- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- مشفق
- 1176
په اوس وخت کې مو هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ دی چې تر ټولو غټه ستونزه يې بېامني او جګړه ده او همدغه بدمرغي مو له لسیزو لسیزو را روانه ده، ایا زموږ دغه ستونزې د حل لار نه لري؟ ولې به افغانستان له اوږدې مودې راهیسې کړېږي او خلک به همداسې ناهیلې وي؟ موږ به څه ډول وکولای شو چې خپلو دغو ستونزو ته د پای ټکی کښېږدو او د حل اساسي لار کومه ده؟
که نورو هېوادونو ته وګورو نو دا به راته څرګنده شي چې په اوس وخت کې د دغو هېوادونو د بري راز او دا چې په دغو هېوادونو کې ولې کراري ده، ان جګړهځپلي هېوادونه څه ډول وتوانېدل چې خپل حالت سم کړي او له ستونزو راووځي، یو مهم او ډاډمن ځواب مو مخې ته څرګندېږي چې هغه د خلکو په منځ کې پیوستون او ملي یووالی دی چې د دوی د بري اساسيراز جوتوي. زموږ په هېواد کې هم کېدای شي زموږ اوږدو بدمرغیو ته د پای ټکی همدا زموږ مليیووالی کښېږدي چې بشپړ رسېدو ته یې ټول باید په ګډه هڅه وکړي او په دې لار کې هر ډول قربانۍ او تېرېدنې ته حاضر شي.
مليیووالی د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې داسې یو درمل دی چې زموږ زیات دردونه رغولای شي. له بدهمرغه تېرو جګړو او د بهرنیانو تېریو په دې هېواد کې داسې بدمرغۍ په میراث پرېایښې چې سمولو ته یې ډېر کار لازم دی. کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ؛ نو د افغانستان ټولنه د جګړو له کبله په برخو برخو مجبوراً ووېشل شوه، شوروي او تر حمایه لاندې رژیم یې داسې ښارونه او کلي تر جګړو لاندې نیولي وو چې بېوزلي افغانان هر ځای په خپلو کليو، کورونو او سیمو کې محاصره وو، په یو هېواد کې سلګونه بریدونه یا سرحدونه جوړ شوي وو، نه یوازې په کور دننه مو داحال و، بلکې په میلیونونو خلک مو هر لور او باندېنيو هېوادونو ته مهاجرشول. د بېلتون د همدې کرښو په پایله کې کله چې مجاهدین بریالي شول، شوروي اتحاد ړنګ او په لاس کښېنولی رژیم یې نسکور شو؛ نو د جګړو په پایله کې جوړ شوي بریدونه تر ډېرې مودې زموږ په هېواد کې پاتې شول او لا هم لیدل کېږي چې خپلې اغېزې لري.
یو شمېر سترو د سیمې او ګاونډیو هېوادونو چې نه یې غوښتل افغانستان خپل برم او ځواک تر لاسه کړي، نو لا یې هم زموږ د قومونو، ولسونو، سیمو او مذهبونو د بېلتون اور ته لمن ووهله او له بدهمرغه چې په پایله کې یې افغانان په دې اور کې وسوځېدل او لا هم سوځي.
په اوسنیو حالاتو کې هم کله نا کله داسې پېښې را منځ ته کېږي چې توکمیز رنګ لري او داسې څرګندېږي چې د هماغو پخوانيو جګړو اغېز لا پوره ختم نه دی.
یو شمېر کورنۍ حلقې او څېرې د خلکو له خوا رټل شوې او له هغوی سره په مخامخېدو کې شرمېږي، نو د دې لپاره چې په خلکو کې خپل حضور پیدا کړي او له ټولنې تجرید نه شي، د ملت، قام او ژبې په نامه پر خپلو جنایتونو پرده غوړوي او له دې لارې د خلکو له احساساتو کار اخلي او د قام په بانه له هغوی سره د خواخوږي په پلمه د هغوی له کساته ځان خلاصوي او هم غواړي خپل پخواني جنایتونه په دې توګه پټ کړي او د هېواد په خلکو کې په نفاقغورځونې سره ملت مصروف او ځان له محاکمې خلاص کړي او یا هم په اوس او راتلونکي کې له دې لارې ځان ته امتیاز او ګټه خوندي کړي.
خو افغانان پر دې باید پوه وي چې د دوی بری یوازې او یوازې په مليیووالي او پیوستون کې دی او بس. کله دې هم د مغرضو کسانو په لمسون چې له شکه پرته به بهرنی مادي او معنوي ملاتړ هم ورسره وي، نه غولېږي او هغوی ته دې غاښماتوونکی ځواب ورکړي او په مليیوالي دې د پرمختګ او بریالیتوبونو پر لور ګامونه ګړندي کړي.
