- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد عیسی مومند
- 1160
د حراست او ثبات شورا په داسې حال کې د موجودیت اعلان وکړ چې په ټولیزه توګه غړي یې پخواني جهادي مشران او ټوپکوال دي.
په دې سربېره چې له تېرو ۴۰ کلونو را په دېخوا همدا کسان پر ملت حاکم ول، اما عملا له دې پرته چې دغه حاکمیت منفي پایلې له ځانه سره ولري، بل شی موجود نه و.
هېوادنی ثبات
ظاهرا د دغې شورا اصلي هدف له نظام څخه ملاتړ او په هېواد کې د ټیکاو رامنځته کول په ګوته شوي او د شورا مشر عبدالرب سیاف ویلي، د ټیکاو رامنځته کېدو لپاره به هڅې کېږي. همدا راز د شورا غړیو یادونه کړې چې دوی به اجازه ور نه کړي چې افغانستان د بحران خوا ته لاړ شي.
له بحران څخه د هېواد ژغورل د هر افغان وجیبه ده؛ اما دا توپیر لري چې څوک به څنګه له ناورین څخه مخنیوی کوي.
د بېلګې په توګه، یو سرتېری د ترهګر په وژلو سره دغه وجیبه سرته رسوي، اما یو هټۍوال بیا پولیسو ته د وارنکارو او غیرقانوني فعالیتونو په اړه د راپور په ورکولو سره د نظام له پاییښت سره مرسته کوي.
همدا راز سیاسي مشران بیا د حکومت له مثبتو فعالیتونو د دفاع او له نظام څخه د ملاتړ په موخه د عامه پوهاوي لوړولو له لارې خپله دغه وجیبه سرته رسوي.
خو د ښاغلي سیاف په مشرۍ یادې شورا نه یوازې دا چې د خپل فعالیت په اړه کره مالومات؛ بلکې د نظام ټینګښت، له ناورین څخه مخنیوي او د اوسني حالت بدلون لپاره یې مشخصې طرحې هم نه دي وړاندې کړې.
د منسجم فعالیت نهشتوالي په صورت کې دا پوښتنه مطرح ده چې ایا جهادي رهبران د نويیمې لسیزې په څېر بیا هم خپلو مخالفتونو ته د توپک له لارې دوام ورکوي؛ یا دا چې د رښتیني اپوزيسیون په توګه مشخص پلانونه او طرحې وړاندې کوي؟
تر دې دمه د یوې طرحې په اړه یې هم څه نه دي ویلي.
وسلهوال مخالفین
د وسلهوالو مخالفینو په برخه کې د دغې شورا دریځ په دوو برخو تمرکز لري.
سوله او مخالفت. د شورا غړیو یادونه کړې چې پر سولې باوري دي؛ خو نهباید د تېرو کلونو اساسي لاسته راوړنې د سولې قرباني شي، اما د داعش په ګډون د وسلهوالو مخالفینو ځپلو ته یې هم چمتووالی ښودلی او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې دې له دوی څخه استفاده وکړي.
که څه هم د شورا غړیو د سولې له خبرو ملاتړ کړی؛ خو د سولې په خبرو کې یې د پاکستان پر ونډې نیوکه کړې.
د منسجمې برنامې نهشتوالي له امله نهشي کېدای چې د دوی په دریځ دې څوک سم پوه شي؛ اما دا خبره هم د یادونې ده چې دغه شورا د سولې په تړاو مشخص مېکانیزم نه لري.
له بلې خوا يې د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپلو نامسوولو وسلهوالو یادونه کړې ده.
یو تحلیل دا دی، له دې امله چې د حراست او ثبات شورا تقریبا ټول غړي په مخکېني حکومت کې شریک ول او په قدرت کې يې ونډه درلوده، نو اوس وخت کې د دا شان شوراګانو په رامنځته کولو سره غواړي له اوسني حکومت څخه هم خپله ونډه ولري؛ اما د دغه تحلیل له تایید او تردید پرته یوه مسله جدي اېسي او هغه دا چې دغه شورا د ملېشه ځواکونو د رامنځته کولو په لټه کې ده.
تقریبا د شورا ټول غړي، د شمالي ټلوالې غړي دي.
ناتایید شوي رپوټونه وايي، د روسیې او دغې ټلوالې تر منځ د شوې هوکړې پر اساس د شمالي ټلوالې پخواني مخکښ غړي، باید ملېشه ځواک رامنځته او له دغه ځواک څخه د داعش پر ضد استفاده وکړي.
دغه شورا هم د داعش پر ضد مبارزه په ملېشو پورې محدودوي؛ په داسې حال کې چې ۳۵۰ زره سرتېري موجود دي او توانېدلي چې په ښه توګه له وطن څخه دفاع وکړي.
