي امنیت شورا او ولسمشر ته مخامخ په محرم مجلس کې ویل شوې وای، له بده مرغه، هغه کس چې له ولسي جرګې یې په ډېره اسانۍ د باور رایه اخیستې وه، جدي او محرمې خبرې په فېسبوک خپرې کړې، دلته نو، بیا یو شمېر هغو کسانو چې په هېواد کې خبرو جوړولو او هرې لانجې ته لبیک وایې، نوره هم دا خبره لویه کړه.
د ملي امنیت د رییس او جمهور رییس تر منځ د استعفا خبره له وړاندې شوې وه، خو ښاغلي نبیل ملت ته د لا نږدې کېدا په موخه همدا فرصت وباله او په داسې یوه حساس وخت کې یې استعفا وکړه.
که فکر وکړو، د ملي امنیت عمومي ریاست څوکۍ وړه څوکۍ نه ده، د خلکو او ملت له دایمي سرنوشت او ملي امنیت سره یې هره ښه او بده کړنه تړلې ده.
ولسمشر ته قانون د درناوي حق ورکړی، هر فرد یې باید د قانون په چوکاټ کې درناوی وکړي، که د بیان د ازادۍ په نامه یې سپکاوی کېږي، دا به د ملت سپکاوی وي او که د بیان د ازادۍ په موخه محرم مالومات هر څوک لېک کوي، له رسنیو او مدني ټولنې نیولې، بیا تر احزابو او حکومتي چارواکيو، هغوی د ملت لپاره زهر دي او د ملي ارزښتونو او ملي امنیت پر وړاندې ګرم ګڼل کېږي.
که موږ سیاسي، ډیپلوماټیکې او نورې محرمې خبرې و نه لرو، نو بیا په کومه تمه د ښه ملي امنیت هیله کولای شو؟ 
د نړۍ هیڅ پرمختللی او ډېموکراټ هېواد څوک نه شي ښولای چې پکې کوم سیاسي اثر چاپېږي او د هغه هېواد د ملي امنیت د ادارې او حکومتي سیسټم تر فلټر نه تېرېږي.
ښه بیلګه یې، د خړ لېوه په نوم اثر دی چې تر ننه یې د خپراوي اجازه په انګلستان کې لیکوالانو ته نه ده ورکول شوې، دا اثر د هټلر ژوند په ارجنټاین کې د سي‌ای‌اې تر سیورې لاندې ثابت کړی.
که چېري د ملي امنیت لوی رییس رښتیا هم غوښتلای چې د ولسمشر او بل هر چا نیمګړتیا د قانون په چوکاټ کې په ګوته کړي، نو به یې د ملي شورا او مدني ټولنو له هغو استازو سره د رسنیو په نه شتون کې د ولسمشر پر وړاندې هر څه روښانه کړي وای، په دې سره به یې هم د ولسمشر او ملت ترڅنګ دخپلې سترې او پاکې دندې درناوی کړی وای، بل لور به ډېرې محرمې خبرې د افغان ملي امنیت په اډانه کې پاتې شوې وای.
سرخط‬ ورځپاڼه