نړۍ هغه ده په یوویشتمه پېړۍ کې د یووالي او نړيوال کېدو پر لور ګامونه اخلي، اروپایي هېوادونه چې په همدا څو تېرو لسیزو کې یې خپلمنځي ډېر اختلافونه او جګړې درلودې، دا دی اوس د یووالي او پیوستون پر لور ځي، هغوی د یووالي په خوند پوه شوي، هغوی ته د پیوستون ګټې څرګندې دي، یوازې په دا تېرو څو کلونو کې کله چې اروپایي اتحادیې خپل د چلند اسعار یو کړل او (یورو) نړیوال ارزښت وموند؛ نو څومره یې د نورو اسعارو ارزښت له منځه یووړ او څومره یې خپل اقتصادي استقلال تر لاسه کړ، همدارنګه څومره یې په دې اړوند اقتصادي او اداري ستونزې راکمې کړې. د دوو المانونو په یو کېدو سره جرمني یو ځل بیا نړيوال ځواک شو او دا دی د امنیت د شورا د غړیتوب دعوه کوي، په امریکا کې سره له دې چې د نړۍ پر سر ټول توکمونه او مذهبونه اوسېږي -چې د افغانستان مېشت ټولې ژبې او مذهبونه یې یوه ډېره کوچنۍ برخه ده- بیا هم د نړۍ ستر پوځي او اقتصادي طاقت دی او په سلګونه نورې بېلګې چې جوتوي، ځواک او پرمختګ په یووالي، اتفاق او پیوستون کې دی.
افغانان دې پر دې پوه شي چې له مليیووالي پرته به یو هم ګټه پورته نه کړای شي، هغه پښتو مشهور متل دی چې وایي: (که تا ويل چې زه یم او ما ويل چې زه یم، نه به ته یې نه به زه یم او که ما ويل چې ته یې او تا ويل چې ته یې، هم به زه یم هم به ته یې)
موږ که یو بل ته درناوی و نه لرو، که موږ یو بل ته په حق قایل نه شو، که موږ یو بل ته ګذشت و نه لرو، که موږ یو بل ته ښه نیت پيدا نه کړو، ثابته خبره ده چې ټول به په ناوړه پایلیک اخته یو او که یو بل ته په حق قایل شو او خپلې ملي ګټې په پام کې ونیسو او هغه ټول اصول چې د یو هېواد وګړيو ته په کار دي، په پام کې ونیسو؛ نو څرګنده ده چې هم مو هېواد بریالی دی او هم به موږ خپله بریالي یو، هم به مو ملي ګټې تامین وي او هم به مو شخصي او اقتصادي ګټې له تاوانه بچ وي.
د افغانستان مېشتو قومونو نور نو د توکمغوښتنې او ځانغوښتنې دود ډېر زوړ شوی او هغه څوک یې چې لري، داسې ښکاري چې ډېر د جاهلیت او ناپوهي په دریاب کې لاهو دی، که څوک غواړي چې له جاهلیت او ناپوهي مبرا واوسي، نو د توکمغوښتنې او ځاني ګټو پلویتوب باید و نه کړي. خپلو ملي ګټو ته درناوی وکړي او د اوسني عصر او اوسنۍ نړۍ غوښتنو ته دې لبیک ووایي.
زموږ په هیواد کې که بیا هم څوک د توکم، ژبې، مذهب، سیمې او یا کوم بل تبعیض اور ته لمن وهي، هغه د خپل ځان، قام او خپل هېواد دښمن بلل کېږي. راځئ چې نور وړې ستونزې په نورو لارو حل کړو، راځئ چې په ناپوهي کې هم خپل قام او هم نور د بدمرغیو په تيارو کې و نه نغاړو. هوښیار افغانان نور د هزاره، تاجک، پښتون، کوچي، ازبک، ترکمن او بلوڅ خبره نه کوي، افغان نور باید یو افغان وي او بس.
د رسنیو دنده ده چې د نفاقخپرونې پر ځای خپل خلک د بېلتون، نفاق، او دښمني په ناوړه پایلو پوه کړي. هغوی دې د یووالي او پیوستون هغه مزایاوې چې هر چا ته ور په برخه کېږي، خلک وپوهوي. زموږ د هېواد دښمنان غواړي چې دلته دې نفاق، بېلتون او جګړې وي، هغوی په ډول ډول دسیسو لاس پورې کوي څو چې پخپله دغه موخې تر لاسه کړي. د پيسو په کارولو او د یو شمېر کسانو په اجیرولو خپلې پروژې غواړي عملي کړي؛ خو افغان ملت باید چې په ناپوهي سره په دغو له غرضه ډکو جالونو کې و نه نښلي او ځان له ملي خیانت او د خدای له غضبه د تل په مخه خلاص کړي او که چېرې داسې وشول؛ نو ډاډمنه خبره ده چې پر ډېرو ستونزو به بریالي یو، که خدای کول جګړه به هم نه وي، اقتصاد به مو هم ښه وي او له ډېرو ناخوالو او بدمرغیو به مو ځان خلاص کړی وي.
سرخط ورځپاڼه