لس پوښتنې، چې بايد و نه شي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نقيب احمد عزيزي
  • 1216

 د کاري مرکې په جريان کې چې تاسې يې د يوې دندې د ترلاسه کولو لپاره کوئ، ډېرې خورې ورې لويې او وړې نقطې شته، که په دغو کې فعال او ځيرک نه شو، ښايي له وړتيا سره سره خپل ځان وبايلو او د هيڅ دفتر پام راجلب نه کړای شو.

په دغسې مرکو کې بې‌ربطه، ازمايونکې، ژورې، سطحي، سختې او اسانه پوښتنې ټولې را تلای شي.
که موږ ترې پوره ناخبره يو، ممکنه ده چې ناکام، احساساتي او يا زړه‌ماتي شو. 
د انسان په ژوند کې ناکامي کله کله انسان ذهناً پر خپله وړتيا پوره مايوسه او بې‌باوره کوي.
که د دغې پېښې تاثر مو په ځان کې ژوندی پاتې شو، بيا به سخته وي چې پر شخصيتي حيثيت مو بايللی باور بېرته اعاده کړو.
که د هر څومره لوړ تحصيلي سند، اوږدمهاله تجربې او ښه شخصيت خاوندان هم شو، خو ځينې پوښتنې شته چې که يې له مرکه‌کوونکي وکړې، ټول علمي بېکګراونډ مو تر غبار لاندې کولای او تاثير مو ختمولای شي.
که تاسې د يوې دندې لپاره په نږدې ورځو کې مرکه لرئ؛ نو دغه لاندې پوښتنې درسره يادښت کړئ او پام چې هيڅ وخت يې په انټرويو کې مطرح نه کړئ:
۱. ستاسې شرکت څه کار کوي؟
د کار پلټونکی کولای شي چې په کم پام او وړه څېړنه خپله دا پوښتنه ځواب کړي، حال دا چې په کولو يې خورا بې‌انګېزې او ټنبل څرګندېږئ.
۲. شرکت مو څه مثبتې ځانګړتياوې لري؟
دغه ډېره جزيي پوښتنه ده، که يې تاسې په لومړۍ شېبه کې وپوښتئ، ذهني تمرکز مو له عمومي مرکې د باندې ښکاري. دا پوښتنه هله وکړئ چې وروسته د همدې شرکت، دفتر او موسسې په اړه جزيي خبرې روانې وي.
۳. کېدای شي چې د پنجشنبې په ورځ له دريو بجو وروسته ولاړ شم؟
په دې اړه هم تاسې د کار تر موندلو او برقراري وروسته خبرې کولای شئ؛ ځکه هماغه وخت دا پوښتنه چې تاسې استثنااتو ته ولاړ شئ، نااشنا خبره نه ګڼل کېږي.
۴. د مخدره موادو معاينات هم کوئ؟
دلته نو د دفتر د مرکچي په ذهن کې تاسې د خپل شخصيت په اړه ابهام ورغورځوئ.
۵. د کار په وخت کې خپلې ځينې شخصي چارې کولای شم؟
دا پوښتنه هم بېخي نامناسبه ده، ځکه مدیريت درباندې بې‌باوره کېږي.
۶. ايا د دفتر کاروال د محصول له تخفيفه برخمنېدای شي؟
د مرکې په جريان کې خبرې اترې يوازې د دې لپاره وي چې په دفتر کې کارمند ته اړتيا شته، نه شته، بايد څوک او څنګه وي. همدا پوښتنه مو هم له خاورو سره خمير کولای شي.
۷. ايا زما د ځانګړتياوو په اړه تاسې نوره څېړنه هم کوئ؟
دلته داسې انګېزه خپرېږي چې تاسې د پټېدو لپاره هم يو څه لرئ، يا مو په سي وي کې رښتيا نه دي ليکلي او يا مو په مرکه کې درواغ ويلي دي.
۸. ډوډۍ ته څومره وخت ورکول کېږي؟
که دفتر ته څرګنده شي چې تاسې له کاره تېښتې ته تمايل لرئ، ګټه نه درته کوي.
۹. ولې بايد په دې برخه کې کار وکړم؟
چې د کار پلټونکی تر اوسه په دې نه وي پوهېدلی چې د څه لپاره چېرته مرکې ته ولې راغلی، دا ډېره لېرې خبره ده چې د مرکې مسوول دې دی وپوهوي؛ ځکه مرکه په خپله د دې لپاره کېږي چې د سړي کسبي او فطري وړتياوې او خويونه پکې څرګند شي.
۱۰. زما مرکه به څنګه و ارزوئ؟
دغه پوښتنه د مرکه‌کوونکي په ذهن کې روښانه ده، ځکه هغه تاسې له نورو سره پرتله کوي او بيا مو مرکې ته نمرې ورکوي. اړينه خبره دا ده چې کاري مرکه بايد په لېون‌ډوله پوښتنو بې‌انډوله او سپېره نه کړئ.
سرخط‬ ورځپاڼه