د جنګ پلمې به ختمې شي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • میرویس جواد
  • 1226

 ټاکل شوې ده چې د افغانستان حکومت او وسله‌والو طالبانو استازو ترمنځ دوه اوونۍ وروسته (د مارچ لومړۍ اوونۍ) مخامخ خبرې وشي. 

دغه پرېکړه د څلور اړخیزې غونډې په پایله کې وشوه چې څلورمه غونډه یې د سه‌شنبې په ورځ په کابل کې دایره شوه. 
د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په دې سلا شوي چې د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په اسلام‌اباد کې د سولې خبرې وکړي.
سوله له چا سره؟
وسله‌وال طالبان عملا له انشعاب سره مخ دي. د اختر محمد منصور په ډلې سربېره، د محمد رسول ډله هم موجوده ده. 
له بلې خوا په فاریاب کې د طالبانو نوې ډلې د موجودیت اعلان کړی دی. همدا راز په پکتیکا کې د عبیدالله هنر په نامه د طالبانو یوې ډلې انشعاب کړی دی. 
ایا شونې ده چې له دغو ټولو ډلو سره په یوه وخت کې خبرې وشي؟ 
په داسې حال کې چې د دوی مشري یوه نه ده. بل لور ته د پاکستان ټينګار دا دی چې پر ټولو طالبانو نفوذ نه لري.
په دې اړه دوو ټکو ته اشاره مهمه ده:
• افغان ولسمشر پر طالبانو او د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي څخه غوښتنه کړې چې د سولې له خبرو سره دې یو ځای شي. لکه څنګه چې حزب اسلامي په څو ډلو وېشل شوې (د ارغنديوال په مشرۍ کابل مېشتی حزب اسلامي، د سباوون په مشرۍ د حزب اسلامي د شوراګانو ټولنه او د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي) همدا شان طالبان هم په څو ډلو وېشل شوي دي، خو د دغو دوو تر منځ توپیر دا دی چې حزب اسلامي په خپلو کې جګړه نه کوي، اما طالبان په جګړه کې کښېوتي دي (د محمد رسول او اختر منصور ډله، همدا اوس په غزني کې په خپل منځي شخړو کې ښکېل دي، تر دې وړاندې یې په زابل کې جنګ کړی او په فاریاب کې هم د دغو ډلو ترمنځ جګړه دوام لري. همدا راز د هېواد په لوېدیزو ولایتونو کې د رسول ډله د پياوړتیا او منسجم کېدو په حال کې ده.) په دغسې حالاتو کې ټولې هڅې دا وي چې قوي لوری له مخالفت څخه راوګرځول شي. د وسله والو طالبانو تر ټولو پياوړې ډله، د اختر محمد منصور ده. له همدې امله دغې ډلې ته لومړیتوب ورکړل شوی، خو د سولې بلنه د ټولو لپاره ده.
• د پاکستان ټینګار دا دی چې پر ټولو طالبانو نفوذ نه لري. په افغانستان کې د پاکستان اهداف مشخص دي. اسلام‌اباد او راولپينډۍ د دې لپاره چې توانېدلي و اوسي، خپل اهداف تر لاسه کړي، نو پر طالبانو له پوره نفوذ څخه انکار کوي. د دې لپاره چې توانېدلي وو اوسي، په راتلونکي کې وسله‌وال طالبان د فشار یوه اهرم په توګه وکاروي، نو انکار حتمي دی، خو دا چې په وروستیو کې پر اسلام‌اباد د بېجنګ او واشنګټن فشارونه زیات شوي، دا خوشبیني شته چې دا ځل به پاکستان رښتینی وي. د دغې خوشبینۍ یقیني کولو او عملي نتایجو ترلاسه کولو په موخه مهمه ده چې امریکا او چین پر پاکستان خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.
د جګړې زیاتوالی
روان لمریز کال، تر ټولو خونړی بلل شوی، خو د سولې په اړه وروستیو تحرکاتو ته په کتو، دا ویل کېدای شي چې راتلونکی کال کې به هم جګړې دوام ولري. د افغان حکومت له خوا جګړې ته امادګي ښودل شوې او یادونه شوې چې جنګي تاکتیک بدلون مومي.
د اردو چارواکو ویلي، جګړه به دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته بدله شي. له بلې خوا طالبان په ژمي کې فعال پاتې شول او ځينې سیمې یې لاندې کړې. په دغو سیمو کې یې خوندي ځایونه جوړ کړي چې د پسرلي په پیل او د هوا له ګرمېدو سره به نښتې شروع شي.
طالبان هوډ درلود چې په ۲۰۱۵ کال کې خپلو اهدافو ته ورسيږي څو د سولې په خبرو کې د یوه امتیاز په توګه یې مطرح کړي، دا چې د سولې خبرې پيلېدونکې دي او جګړه، نظامي قوت، د زیاتو سیمو کنټرول او... په دغو خبرو کې د امتیازاتو په توګه مطرح دي، نو دا ویل کېدای شي چې په را روانو اوونیو کې به جګړه شدت ومومي، څو دواړه لوري په خبرو کې د زیات امتیاز تر لاسه کولو لپاره، ډېر څه په واک کې لري، اما دغه جګړه به د افغانستان د بقا جګړه وي.
د جنګ پلمه
د روان جنګ تر ټولو اصلي پلمه د بهرنیو موجودیت دی. پر همدې اساس طالبان د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي، خو اوس وخت کې د بهرنیانو موجودیت قانونمند شوي او د نړيوالو قوانینو او اصولو په رڼا کې په افغانستان کې حضور لري. د پخوا برخلاف د جنګ رهبري د بهرنیانو پر ځای د افغانانو په لاس کې ده. (له قانوني اړخه د بهرنیو قواوو حضور، د مذاکرې وړ دی او شونې ده چې له طالبانو سره په دې برخه کې خبرې وشي چې تر ډېره حده دواړه لوري به یوه تفاهم ته ورسېږي.)
طالبانو د همدغه اصل پر بنسټ مخالفت ته دوام ورکړ او د یوه دستاوېز په توګه ترې استفاده کوي، خو په څلور اړخیزه غونډه کې د خبرو په پیل سربېره تاکید شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به ګډه کمېټه جوړېږي. 
دغه کمېټه د دواړو هېوادونو د علمای کرامو حمایت راجلبوي او په افغانستان کې به د روان جنګ او تشدد پر ضد فتوا ورکوي.
د طالبانو لویه پلمه د خبرو له لارې له منځه تلونکې ده. دا چې دوی په اسلام‌اباد کې خبرو ته حاضر شول (د مري خبرې) او دا چې دوی به بیا هم په اسلام‌اباد کې د سولې په خبرو کې ګډون کوي، د افغانانو د دې داعیې اثبات دی چې طالبان د پاکستان له قوي ملاتړ څخه برخمن دي. 
په اسلام‌اباد کې د دوی له حضور او ظهور سره، د قضیې سیاسي اړخ حل کېدونکی دی. دیني اړخ یې د دواړو هېوادونو په علماوو پورې تړلی چې د فتوا صادرېدو له لارې به ورته رسېدنه وشي.
له دې سره د جنګ پلمې ختمېدونکي دي، خو د دوام په صورت کې به په ټول شدت سره ځپل کېږي.
سرخط‬ ورځپاڼه