د پاکستاني او افغان ملايانو توپير


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالغفور پېروز
  • 1261

موږ له دې امله افغاني مدرسې او په ټوله کې د مذهبي زده‌کړو بهیر د پاکستان د مذهبي زده‌کړو له بهیر سره پرتله کوو چې یو خو زموږ مذهبي زده‌کوونکي له نورې نړۍ سره چندان بلد نه دي او بل ډېری افغاني طالبانو او ملایانو په پاکستان کې مذهبي درسونه لوستي دي.

د افغانستان له مذهبي بهیر سره د پاکستان د طالبانو او ملایانو یو لوی او څرګند توپیر دا دی چې د هغوی ملي روحیه ډېره پياوړې ده. خپلې ملي ګټې، ملي څېرې، ملي لومړیتوبونه او هېواد وملت‌پالنه پېژني. له ملا تر طالبه ټول یې له ملي مسایلو سره ژوره علاقه لري، له خپلو ملي ارزښتونو سره اشنا دي، په خپل ملت، هېواد، پوځ، ملي بیرغ او دولت ویاړي. خپله ملي ژبه زده کوي، په خپل نصاب کې یې داخله کړې او ګڼ کتابونه یې پکې لیکلي دي ان د ډېری پاکستاني طالبانو خپل ملي سرود په یاد زده وي. څرنګه چې کریکټ د پاکستان ملي لوبه ده له همدې امله ټول پاکستانیان که څه هم ملا او طالب وي له دې لوبې سره سخته مینه لري. کله چې د پاکستان ملي او نورې لوبډلې له کوم بل هېواد سره په سیالي بوخت وي نو دوی یې خورا په شوق تعقیبوي، د خپل هېواد ټول مشهور لوبغاړي پېژني، په کار نامو یې خبر دي او د هغوی حالات مطالعه کوي. یو چا راته کیسه کوله چې د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې له یوه هېواد سره مهمه لوبه درلوده. د مدرسې یوه زده‌کوونکي د راډيو له لارې په مستقیم ډول د لوبې حالات تعقیبول او ګوشۍ یې په غوږو کې وې پر سبقه ناست وو، کله چې یوه پاکستاني لوبغاړي څلوریزه ووهله نو ده بې‌اختیاره وویل: اه! استاد ورته وویل: څه کوې؟ ده وویل: چوکه (څلوریزه) یې ووهله. همداراز جاوید احمد غامدي په خپل کتاب مقامات کې د وتلي دیني عالم امین احسن اصلاحي په حالاتو کې له خپل هېواد پاکستان سره د هغه مینه یادوي او لیکي چې کله به د پاکستان او هند د کریکټ ملي لوبډلې د یوه بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووتې؛ نو تر هغه وخته به یې پوښتنه کوله چې وروستۍ پایله به څرګندېده،همداسې نور ګڼ مثالونه شته چې له خپل هېواد او ملي مسایلو سره د پاکستاني ملایانو او طالبانو مینه او خواخوږي ثابتوي.
په پاکستاني مدرسو کې له عصري علومو، ساینس او ټیکنالوژۍ سره هیڅ مخالفت نه کېږي، بلکي ډېری مدرسې یوه دیني زده‌کوونکي ته په دې شرط داخله ورکوي چې باید تر یوه حده یې ښوونځی هم لوستی وي. ان د ځينو مدرسو د لوړې داخلې یو شرط دا هم دی چې باید زده‌کوونکی د لسم ټولګي سند ولري. دا مهال چې په ټوله نړۍ کې انګلیسي ژبه له هره پلوه مهمه ده او د نوي عصر ګڼ پرمختګونه له هغې سره تړلي او تر ډېره د ساینس و ټیکنالوژي ژبه بلل کېږي له همدې امله انګلیسي د ډېری پاکستاني مدرسو د نصاب لازمه برخه ده.
پر دې سربېره د پاکستاني مدرسو مدیران، استادان او مسولان د اسلامي نړۍ ان د غربي هېوادونو له مذهبي ادارو، مدرسو او پوهنتونونو سره پراخې اړیکې لري، تر منځ یې تګ‌راتګ، د افکارو تبادله او همکاري شته. د پاکستان ملایان او طالبان په داسي حال کې له خپل دولت او حکومت سره ښې اړیکې پالي، همکاري ورسره کوي او په ګڼو ادارو کې په سیاسي او ادارې فعالیتونو بوخت دي چې له ډېره وخته د دې هېواد مذهبي کړۍ، ګوندونه او مدرسې د خپل پوځ او حکومت پر ګڼو پالیسيو د شریعت په رڼا کې پراخې او ژورې نیوکې لري؛ مګر له دې سره سره هغوی هیڅکله خپل پلویان، شاګردان، مریدان او ملاتړي د پوځ او دولت پر خلاف وسله‌والې مبارزې او بغاوت ته نه هڅوي ځکه هغوی په دې پوهېږي چې وسله‌وال بغاوت هم زموږ په زیان دی او هم د ټول هېواد او ملت. دوی درک کړې ده چې که په کومه سیمه کې یو ځل د ټوپک او وسلې کولتور رامنځ ته شي بیا یې مهارول ډېر سخت کار دی. دا په داسي حال کې چې هلته د ګڼو مذهبي فکرونو مدرسې، ګوندونه او جریانونه موجود دي، مګر له هر ډول فقهي او فکري اختلافاتو سره سره دوی ټول پر ملي مسایلو او ملي ګټو یوه خوله دي.
