سفید پوشه قصابان


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 1058

 د دوا کڅوړې مې تشې کړې، خو ناروغي مې ښه نه‌شوه. د پېښور لپاره مې د سفر موزې په پښو کړې. 

مخکې له دې چې حرکت وکړم، یوه پېښور مېشتي دوست سره مې اړیکه ونیوله. هغه ویل؛ سبا مه راځه، زه به درته نوبت واخلم او بیا به احوال درکړم.
دوه ورځې وروسته احوال راغی او روان شوم. ماسپښین د ډاکټر کتنځي ته ورسېدو. اوږدې څوکۍ ایښې وې. کتار خلک ناست وو، یو هلک د معاینې‌خانې مخې ته ولاړ و. نوم به یې واخیست او بیا به ناروغ له څوکۍ پورته شو.
کوربه ویل، دلته تل همدا حال وي. دلته د تکړه ډاکټرانو مراجعین ډېر زیات وي. باید یو دوه ورځې مخکې نوبت ونیول شي. 
اوس زموږ د پلازمېنې په ګډون، په ګڼو ښارونو کې شخصي کلینکونه فعال دي. 
په دې کلینکونو کې پاکستاني ډاکټران کار کوي. د ځینو نورو هېوادونو ډاکټران هم لګیا دي طبابت کوي او لګیا دي د ناروغانو له جېبونو پیسې راباسي.
له پخوا راسره یوه پوښتنه وه، خو دا مې بې‌ځایه پوښتنه ګڼله. سوال دا و چې ایا دلته راغلي پاکستاني ډاکټران به هماغه ډاکټران وي چې هلته ګڼ شمېر ناروغان لري؟ دا به هماغه ډاکټر صاحبان وي چې په خپل لیاقت او مهارت یې بې‌حده ناروغان پیدا کړي؟ او...
دې پوښتنې به نورې پوښتنې وزېږولې؛ ښه که دوی هماغه وي، نو دوی ته خو هلته بې‌شمېره ناروغان کتار ناست وي، هغه چا ته پرېږدي؟ 
ښه، که دا هماغه وي، نو هلته چې دومره ډېر مراجعین لري، دلته څه کوي؟ 
ولې په لوی لاس خپل ژوند په خطر کې اچوي؟ ولې په لوی لاس زموږ وطن ته راځي؟ داسې وطن ته چې ژوند پکې چانس او مرګ پکې حتمي دی او...؟
کله به مې دغه پوښتنې خپل وهم ګاڼه، خو کاش وهم وای، خبره داسې نه ده. 
د چهارشنبې د شپې په خبري سرویس کې مې له شمشاد ټلوېزیون څخه د پکتیکا د خلکو غږونه واورېدل.
هغوی شکایت درلود چې دلته پاکستانيان د ډاکټرانو په نوم شخصي کلینکونو کې فعالیت کوي. دوی د خلکو ژوند تباه کوي. دوی مسلکي ډاکټران نه دي، بس له خلکو پیسې لوټي، یوازې سپینې چپنې یې اغوستې دي.
هغوی پوهېږي چې افغانستان هغه دېګ دی چې د جګړو اورونو یې سرپوښ ویلې کړی دی. بې‌سرپوښه شوی او اوس ورته هر مچ لوېږي. 
دا د دولت ضعف دی او دا د دولت ناکامي ده چې څارنه نه‌شي کولای او هر سړی یې خپلسرۍ ته پرې ایښی دی.
اساسي قانون د ټولو افغانانو لپاره وړیا روغتیايي خدمتونه برابرول د دولت مسوولیت ګڼلی، خو لکه دولت چې نور مسوولیتونه سم نه دي ادا کړي، دا هم ترې پاتې دی. 
دلته دولتي روغتیايي مرکزونو کې څومره چې په کار ده، هومره اسانتیاوې نه‌شته. 
خلک مجبور دي، شخصي صحي مرکزونو ته مراجعه وکړي، خو هلته بیا په داسې کسانو اوړي چې هوايي راغلي دي او یوازې د خپلو ګټو په فکر کې دي.
د اساسي قانون دوه پنځوسمه ماده، خصوصي صحي خدمتونو او د روغتیايي مرکزونو جوړول هڅوي، خو د یوه قانون په چوکاټ کې، داسې نه چې هر څوک راشي او د مریض سر ته ودرېږي.
دلته قانون تطبیقوونکي ارګانونه او مسوول اشخاص د خپلو ګټو لپاره قانون نه پلی کوي.
دوی د پیسو او یا سفارشونو په مقابل کې او یا د ټمبلۍ له مخې د قوانینو نقض کوي او دغه نقض ملت ته پر ملا کاري ګوزارونه ورکوي.
ډېره عجیبه وه چې کله خبریال د پکتیکا د صحت عامې له رییس سره د غیرمسلکي پاکستاني ډاکټرانو د فعالیت موضوع شریکوي، نو هغه ورته وايي چې په دوو اوونیو کې به په دې اړه څېړنه وشي!
لکه دا کار چې همدا اوس شروع شوی وي. لکه دا کلینکونه چې همدا نن فعال شوي وي او لکه... عجیبه مسوولین دي، تر هغې له خپلي کاري ساحې نه خبرېږي تر څو چې کوم راپور خپور نه شي او شخصا ده ته راجع نه شي.
په ټولو برخو کې، په ځانګړې توګه د صحت په برخه کې معمولي بې‌غوري هم ستر جرم دی او هر څوک چې دغه بې‌غوري کوي باید مجازات شي. 
شخصي کلینکونه جدي او اساسي پلټنه غواړي، ستونزه یوازې د پکتیکا نه ده. ستونزه د ټول هېواد ده. 
له روغتیايي مرکزونو څخه باید سفید پوشه قصابان لېرې شي، کنه دا قصابان به ولس حلال حلال کړي.
سرخط‬ ورځپاڼه