له مينې ستړی صحت


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سید حمید الله هاشمي
  • 1173

ناول لاتيني کليمه ده د عجيبه څيز په مانا او په ادبي اصطلاح کې دهغو انساني جذباتو او احساساتو بيان کوي، چي په اظهاريې د نورو انسانانو همدردي پيداشي، په ناول کي د انساني ژوند لوړې ژورې، موجودې وي، د انسان له پيدايښت څخه تر پايښت پورې، چي کوم واقيعات پېښېږي د ټولو انځورونه د خپل فن موضوع ګرځوي، د ناول دنيا د حقيقي دنيا په شان د زمان او مکان او په نړۍ کې دپېښو د رښتيـنولۍ پربنا ولاړه وي. اوس که مونږ ددې ناول چې همدا اوس ستاسې په لاس کې دی ( په نیمه لار کې پاتې) نوم ته پام وکړو ډېر په زړه پورې نوم دی. د هغه انسان د ژوند د کیسې انځور دی، چې د ژوند هغه برخه، چې په انساني ژوند کې له ارزښته ډکه او یوه سرنوشت ټاکونکې ده، د یوې نایابې او نا پایی مینې د لاسته راوړلو په موخه لکه د ژمي د مازیګر په څېر بې خونده او بې پنده تېره شي.
صحت سمسور (  په نیمه لار کې پاتې ) ناول کې مینه د زړه په وینه، د سر په بیه، د ټولنې د ناوړه دودونو په خلاف پاللې او د مینې له  دومره لوی سمندره بې برخې او خالي منګول راوتی دی.
 (په نیمه لار کې پاتې ) له تلوسې ډک ښکلی نوم دی، چې لوستونکي له ځان سره مخ په وړاندې بیایي، لوستونکي دې ته پاروي، چې د لوستل شویو پاڼو وروسته پاڼې هم ولولي او لوستونکي ته دا تلوسه ورکوي، چې په راتلونکي پوړ کې څه پېښېږي او څه پیښه شوې؟   
 ددې ناول کیسه د ټولنیزو، پښتني ناوړه دودونو او د بې وسه ژوند له کشمکش نه ډک داستان دی. 
سمسور په دغه ناول کې هر کریکټر پخپل ځاې کې په ښه شان لوبولی او هر یو یې په خپله ژبه ګړولی دی. ( په نیمه لار کې پاتې ) ناول یو شمېر ډېر ښکلي اوپه زړه پورې انځورونه لري، لکه د بیلګې په بڼه. 
(دشپې ویرونکي خاموشي زما او د هغې سلګیو ماته کړې وه) او یا دا  (ما به ورته وویل لیونۍ ته مې له زړه څه خبره یې ؟)
یوبله انځورونکي صحنه چې ډېره سیمه ییزه او هنري ښکلا لري 
لکه : (په تازه جوړ شوي قبر د واده د زلمي دغاړې امیلونو په خاورین قبر سلګۍ وهلې.) کوم اصطلاحات اولغاتونه، چې مونږ په  ناول لیکنه کې کارو؛ نوباید چې  دخپلې سیمي لغات اواصطلاحات ونه کارول شې، ځکه باید داسې ویوونه وکارول شې، چي ټول لوستونکي اواورېدونکي پرې په ډېرې اسانۍ سره وپوهیږي یوه بله مهمه او له ارزښته ډکه خبره په ناول لیکنه کې مکالیمې دي.
 په ناول لیکنه کې باید له تکرار شویو مکالیمو نه  کار وانه خلو، ځکه د لیکوال ټوله خواري، د ناول هنري، منطقي او ژبني خوږلني په تکراري مکالمو سره له منځه ځي.
دا چې د صحت سمسور ( په نیمه لار کې پاتې ) ناول لومړنۍ ناول لیکنه ده او دې ناول کې نوموړي خپلو سیمه ییزو اصطلاحاتو ته  مخه کړې، زما په اند دا به د ښاغلي صحت سمسور په ناول لیکنه کې لویه تېروتنه نه وي.
د صحت سمسور د ژوند د کتاب پاڼې لا د دوه ویشتو  (۲۲ کلنو) په شمار دي او لا یې د ژوند اوږد سفر په مخ کې شته.
د نوموړي ذهني ځیرکتیا، پوه او د لیکوالۍ سره بې کچه مینه کولی شي، چې په راتلونکي کې په هرډول نثري لیکنو کې  له پوره لیکني او ژبني تغیر سره ټولنې ته په بشپړه هنري، علمي او ټولنیزو ګاڼو سمبال ناولونه، لنډې کیسې او بیلا بیلې لیکنې وړاندې کړي.

په اخر کې ورته د ښه ژوند په پار لاسونه لپه کوم.
سید حمید الله هاشمي
۱۸-۹-۱۳۹۴