ملېشه سازي؛ دوه تجربې
په دې سربېره چې موږ د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله د واکمنیو پر مهال د ملېشه سازۍ ناکامه تجربه لرو چې پایله یې د نجیب الله د حکومت نسکورېدل و، یوه بله او نږدې تجربه د عراق ده چې په لنډه توګه به لاندې ورته اشاره وشي.
تر ۲۰۰۳يم کال، چې امریکا پر عراق بریده وکړ وروسته، په دغه هېواد کې د امریکايي او بريتانیايي ځواکونو او عراق دولت پر ضد مخالفتونو زور واخیست.
وروسته بیا امریکا له دغې ستونزې څخه د خلاصون لپاره یوه طرحه وړاندې کړه.
طرحه په عراق کې د امریکايي ځواکونو قوماندان ډېويډ پټریوس له خوا وړاندې شوه چې هدف یې د ملېشه ځواکونو جوړول و.
ملېشه ځواکونه له سني عراقیانو جوړ شول چې د وسلهوالو مخالفینو په ځپلو کې بریالي هم و.
طرحه داسې جوړه شوې وه چې ملېشه ځواک چې شمېر یې شاو خوا سل زرو تنو ته رسېده، به په ملي ځواکونو کې منحل کېږي او د عراقي ځواکونو په چوکاټ کې به فعالیت کوي.
دغه ځواکونه چې د امریکايانو له خوا روزل شوي و، په حکومت جذب نه شول، لامل یې د نوري مالکي تعلل او په پوځ کې د پراخو تشکیلاتو نهشتوالی و.
کله چې دغه روزل شوي ملېشه ځواکونه په امنیتي ځواکونو کې جذب نهشول، نو پر مخالفت یې لاس پورې کړ او له خپلو وسلو سره د عراق له اسلامي دولت (داعش) سره یوځای شول چې د همدغو کسانو یو ځای کېدل د داعش ډلې د پیاوړي کېدو لامل شوه.
اوس څرګنده نه ده چې په افغانستان کې د جهادي مشرانو په غوښتنه به ملېشه ځواکونه په کوم چوکاټ کې کار کوي؟
په ملي امنیتي ځواکونو سربېره، د دوی موجودیت په څه مانا کېدای شي؟
د وسلهوالو ډلو موجودیت د دې لامل کېدای شي چې افغانستان یو ځل بیا نويیمې لسیزې ته ستون کړي او له دې امله چې ملېشه ځواک د سیستم پر ځای مشخصو افرادو او کسانو ته ځواب ویونکی دی؛ واضح ده چې د هېوادنیو ګټو پر ځای به د افرادو او اشخاصو ګټو ته لومړيتوب ورکوي او پایله به یې کورنۍ شخړې، تاوتریخوالي او بالاخره کورني جنګونه وي.
د ټلوالې نوې بڼه
د افغانستان د ساتنې او ثبات شورا تقریبا ټول غړي هغه کسان و چې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال یې د عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ. (خصوصا د ټاکنو په دویم پړاو کې) عبدالرب سیاف، اسماعیل خان، بسمالله محمدي، محمد یونس قانوني او ... دا ټول هغه کسان دي چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې له عبدالله څخه ملاتړ کړی و.
بل لور ته د دغې ډلې د غوښتنو زیاته برخه د ملي یووالي د حکومت رامنځته کېدو هوکړه لیک په عملي کېدو باندې راڅرخي.
په دې اساس دا ویل کېدای شي چې د سیاف په مشرۍ رامنځته شوې شورا د عبدالله لهخوا رامنځته شوې او هدف یې پر مقابل لوري فشار دی.
بل لور ته د شورا د غړیو او مخکېني ولسمشر حامد کرزي تر منځ اړیکو ته په کتو سره په دغې شورا کې د حامد کرزي لاس لرل هم مطرح دي؛ اما باور دا دی چې حامد کرزي د یادې شورا په جوړولو کې ونډه درلوده؛ خو تر شا یې ځکه نه دی ولاړ چې د نوموړي غوښتنې یې نه دي وړاندې کړې. (یوازې د جرګې پر جوړېدو ټینګار شوی دی.)
له همدې امله دا ویل کېدای شي چې شورا د شمالي ټلوالې نوې بڼه ده چې نه يوازې عبدالله، بلکې حامد کرزي یې هم په جوړولو کې لاس درلود، خو په نږدې راتلونکي کې به حامد کرزی هم میدان ته راودانګي او خپلې غوښتنې به د یوه نوي تشکل په چوکاټ کې مطرح کړي.
سرخط ورځپاڼه