- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد عیسی مومند
- 1424
د جمعې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو له خوا څلور (A-29 Super Tucano) ډوله الوتکې افغان هوايي ځواک ته ورکړل شوې.
که څه هم د دغو الوتکو پر وړاندې مخالفتونه پیل شوي او داسې ویل کېږي چې دغه الوتکې نهشي کولای د افغانستان له هوايي ځواک سره مرسته وکړي؛ خو عیني واقعیتونو او د دغو الوتکو ځانګړتیاوو ته په کتو سره، په اوسنیو شرایطو کې افغان هوايي ځواک ورته اشد ضرورت درلود.
ټاکل شوې ده چې تر نږدې راتلونکي پورې ۱۶ نورې دا ډول الوتکې هم افغان هوايي ځواک ته وسپارل شي چې مجموعي شمېر به يې۲۰ ته ورسېږي.
ځانګړتیاوې
سوپر ټوکانو د سپکو عملیاتو لپاره تر ټولو مهمې الوتکې شمېرل شوې چې کولای شي ۱۳۰بېلابېل ډول پوځي تجهیزات له ځانه سره ولېږدوي او په یوه وخت کې په هممهاله توګه ۳ وسلې/تجهیزات وکاروي.
د MK-81 او MK-82 په څېر له ۲۵۰ پونډو څخه تر ۵۰۰ پونډو پورې درانده بمونه هم لېږدولای او استعمالولای شي.
همداراز سوپر ټوکانو الوتکې د لېزري سیسټم په درلودلو سره کولای شي چې هدایت کېدونکي بمونه ولېږدوي. په ټولیزه توګه دغه الوتکه کولای شي تر ۱۰۰۰ کلیلو ګرامه مهمات ولېږدوي او د اړتیا په صورت کې ترې استفاده وکړي.
دغه الوتکه په یوه ساعت کې ۵۰۰ کیلو مټره واټن وهلای شي او دا توان لري چې د څلورو ساعتونو لپاره په هوا کې پاتې شي.
همدا راز کولای شي دوه ۶۶۰ لېټره ټانکۍ هم له ځانه سره ولېږدوي چې لهدې سره د اړتیا په وخت کې د دغې الوتکې د الوتنې موده له ۴ ساعتونو څخه ۹ ساعتونو زیاتېږي.
د سوپر ټوکانو الوتکو یوه ځانګړتیا دا ده چې کولای شي په نامساعده هوا کې پرواز او بمباري وکړي. همدا راز د ماینونو خنثی کولو، د پیلوماټو روزنې، بمبارۍ او کشفي برخو کې ترې استفاده کېدای شي.
پوځي عملیات
کله چې سپک عملیات (Light Air Support) یادېږي؛ مانا دا چې تر ډېره بریده لهدغو الوتکو څخه د ځمکنیو ځواکونو ملاتړو په توګه په نږدې واټن کې استفاده کېږي چې په ټيټه ارتفاع کې پرواز، کم سرعت او د دښمن په نښه کول رانغاړي.
له دې امله چې د الوتکې سرعت ورو دی، د نورو الوتکو خصوصا جټ په پرتله کم لګښت لري چې کېدای شي په زیاتو عملیاتو کې ترې استفاده وشي.
د سرعت کموالي له امله سوپر ټوکانو دا توان لري چې ډېر وخت د دښمن پر سر پرواز وکړي او اهداف له منځه یوسي. همدا راز د پرواز زیات وخت (له څلورو تر نهوو ساعتونو) دا وړتیا ور په برخه کړې چې خپل شاو خوا ټول پوځي تجهیزات (یو ټن) وکاروي.
دې ته په کتو سره چې وسلهوال مخالفین په سپکو وسلو سمبال دي، نو د وسلهوالو مخالفینو ځپلو او له منځه وړلو لپاره دغه الوتکې ګټورې تمامېږي. البته د افغانستان لومړنی هېواد نه دی چې له دغو الوتکو څخه استفاده کوي، د نهوو هېوادونو (انګولا، برازیل، بورکینافاسو، چیلي، کولمبیا، ډومینکن، اکواډور، انډونېزیا او موریتانیا) پوځونه هم له دغو الوتکو استفاده کوي او ټاکل شوې چې د لبنان په ګډون یو شمېر نور هېوادونه هم دغه الوتکې ترلاسه کړي.
د باور نهشتوالی د هوايي ځواک پر وړاندې لوی خنډ
په لومړیو کې د امریکا په مشرۍ ناټو پتېیلې وه چې افغانستان به شاو خوا ۷۰زره اردو ولري؛ خو له افغانستان سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروګرام جوړېدل له یوې خوا او له بلې خوا افغان امنیتي ځواکونو ته په داسې حال کې د ټول هېواد د امنیتي چارو سپارل چې وسلهوال مخالفین هم پياوړي شوي له بلې خوا، د دې لامل شو څو ناټو پر خپل دغه پلان له سره کتنه وکړي او د افغان امنیتي ځواکونو شمېر زیات کړي.
له همدې امله اوس مهال د افغان امنیتي ځواکونو شمېر شاو خوا ۳۵۰ زرو تنو ته رسېږي.
اوس مهال د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې دوه جدي ستونزې پرتې دي:
د باور نهشتوالی او د هوايي ځواک کمزورتیا.
که څه هم ظاهرا ناټو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیا او پياوړتیا ټینګار کوي، خو د دوی له خوا د وروستي رپوټ خپرېدل په دې مانا دي چې ناټو لا هم پر افغان امنیتي ځواکونو باور نه لري.
د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د بېباورۍ فضا او ځاني بریدونه هغه څه دي چې د دغې بېباورۍ لامل شوي دي.
د تېرو کلونو په اوږدو کې په وار وار د هغو کسانو له خوا چې د امنیتي ځواکونو جامې یې پر تن وې، پر نورو سرتېرو او بهرنیو ځواکونو بریدونه شوي او تلفات یې اړولي دي.
دغو بریدونو د هوايي ځواک په نه تجهیز کې خپل رول درلودلی، ځکه ستونزمنه ده داسې تضمین دې ورکړل شي چې سبا ورځ دې یوه نظامي الوتکه په دغه هدف نه کارېږي.
دغه ستونزه د مخکېني حکومت پر مهال جدي وه او هغه وخت لا جدي شوه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو طیارو له ترلاسه کولو څخه ډډه وکړه.
باور دا دی که د مخکېني ولسمشر حامد کرزي واکمنۍ پر مهال دغه الوتکې ترلاسه شوې وای، له یوې خوا به وسلهوال مخالفین ځپل شوي وای، له بلې خوا به د باور فضا رامنځته شوې وای او همدا راز په دې برخه کې به مو روزل شوي پيلوټان درلودای، خو اوس مهال چې دغه الوتکې ورکړل شوې، نو په دې مانا ده چې هر څه له صفره شروع شوي.
الوتکې په وړیا توګه د افغان حکومت په واک کې ورکول شوې او هغه مهال به لا نورې الوتکې هم ورکړل شي چې په بشپړه توګه د باور فضا رامنځته کړای شي.
سرخط ورځپاڼه