- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- اسدالله غيرت
- 1287
سلامونه
هيله ده چې د روغتيا په جامو کې پټ او د ژوند په ټولو چارو کې بريالی وې .
ګرانه کله چې د خپلو شاګردانو په مينځ کې ستا پوهه او لياقت ګورم ډير خوشاليږم , وياړ کوم چې ستا په شان د ځيرک , پوه او با استعداده ذده کوونکي استاذ يم.
افرين ستا پر پلار چې په رنځور تن ستا د ښه راتلونکي لپاره مزدوري کوي او تا ښوونځي ته ليږي .
ګرانه ! ستا د ډيرې پوهې او ښو اخلاقو اوزې تر لرې لرې خوارې دي , ځينې خلک غواړي چې تا بې لارې کړي او د هر وخت درس ويلو څخه دې راوګرځوي .
خو ګوره !
هغه کسان چې له تا څخه لويان دي او خپل وخت په بې ځايه کارونو تيروي له هغو سره ناسته ولاړه مه کوه . ځکه چې د بې کاره او بد عمله خلکو سره له ګرځيدلو نه , يوازې پاتې کيدل غوره دي .
عوسه مه کوه , ځکه هوښياران وايي چې عوسه د عقل زوال دی , هسې نه خدای ج مه کړه عوسه دې د عقل او پوهې لوړ برجونه ونړوي.
پنځه وخته لمونځ او د قرانکريم تلاوت په پابندۍ سره کوه.
يو کار هم د مور او پلار له سلا او مشورې پرته مه ترسره کوه.
کتاب د ځان ملګری جوړ کړه د هر ښه کتاب لوستل ستا په ژوند کې مثبت بدلون راوستلی شي , هر کتاب ته په درنه سترګه وګوره , په پاڼو کې يې ليکل مه کوه , تر لوستلو وروسته يې په خوندي ځای کې وساته .
د ځينو خالاتو او ځينو ستونزو په ليدو سره مايوسه او ناهيلی کيږه مه !
ځکه ناهيلي او مايوسي کيدای شي ستا د ذده کړې او پرمخيون مخه ونيسي .
د خپل ورځيني ژوند لپاره مهال ويش جوړ کړه او خپل ژوند د همغه مهال ويش مطابق وړاندې يوسه.
ګرانه !
ته پوهيږې چې ستا مور , پلار او کورنۍ ستا په ذده کړه او ښه راتلونکي پورې ټول ارمانونه تړلي دي.
هڅه وکړه د خپلې غريبې کورنۍ همدا ارمانونه دې په ښه ذده کړه , ښو اخلاقو او ښه راتلونکي ورپوره کړه .
په همدې هيله
د خدای ج پامان