د طالبانو فرعونيت


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مير اخلاص الدين حقاني
  • 1157

 دا يوه رښتيا او کره خبره ده چې د طالبانو رامنځ‌ته کول د امريکا، انګلستان او پاکستان يوه ګډه پروژه وه. 

په دې هکله بې‌نظير بوټو، جنرال بابر، هيلري کلينټن، پروېز مشرف او ګڼو نورو اعترافات کړي او د نړۍ په معتبرو رسنيو کې يې ويناوې ثبت شوې دي.
په لومړيو وختونو کې د دې ډلې مخترعينو ته ستونزه دا وه چې تر مجاهد بل کوم سپېڅلی نوم پیدا کړي، تر څو يې د دې نوې ډلې لپاره غوره کړي.
په دې برخه کې پرله‌پسې شپږ مياشتې غونډې وشوې، تر مجاهد بل سپېڅلی نوم يې و نه موند او په پای کې په دې پرېکړه وشوه چې د طالب نوم ورته غوره کړي.
سره له دې چې له روسانو سره د جهاد وخت که چا ته په ياد وي، نو بې‌له مبالغې به دا ومني چې طالب او ملا په جهاد کې برخه نه ده اخيستې، کېدای شي چې يو نيم به په کومه جبهه کې و، خو په ټوله کې په نشت حساب وو.
پورته دريو هېوادونو لږ وروسته د دې ډلې د مشر د ټاکلو په برخه کې هلې ځلې پيل کړې چې کله ځينو ورسره و نه منله، نو د ملا عمر په نامه يو نالوستی او د بدني جوړښت له کبله يو نيمګړی ملا يې چې په شرعي لحاظ يې د مشرۍ اجازه نه لرله، د اميرالمومنين په نامه د افغانستان پر خلکو وتاپه.
اميرالمومنين ته به د پاکستاني جنرالانو له خوا فرمانونه راتلل او هغه به يوازې لاسليکول، نور يې نو نه سياسي بصیرت درلود او نه هم په خبره پوهېده.
د طالبانو ډله چې د جوړښت ستنې يې پر درواغو ولاړې وې، له پيله په داسې حال کې چې د اسلام په دين کې يو سخت ناروا عمل دی، په درواغو پيل وکړ.
هغوی په لاسونو کې قرانونه نيولي وو، همدا شعار به يې ورکاوه چې موږ د فساد د ورکېدو لپاره راغلي، سياسي واک نه غواړو او نه مو له واک سره کار شته.
د افغانستان خلک چې د نظار شورا او نورو ډلو له خوا نور پوزې ته راغلي وو، د طالبانو ملاتړ يې وکړ. 
طالبانو به ډېری جنګونه د شپې له خوا کول، هغوی ته يې د شپې دوربينونه او پر مختللې وسلې ورکړې وې. 
د شپې له خوا به ورسره د پاکستان پوځيانو مرسته کوله او جنګي نقشې يې خورا پرمختللې او د ملا او د طالب له سويې ډېرې لوړې وې.
د کابل په نيولو سره طالبانو خپل درواغ ثابت کړل، سياسي واک يې ونيو او وروسته يې ډاکټر نجيب الله په پوره وحشت او د اسلامي احکامو د ټولو اصولو خلاف په ډېرې بې‌رحمۍ سره شهيد کړ.
د طالبانو نور لوی درواغ دا وو چې هر يوه پر ځان مستعار نوم ايښی و. 
اصلي سړی به بل شی و، خو د ملا او اخوند روستاړي او مختاړي به يې د درواغو د نومونو سره کارول.
د نړيوال استکبار د موخو په پوره کولو سربېره، طالبانو د دې هېواد له خلکو سره لاندې جنايتونه وکړل:
ـ د عام ولس رټل، سپکول، وهل او وژل.
ـ پاکستان ته د افغانستان د درنو وسلو ورکول او دلته د وسلو د ډېپوګانو له منځه وړل.
ـ د هېواد د معارف او اداري سيسټم له منځه وړل.
ـ د شريعت په نامه د خلکو حلالول او نورې سزاګانې ورکول، خو په خپله ترې معاف وو.
ـ رشوت اخيستل.
ـ د اسلام په نامه په شمال کې د جنوب د زرګونو ځوانانو وژنه او په لسګونو نور جنايتونه.
خو له دې ټولو سره د طالبانو نه بښونکی جنايت د بودا د تاريخي مجسمو ړنګول و چې د پاکستان په فرمایش يې دا کار وکړ.
د امريکایانو په راتګ يا د نوي نظام د جوړېدو له پيل راهیسې د طالبانو جنايتونه تر پخوا سل ځله ډېر شول.
هغوی د تېرو پنځلسو کلونو په اوږدو، کې ګڼ قومي مشران په شهادت ورسول، په لس ګونو زره ښځې، کوچني ماشومان ، ځوانان او بوډاګان يې په ځانمرګو بريدونو کې شهيدان کړل، د انتحار کلتور يې رواج کړ، په سلګونو ځوانان يې د موچي په تار حلال کړل، لنډه دا چې هغه څه يې وکړل چې له يوه وحشي سره هم نه ښاېيدل.
که د طالبانو ټول ظلمونه په سيسټماټيک ډول وليکل شي، نو تر داعش وروسته به دا د نړۍ تر ټولو وينې څښونکې ډله وي.
دوی اسلام تباه او برباد او نړۍ ته يې د خندا وړ کړ، خو له دې ټولو سره سره يې کله هم پر خپلو بدو پښېماني څرګنده نه کړه، بلکې اوس يې لا هم د پګواش په غونډه کې دا اعلان وکړ چې موږ جنګي جنایتکاران بښو.
د دوی دا خبر د خندا وړ او د خدايي له دعوې نه کمه نه ده. 
لومړی دا چې دا حق طالب ته چا ورکړی چې د زرګونو انسانانو قاتلين دې دوی وبښي. د بښلو او نه بښلو معامله خو يوازې د هغوی کورنۍ کولای شي. 
دويم دا چې يوه جنايتکاره ډله نه شي کولای چې د بلې جنایتکارې ډلې جنایتونه دې وبښي.
د هغوی له دې اعلان نه مالومېږي چې دوی د افغانستان مظلوم ملت خپل غلامان ګڼي، له خدای سره نعوذ باالله په واک کې شريکان دي. 
حال دا چې د دې هېواد ډېری خلک دوی د نورو غلامان ګڼي، پر دوی يې له ډېره دا باور دی چې طالب د اسلام دښمن دی. 
د دې هېواد بچی بچی په دې هيله دی چې يو وخت به دا دواړه جنګي ډلې، هغه چې په کابل کې يې شپېته زره انسانان په خپلو وينو ولمبول، هېواد يې چور کړ او ورسره هم د طالب په نامه جنګي جنایتکاره ډله محاکمه کوي.
که دا کار اوس نه شي کېدای، پروا نه لري، د دې هېواد د هر انسان په زړه کې دا ډلې د جنګي جنايتکارانو په توګه له لسیزو لسیزو راهیسې محکومې دي. 
لېرې نه ده چې د وخت دا فرعونيان به خپله سزا وويني او نور به د دې خاورې ناموس او عزت د دې دواړو ډلو له اوږده شره خلاص شي.
سرخط‬ ورځپاڼه