ان د پاکستان ځيني مذهبي جهادیان، مدرسې او دیني ادارې نشراتي ارګانونه لري، غږيزي، انځوریزې، برېښنايي او چاپي رسنۍ لري او ګڼې خیریه ادارې پر مخ بیايي.
پاکستاني ملایان او طالبان نه د ښځو له زده‌کړو سره مخالفت کوي او نه یې د سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي فعالیت خلاف دي. په پاکستان کې بې‌نظیر بوټو لومړۍ وزیره وه او ګڼې ښځې په پوځ او ملکي اداره کې په کار بوختې دي، خو هیڅکله پاکستاني ملایانو دا شیان د دولت، پوځ، هېواد او ملت پر خلاف د جهاد د فرضېدو لاملونه نه دي ګڼلي، بلکې په هر حالت کې یې له خپل دولت سره همکاري کړې ده. سره له دې چې په نظري ډول د دغسي چارو مخالفت هم کوي خو دوی په عمومي ډول د پاکستان ملي ګټې تر هر څه مهمې ګڼي خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې بیا د همدغو ملایانو په لاس د روزل شویو ملایانو او زده‌کوونکيو فکر او عمل ډېر جلا دي، سره له دې چې د پاکستان خپل ملایان او طالبان همدارنګه افغاني ملایان او طالبان هلته دا هرڅه مني او په اړه یې هیڅ نه وايي بلکي په عملي او نظري ډول یې قبول کړي دي، خو کله چې همدغه چارې له افغانستان سره تړاو پيدا کوي نو هلته د ټولو نظر سل په سل کې بېل وي او پر همدغه اساس زموږ دولت بې‌لارې ګڼي او پر ضد یې وسله‌وال بغاوت د شریعت لازمي غوښتنه بولي.
د پاکستاني مذهبي کړیو یوه بله لویه ښېګڼه دا ده چې تر منځ یې همغږي شته، هر ډول مذهبي جریانونه یې ځانګړې مرکزي اداره لري، مثلاً د دیوبندیانو مدرسې د وفاق المدارس پاکستان تر چتر لاندې رسمي فعالیت کوي او د پاکستان په ګوټ ګوټ کې د همدې فکر مدرسې له دولت او دې ادارې سره ثبت شوې دي. د ټولو لپاره یې یو ډول نصاب چمتو کړی او یوه پالیسي لري، که څوک د هغې مخالفت وکړي سمدستي یې د وفاق المدارس له بهیره باسي او بیا ټول ورسره اړیکې شلوي. د بېلګي په توګه کله چې په اسلام اباد کې د مولانا عبد العزیز تر مشرۍ لاندي یوې مدرسې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نوم ځینې توند او خپل‌سري ګامونه واخیستل نو د وفاق المدارس ادارې له دې امله جلا کړه چې د دوی د تګلارې مخالفت یې کړی و، پر دې مدرسې بیا د پاکستان پوځ عملیات وکړل ګڼ زده‌کوونکي او د دې مدرسې چارواکي یې ووژل چې په وژل شویو کې د مولانا عبد العزیز ورور غازي رشید هم و. په خپله عبد العزیز یې ژوندی ونیو او ډېر وخت بندي و. د عملیاتو پر مهال چې کوم زده‌کوونکي ووژل شول په هغو کې ګڼ ماشومان هم و، خو له دې ټول ظلم او وحشت سره سره د پاکستان ملایانو، جهادي او مذهبي ډلو، سیاسي ګوندونو او لکونو مدرسو نه د دولت او پوځ پر خلاف وسله‌واله مقابله وکړ او نه یې د هغوی د کفر فتوا صادره کړه. ان د پاکستان د پخواني ستر مفتي مولانا محمد شفیع زوی او د وتلي دیوبندي ملا تقي عثماني ورور رفیع عثماني په ورځپاڼو کې دا جګړه داسي وبلله لکه د اسلام په لومړني تاریخ کې چې دعلي او معاویه رضی‌الله‌عنهما تر منځ پېښه شوې وه. مطلب یې دا وو چې دواړه لوري په خپل شرعي اجتهاد کې تېروتي دي، هر لوري ته به الله جل‌جلاله نېکه بدله ورکړي، که څوک په اجتهاد کې غلط و د هغه به یو اجر وي او که حق ته رسېدلی و د هغه به دوه اجره وي.
