- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- عبدالغفور پېروز
- 1176
لا اکراه فی الدین د اسلام هغه ځلاند اصل دی چې په پوره قاطعیت یې د عقیدوي ازادي په اړه خپل دریځ اعلان کړ.
که له شخصي سلیقوي، سیاسي، کلتوري، ګوندي او نورو تعصبونو پرته د اسلام اساسي متن په معیاري ډول داسې مطالعه کړو چې د دین او شریعت، رسول او نبي تر منځ شته توپیرونه هم په پام کې ونیسو، د رسول لپاره بیان شوي ځانګړي اختیارات په خپل لاس کې وا نه خلو او په دې هم وپوهېږو چې په دې دنیا کې بشر ته د عقیدې انتخاب ورکول یو طبعي او فطري حق دی، نو راته جوته به شي چې د اسلام اساس پر عقیدوي ازدي او مذهبي زغم ولاړ دی.
اسلام که له یوې خوا د تېري او ظم پر وړاندې مظلومو پرګنو ته له خپل وس سره سم او د یوه منظم دولت په قیادت کې د اخلاقي او بشري اصولو په مرعاتولو د انتقام اخیستلو جواز ورکوي، نو له بلې خوا دا هم په ډاګه کوي چې که کوم شخص او ډله نور انسانان د خپلې عقیدې پر بنسټ ځوروي او د ژوند کولو ساحه پرتنګوي یا یې وژنې نو د مسلمانانو دولت او د واک کړۍ دې د همدغسې متعصبینو پر وړاندې جګړه وکړي.
قران پر دین او عقیده ځورونه یوه فتنه ګڼي چې خپلو پیروانو ته یې څو ځایه ویلي:
د هغو کسانو پر وړاندي وجنګېږئ چې نه غواړي د خدای مخلوق د عقیدې د خپلواک انتخاب حق ولري او له خپلې شخصي ازادۍ مستفید شي.
په قران کریم او نبوي سنتو کې د جګړې ډېری احکام د همدې لپاره ورکول شوي چې که د مذهب په نوم کومه ځانګړې ډله غواړي چې انسانان په فکري او عقیدوي لحاظ د ځان غلامان کړي، د هغوی د شخصي ازادۍ حدود وګواښي او ځانونه پر دې ځمکه د خدای نمایندهګان وبولي، نو لازمه ده چې د هغوی مخه ونیول شي او هر څوک دا اجازه تر لاسه کړي چې د ازموینې او امتحان په دې دنیا کې له خپلې ارادې او انتخابه ازاده ګټه واخلي.
په دې سربېره، قران کریم او نبوي سنتو خپلو پیروانو ته په جدي ډول لارښوونه کړې ده چې د هرې عقیدې درناوی وکړئ، د نورو عقیدو خاواندنو ته د خپلو مذهبي مراسمو د ترسره کولو اجازه ورکړئ او که کوم وخت هغوی پر تاسې انتقاد کوي، نو تاسې هغوی په دلیل او منطق قانع کړئ، له صبر او زغمه کار واخلئ، داسې مه کوئ چې سمدستي له زوره په کار اخیستلو د هغوی د سر او مال خوندیتوب له منځه یوسئ.
رسول الله چې کله تر هجرت وروسته مدینې ته ورسېد، نو لومړی ګام یې دا واخیست چې د میثاق مدینه په نوم یې د مدینې د ټولو اوسېدونکو په ګډون چې یهود هم پکې وو یو سیاسي تړون رامنځ ته کړ.
د دې تړون له مخې یهودانو ته د خپلې عقیدې او ملت پوره ازادي ورکړل شوې وه او دوی مکلفیت درلود چې د ګډ خطر پر مهال به د مدینې د نورو اوسېدونکو په څېر د هغه مخه نیسي. ان یهودو د خپلو شخړو او جنجالونو د حل لپاره د خپل مذهب بېلې محکمې درلودې.
د رسول الله په سيرت او قران کې داسې نورې ګڼې بېلګې هم شته چې ښيي مذهبي زغم او عقیدوي ازادي د اسلام اساسي اصل دی، مګر له بده مرغه د تاریخ په اوږدو کې د قران دې څرګندو نصوصو او د رسول الله سنت ته هیڅ درناوی و نه شو چې دې کار له یوې خوا د ځان د دفاع لپاره مشروع مبارزه بدرنګه کړه او له بلې خوا د مسلمانانو فقهي او تشریعي اثارو ته داسې افکارو لاره ومونده چې د عقیدوي ازادۍ او مذهبي زغم ځای تنګ نظرۍ، تعصب او له بلې هرې عقیدې سره کرکې او دښمنۍ ونیو.
د اسلام د نفاذ او شرعي نظام پلي کوونکو معاصرو سخت دریځو ډلو د ځینو ناسمو توجیهاتو پر بنسټ داسې کړنې ترسره کړې چې نن یې د ټول دین څېره بدرنګه کړې او مسلمان په نړۍ کې د وحشت، تعصب او تشدد مجسم سمبول دی، که موږ غواړو چې نوره نړۍ زموږ په اړه ښه نظر خپل کړي او موږ هم په سیاسي، مالي، تعلیمي او پوځي ډګر کې لازم او مناسب پرمختګ وکړو، نو دې ته سخت ضرورت دی چې هم عقیدوي ازادي او مذهبي زغم د اسلام د یوه اصل په توګه ومنو او هم یې د بشر اساسي حق وګڼو.
سرخط ورځپاڼه