بې پوښتنې هېواد


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حفيظ الله تراب
  • 1128

 د نړۍ د ټولو انسانانو، حتی حيواناتو دا ځانګړنه ده چې خپل هويت او مشخصات وساتي. 

نه دا چې دوی بايد دا کار وکړي، بلکې دا د طبعیت قانون هم دی چې ټول ژوندي موجودات يې په مختلفو بڼو، رنګونو، خويونو او عادتونو پیدا کړي او د همدې په رڼا کې تر هغو چې ژوندي وي، نو ځکه بايد يادې ځانګړنې په خپلو ځانونو کې ساتي.
انسان چې تر نورو غوره او لوی خدای ډېرې وړتياوې ورکړې، نو د پېړيو پېړيو هلو ځلو راوروسته يې څه د دنياوي او څه هم د ديني ارزښتونو پر مټ هڅه کړې چې ښه او بد سره جلا او د يوه داسې معنوي وحدت په رڼا کې چې د يوې سیمې يا هېواد لپاره په پوره ناپېيلتوب سره ټاکل شوي وي، ژوند وکړي.
دغه ارزښتونه د يوه ملت د دوام اصلي سرچینې بلل کېدای شي او پر مټ يې يو ملت له نابودۍ او له منځه وړلو په امن کې ساتي.
له بده مرغه د دې پر ځای چې د دې خاورې ځينو اوسېدونکو د تېرو دريو لسیزو له تېر تاريخ نه چې ميليونونه انسانان پکې ووژل شول، يوه نوې روحيه او عبرت اخيستی وای، له بدو بتر او د پرديو د ګټو او ګوډاګيتوب ښکار شول.
د ژړا او وير خبره خو دا ده چې دغه خلک ځانونو ته بيا د ټولنو تر ټولو علمي او پوه خلک هم وايي، خو په دې نه پوهېږي چې کړنې يې څومره ورانوونکې، د خندا وړ او له شرم نه ډکې دي؟!
دا سمه ده چې زموږ د هېواد د بربادۍ اصلي عاملين ګاونډي هېوادونه او نړيوال استکبار دی، خو پوښتنه دا ده چې د هغوی دا شومې موخې څوک پوره کوي؟!
ښکاره ده چې دا چارې د هېواد تش په نامه ځينې مذهبي او ستمي ډلې په پوره اخلاص پلې کوي.
پوره ۲۴ کاله مخکې چې کله د ډاکټر نجيب الله حکومت له منځه لاړ، نو د بي‌بي‌سي سره د شپې د سرويس په يوې مرکې کې يوه مشهور چارواکي چې اوس هم ژوندی او ځان رهبر ګڼي وويل: 
(پښتنو پر موږ ۲۵۰ کاله حکومت کړی، نور يې نه شي کولای.)
له هغه وروسته تر ننه پورې دا لړۍ روانه ده، په ډېرو وزارتونو کې اوس هم پښتو ليکل کفر ګڼل کېږي، په ښوونځيو کې ماشومان په دې مجبورېږي چې خپله ژبه و نه وايي، داسې ورځ به نه وي چې مشران يې نه وژل کېږي. 
په شخصي پوهنتونونو کې د افغانستان تاريخ مسخه کېږي او هغو ملي اتلانو ته چې پر سپينو لمنو يې د ذرې هومره تور داغ هم نه‌شته، په رڼا ورځ خاينان او په مقابل کې يې غله، قاتلان او د پرديو ګوډاګيان اتلان بلل کېږي.
د نادودو دا لړۍ څه باندې دوه لسيزې وشوې چې ښه په درز کې روانه ده. 
اوس چې د دغې خاورې اکثريت اوسېدونکي د دې حالت دوام او پرمختګ ته ګوري، نو دا فکر کوي چې په دې بې‌پوښتنې ټولنې کې لکه چې په رښتيا هم نور موږ ورکېږو.
خو يوه پوښتنه چې له ټولو سره ده، هغه دا ده چې ايا په نړۍ کې بل داسې هېواد هم شته چې دومره سپکاوی او دروغ دې پکې چلېږي؟
ايا دلته کوم قانون شته چې د هېواد له غدارانو او د پرديو له مزدورانو نه يې يوه وړه پوښتنه هم وشي؟ که وي، نو له هغو خلکو نه چې د دې هېواد د تاريخ او ملي ارزښتونو په له منځه وړلو پسې يې په زړورتيا توره راخيستې، ولې پوښتنه نه کېږي؟! او که چېرته د هېواد د ورانول او د ملي شخصيتونو سپکول يو قانوني عمل وي، نو بيا دې هم ولس او خلکو ته دې حکومت ووايي چې هر څوک کولای شي، چټیات او د هېواد د ملي نوامیسو پر ضد پرته له کوم قانوني بنديزه، د هېواد ورانولو ته ملا وتړي.
له دې سره به ټول لږ تر لږه د ډاډ ساه واخلي او دا به ورته جوته شي چې په رښتيا هم دلته هر څوک هر څه پرته له وېرې ویلای شي، دلته په دې برخه کې نه کوم قانوني بنديز شته او نه کومه سزا.
له دې سره به د دې خاورې بااحساسه خلکو ته د خپلو زړونو د ډاډ لپاره يو رسمي سند په لاس ورشي او په دې حقيقت به لا پوه شي چې رښتيا هم موږ د يوه بې‌پوښتنې هېواد بدمرغه اوسېدونکي يو!
سرخط‬ ورځپاڼه