- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد عیسی مومند
- 1214
هند له افغانستان سره له دوو میلیارډو ډالرو زیاته مرسته کړې ده. د دغو مرستو ډېره برخه پر زیربنايي پروژو او بیارغاونې پر چارو لګول شوې ده.
کابل ته د لومړي وزیر نريندرا مودي سفر او د ۲۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پارلمان نوې ودانۍ پرانیستې پر مهال د نوموړي وینا، د افغانستان لپاره مشخص پيغامونه له ځانه سره درلودل چې ځینو عمده هغو ته یې لاندې اشاره کېږي:
د ترهګرۍ پر ضد مبارزه
هند د هغو لومړنیو هېوادونو په کتار کې ودرېده چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواک ټينګ ملاتړ کوي او د تجهیز لپاره یې رادانګلي دي.
سربېره په دې چې یو شمېر افسران په هند کې پر زدهکړو بوخت دي؛ هند له افغانستان سره د څلورو مې-۲۵ الوتکو مرسته وکړه (یوه الوتکه د مودي له سفر څخه وړاندې افغان حکومت ته سپارل شوې وه او درې نورې د سفر پر ورځ وسپارل شوې.)
سربېره په دې چې دغو مرستو له افغان امنیتي ځواکونو د هند ملاتړ پهډاګه کړ او واضح یې کړه چې دغه هېواد د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی، دا یې هم ډاګیزه کړه چې دغه هېواد د ډلو او ټپلو پر ځای له افغان دولت سره مرستې کوي او د طالبانو پر ضد د نوي ډيلي په سټراټېژي کې کوم بدلون نه دی راغلی.
له دې سره هند طالبانو ته پیغام ورکړ چې له سولې پرته بله لار نه لري او همدا راز پاکستان ته يې هم دا پيغام ورکړ چې په زور کلي نه کېږي؛ بلکې د زورور ښکر به ماتېږي. د هند له پوځي مرستې (د افسرانو روزنه، د چورلکو مرسته او په نږدې راتلونکي کې د نورو پوځي تجهیزاتو مرسته) سره وسلهوال طالبان دا پيغام ترلاسه کوي چې پر افغانستان واکمنېدای نه شي؛ مګر د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې.
هند په دغو مرستو بسنه نه ده کړې. مودي وویل: «موږ له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوو چې لا پياوړي شي. د شهیدو افسرانو اولادونو ته ۵۰۰ تحصیلي بورسونه په پام کې نیول شوي دي.»
سربېره په دې چې مودي له افغان ځواکونو سره مرستې ته اشاره وکړه ټینګار یې وکړ چې داسې کسان هم شته چې نه غواړي موږ (هند) دلته و اوسو.
ظاهرا د هندي صدراعظم اشاره د پاکستان استخباراتو ته وه چې په افغانستان کې د هند پر ضد په نیابتي جګړې بوخت دي. اما نوموړي پر پاکستاني سیاستوالو غږ کړی چې د خنډ پر ځای دې د یوه پول حیثیت ولوبوي.
سوله
واک ته د اشرف غني په رسېدو سره سوله د لومړیتوبونو په سر کې راغله او د ټينګښت لپاره یې هڅې پیل شوې چې لومړنۍ هڅې پر پاکستان راڅرخېدې.
له همدې امله اشرف غني د اسلاماباد پر ځای راولپېنډۍ ته مخه کړه او د ډیپلوماټیک عرف خلاف یې د پاکستان اصلي واکمن (پوځ) دروازه وټکوله چې د هو ځواب یې ترلاسه کړ؛ اما عملا هيڅ هم نه دي شوي.
د پاکستان د ژمنو نه عملي کېدل و چې سیمهییزې ډیپلوماسي ته مخه کړای شوه او د لومړي ځل لپاره هڅې پیل شوې چې د سیمې هېوادونه سره يو موټی او د ترهګرۍ پر ضد په ګډه مبارزه وکړي.
باور دا دی چې دغو هڅو رنګ راوړی، همدغو هڅو ته په اشارې نريندرا مودي وویل، هند، ایران، پاکستان او د سیمې نور هېوادونه د برخلیک ټاکلو لپاره باید متحد و اوسي.
د مختلفو هېوادونو اتحاد د ګډې ګټې پر اساس رامنځته کېږي. افغان حکومت د ګډو ګټو د فرصتونو رامنځته کولو په لټه کې دی، لومړنی هغه یې د ټاپي پروژې، کاسا زر، لاجورد لار، چابهار بندر او ... نور دي چې د ځینو هغو عملي چارې پیل شوې دي.
