د ملا رسول مرموزه نیونه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • خوشال خلیل
  • 1173

 د پاکستان د استخباراتو له خوا د طالبانو د یوې مهمې ډلې مشرملا رسول د نیول کېدو خبر چې د پاکستاني رسنیو له خوا خپور شو، ټول کتونکي یې حیران کړي دي. ځکه ملا رسول هغه څوک دی چې د ملا عمر له مرګه وروسته يې د طالبانو د نوي رهبر ملا منصور په ښکاره مخالفت وکړ او په دې اړه د پاکستاني استخباراتو فشارونو ته تسلیم نه شو چې غوښتل یې ټول طالبان په ملا منصور راټول کړي.

د ملا رسول د نیول کېدو په اړه تر دې مهاله څو ډوله خبرونه مخې ته راغلي دي، یو دا چې هغه له پاکستاني چارواکيو سره د سولې د خبرو اترو لپاره پاکستان ته تللی و چې د بېرته راګرځېدو پر مهال نیول شوی دی، بل خبر دا دی چې هغه له ډېورنډ پولې د اوښتو پرمهال نیول شوی دی. دا په رښتیا هم د حیراني خبره ده هغه څوک څنګه پاکستان ته د تګ زړه ښه کوي چې له پاکستانه راتښتېدلی او بیا یې دلته د پاکستان د خوښې کس ملامنصور د ډلې په ضد وسله‌واله او سیاسي مبارزه شروع کړې ده؟ 
کله چې ملا منصور د طالبانو نوی مشر اعلان شو، نو په غربي مطبوعاتو کې داسې تبصرې راغلې چې ملا منصور یو شتمن طالب دی او ډېر زیات سوداګریز کاروبار لري او علاقه لري چې د افغانستان له حکومت سره مذاکراتو ته کښېني، حتا واشنګټن پوسټ ولیکل چې ملا منصور یو معتدله او منځلاری طالب دی او د هغه له لارې کېدای شي له طالبانو سره داسې معامله وشي چې بالاخره له جنګه لاس واخلي. خو په هماغه وخت کې د طالبانو یو بل چارواکي ملا عبدالمنان نیازي چې ویل کېږي اوس د ملارسول په ډله کې دی، رسنیو ته وویل چې موږ په ملا منصور باور نه لرو، هغه حتا امکان لري چې ډیموکراټیک نظام هم ومني.
په دغه قضیه کې څو ټکی د پام وړ دي؛
اول: د پاکستان د استخباراتو له خوا د ملا رسول نیول کېدل دي چې ایا دا سړی رښتیا هم پاکستان ته د اوښتو یا هم هلته تر خبرو اترو وروسته نیول شوی دی، یا هم دلته له پاکستان سره په پوله کې نږدې د خپلو ملګريو له خوا نیول شوی او بیا پاکستان ته سپارل شوی دی. تر هغو چې دا خبره کره نه شي په دې اړه څه ویل له وخته مخکې دي چې ولې ملا رسول غوښتل پاکستان ته لاړ شي. په کوم ضمانت او په کومه انګېزه دې سړي پاکستان ته د تګ زړه ښه کړی و، په داسې حال کې چې د ده تر مخ د نورو طالبانو برخلیک پروت و، ملا حسن اخوند چې څه موده مخکې په کوټه کې مړ شو، د ملا رسول نږدې او د اعتماد وړ کس و چې خپله د ملارسول ډلې د هغه مړینه مرموزه ښوولې وه او په دې کې یې د پاکستاني استخباراتو نقش نه و رد کړی. بله خوا ملا رسول د ملا منصور له ډلې سره د هرات په شنډنډ کې تازه نښته کړې وه او په دغه جګړه کې یې ډېر کسان له لاسه ورکړل او بله خوا یې په خپل تازه بیان کې له حکومت سره د سولې خبرو ته په مشروط ډول سر خوځولی و، شرط یې دا و چې د ملا منصور په مشرۍ مذاکرات ورته د منلو نه دي او دی خپله غواړي مستقیماً له افغان دولت سره خبرې وکړي.
دویم: که موږ دا فرضیه سمه وګڼو چې پاکستان واقعاً دا ځل غواړي طالبان د سولې خبرو اترو ته حاضر کړي او افغان حکومت هم د طالبانو په ځای مخامخ له اسلام‌اباد سره خبرې پیل کړي دي؛ نو د پاکستان لپاره دا ډېره مهمه ده چې طالبان یو موټي کړي، بیا د دوی د یو مشر تر چتر لاندې مذاکراتو ته حاضر کړي چې د دغسې هدف پر وړاندې ملا رسول مهم خنډ ګڼل کېده چې د هغه په نیولو سره یې لږ تر لږه دغه ډله تر فشار لاندې راوسته چې د ملامنصور مشري ومني. ځکه پاکستان هیڅکله دا نه شي زغملای چې طالبان په مستقلانه توګه له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کښېني، پاکستان د طالبانو هر ناز منلای شي، خو د هغوی سیاسي خپلواکي او خپلواک حرکت نه شي منلای. کله چې په ۲۰۰۹کال کې ملا برادر له ملا عمره اجازه واخیسته چې له امریکایانو او له افغان حکومت سره مذاکرات پيل کړي او لومړنی تماس یې هم د ملګريو ملتونو له ځانګړي استازي کای ایډه سره ونیو سم له لاسه د پاکستاني استخباراتو له خوا ونیول شو. دې ته ورته نورو طالبانو هم چې کله هڅه کړې خپلواک حرکت وکړي د پاکستان له خوا په مرموز شکل له صحنې لېرې شوي دي. افغانستان ته د ملا رسول راتګ او بیا په رسنیو کې داسې اوازې او خبرونه خپرېدل چې روسیې او ایران هم له طالبانو سره اړیکې جوړې کړې دي، د پاکستان د خوښې خلاف له بهرنیو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې جوړول یوازې ملا رسول ډلې کولای شوای، همدارنګه په خپلواکه توګه هم له افغان حکومت سره د ملا رسول ډله خبرو ته کښېناستی شوای؛ نو په دغه اساس ویلای شو چې پاکستان په هره بیه غوښتل ملا رسول ونیسي بیا د ملا منصور مشري پرې ومني او د پاکستان، امریکې، چین او افغانستان د څلور اړخیز ګډ فورم له لارې یې خبرو او مذاکراتو ته حاضر کړي.
درېیم: کله چې ملا رسول خپله ډله له ملا منصوره بېله کړه او د هغه له مشري سره یې مخالفت وکړ، ملا باز محمد حارث، ملا منصور دادالله، ملا شېرمحمد اخندزاده یې د پوځي مرستیالانو په توګه وټاکل چې له دغې جملې ملا دادالله هم د ملا منصور د ډلې له خوا په زابل کې ووژل شول. ملا منان نیازی د ملا رسول سیاسي مرستیال دی چې لا یې په دې اړه نظر نه دی ورکړی، اوس باید انتظار وباسو چې د ملا رسول ډله په رسمي توګه د دې قضیې په اړه څه موقف نیسي.
سرخط‬ ورځپاڼه