د پاکستان ملایان او طالبان د اساسي قانون په رڼا کې پر ډیموکراسۍ او ټولټاکنو باور لري او د ووټ یا رایې په وسیله د خپل سیاسي برخلیک ټاکنه دیني مسولیت ګڼي، همدا وجه ده چې هلته ګڼ مذهبي ګوندونه په رسمي ډول سیاسي فعالیت کوي او تل سیمیزو و ملي ټولټاکنو ته خپل کاندیدان وړاندي کوي. د هرې مذهبي ډلې ملایان او طالبان په دې مسایلو کې له خپلو ډلو سره اوږه پر اوږه ولاړ دي او پاکستانیان دې ته هڅوي چې په انتخاباتو کې د دوی د ګوند او کاندید ملاتړ وکړي. پاکستاني ملایان په خپلو لیکنو او ویناوو کې د پاکستان خلګو ته وايي چې رایه یو امانت دی باید دوی خپله رایه مذهبي ګوندونو ته ورکړي، ځکه هغوی غواړي چې په پاکستان کې شرعي نظام راولي. معنی دا چې د ټولټاکنو په وسیله واک تر لاسه کول هم د اسلامي مبارزې یوه برخه ده. په داسي حال کې چې زموږ ډېری ملایان ټولټاکنې او انتخابات مطلق کفر ګڼي اوپه هیڅ ډول دې ته نه دي تیار چې له دې لارې سیاسي مبارزه وکړي.
د حیرانتیا ځای دا دی چې همدغه افغاني ملایان او طالبان د پاکستان مدرسې، مذهبي ګوندونه، شیخان او مفتیان د ځان لپاره قدوه، نمونه، مشران او استادان ګڼي خو هغوی چې په پاکستان کې پر کومه لار روان دي هماغه تر کرښې دې خواته کفراو ضلالت ګڼي او هلته یې هم ورسره مني او هم چې فرصت په لاس ورشي په دې چارو کې ورسره ونډه اخلي. زه ګڼ داسې ملایان او طالبان پېژنم چې پاکستان ته تر تلو وروسته یې کله د هغه ځای تابعيت تر لاسه کړ نو په مذهبي ګوندونو کې داخل شول او په ټولټاکنو کې یې ونډه واخیسته، مګر په افغانستان کې به یې همدغه چارې کفر او ناروا ګڼلې.
پاکستاني ملایان او طالبان پر خپل دولت او پوځ باور لري او داسې انګېري چې دوی له نورې نړۍ سره کوم سیاسي روابط پالي او یا تړونونه ورسره کوي دا د هغوی کار دی، دوی په دې برخه کې مسلکیان دي باید پر پرېکړو او تصمیمونو یې باور ولرو ځکه نو هغوی هیڅکله په دې وجه د خپل دولت پر خلاف وسله نه ده پورته کړې چې ولې مو له امریکا سره سټراټېژیک تړون کړی او د اسلامي حکومت او یا ډلې پر خلاف ولاړ یاست. دوی که دغه ډول اعتراض لري نو د مدني حرکتونو او لاریونونو په وسیله خپل اواز اوچتوي تشدد او تاوتریخوالي ته هیڅکله لاس نه اچوي.
د پاکستان مذهبي بهیر له دې امله هم زموږ تر مذهبي بهیر غوره دی چې د دوی د فتوا لپاره ځانګړې اشخاص او ادارې لري، هر څوک نه شي کولای چې پر خپل سر په تېره بیا د جهاد، ارتداد، وسله‌وال پاڅون او ملي مسایلو په برخه کې له څه تخصص او پراخ اعتبار پرته فتوا ورکړي. په دې ډول مسایلو کې هغوی خپل‌منځي غونډې کوي ټولې اړوندې کړۍ او اشخاص په جریان کې اچوي او بیا یو مناسب تصمیم نیسي. له بده مرغه په افغانستان کې نه د فتوا ځانګړي مرکزونه شته او نه په دې اړه تخصصي زده‌کړو او کاري تجربې ته کتل کېږي هر ملا په هر وخت کې هر ځای د هر ډول لویو مسایلو په اړه فتواوې ورکوي.
لنډه دا چې زموږ او د دوی ملایان او طالبان له یو-بل سره دومره توپیر لري لکه ځمکه او اسمان. زموږ ملایان نه پر ملي مسایلو پوهېږي او نه ورسره علاقه لري. ملت او هېواد‌پالنه د شریعت خلاف ګڼي، د هر نظام پر ضد یې د کفر، ارتداد او غلامۍ فتوا ورکړې، ډېری یې د عصري زده‌کړو او ښځو د سواد خلاف، ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي، ځانونه په هر ډول نړيوالو ملي، سیاسي، نظامي، فرهنګي، ساینسي او تخنیکي مسایلو کې متخصصان ګڼي. خو کله چې دغه طالبان او ملایان تر کرښې واوړي او پاکستان ته ورسېږي نو د سیاست، حکومت، عصري زده کړو، ښځو د سواد، کار او هر څه په اړه یې دریځ یو سل و نوي درجې توپير وکړي هلته هم دا هر څه زغمي او هم پکي فعاله ونډه اخلي، خو ټکه هغه وخت راپرېوځي چې د پاکستاني استخباراتي کړیو او مذهبي اشخاصو او ډلو په مرسته او فتوا د یو سیسټماټیک پلان له مخې د پولې دې غاړې ته د جهاد په پلمه رالېږل کېږي.
سرخط‬ ورځپاڼه