سربېره په دې چې دغه پروژې د عملي کېدو په حال کې دي، ټروریزم یې پر وړاندې لوی خنډ بلل کېدای شي.
په سیمه کې د ترهګرۍ پالونکی او روزونکی هېواد پاکستان شمېرل کېږي. لا هم د پاکستان واکمن د سړې جګړې هغه سټراټیژيسټان دي چې افغانستان ته یې د سټراټیژيک عمق له زاویې کتل او اوس هم په دې باور دي چې افغانستان باید د دوی تر نفوذ او کنټرول لاندې سیمه وي.
له تباهۍ پرته، دغه لید بل څه له ځانه سره نه لري او له همدې امله یې د بدلون اړتیا لیدل کېږي، خو د لویو سیمهییزو پروژو عملي کېدل کولای شي، دغه لید ته بدلون ورکړي، لامل یې د پاکستان ګټې دي.
لږ تر لږه ټاپي او کاسا زر هغه پروژې دي چې د پاکستان لپاره حیاتي بلل کېدای شي. له همدې امله به وي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي اولسون ویلي:
«پاکستان منلې چې د افغان طالبانو پر ضد به هم اقدامات وکړي.» دا هغه څه چې په افغانستان سربېره د سیمې هېوادونو غوښتنه هم ده. د طالبانو پر ضد د اقداماتو له لارې ده چې دغه ډله له افغان دولت سره خبرو ته حاضرېدای شي.
هند هم د افغان دولت له هڅو ملاتړ کړی. مودي ویلي، هغه وخت به سیمه امنیت ته رسېږي چې ترهګري او د ترهګرو پټنځایونه له منځه لاړ شي.
نوموړي د پارلمان د نوې ودانۍ د پرانیستې پر مهال د سولې پر خبرو په تاکید وویل: «هغوی چې له بهره، له جګړۍ سره مرسته کوي، باید دغې ودانۍ او دغه تالار ته لار ومومي، هغوی چې د ټوپک له لارې قدرت غواړي؛ باید د رایو له لارې قدرت ته ورسېږي، هغوی چې کورونه یې ویجاړول؛ باید په بیارغاونه کې مرسته وکړي».
له افغان حکومت څخه دفاع
مودي په داسې حال کې کابل ته سفر درلود چې د وسلهوالو طالبانو د بریدونو په زیاتوالي، د داعش په ظهور او د افغان امنیتي ځواکونو په سختې مقابلې سربېره په کور دننه هم یو شمېر اختلافات موجود دي چې تر ډېره حده سرچینه یې قدرت دی.
د قدرت په دغې لوبه کې کورنيو کړيو د حکومت، دولت او بالاخره د نظام د کمزورۍ هڅې روانې کړې دي.
دغه هڅې پر دې راڅرخي چې څنګه پخواني زورواکان، ټوپکسالاران او چارواکي یو ځل بیا د ولس پر برخلیک حاکم شي.
پهدغو حساسو شرایطو کې د مودي دا اعلان چې (نویډيلی به د کابل ترڅنګ ولاړ وي) د دې ښکارندويي کوي چې هند د افغانستان له اوسني حکومت او نظام څخه ملاتړ کوي او د ډېموکراسي پياوړتیا لپاره د نظام پایښت حمتي ګڼي.
نتېجه
له افغانستان سره به د هند مرستې دوام مومي. په اوسنیو حساسو شرایطو کې له افغان حکومت څخه د هند ملاتړ، د دغه هېواد دوستي زباتوي. اما له اسلاماباد او نوي ډيلي سره د کابل اړیکې باید د ملي ګټو پر اساس ولاړې وې، داسې چې له هيچا سره د اړیکو پور پرې نه کړو.
د نړۍ، خصوصا د سیمې له هېوادونو سره اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې. د نویو اړیکو تر ټولو اساسي لامل له دغو هېوادونو سره مخامخ خبرې دي.
د تېر حکومت پر مهال تل هڅه دا وه چې افغانستان د دویم او حتی درېیم هېواد په توګه مطرح وي او د امریکا، انګلستان (ناټو) له خوا به د افغانستان پر سر خبرې کېدې؛ خو اوس مهال دغه اړیکې مستقیمې دي.
د مستقیمو اړیکو په پایله کې ده چې پر ستونزو پوهېدای شو چې دغه چاره د ۵۰٪ حل بلل کېدای شي.
پر ستونزې له پوهېدو وروسته ده چې د حل لپاره یې اقدامات کېدای شي. له همدې امله د مودي سفر دواړو هېوادونو ته له لاسته راوړنو ډک بلل کېدای شي چې ډېر ژر به يې سیمهییزې اغېزې هم څرګندې شي.
سرخط ورځپاڼه