له حکومت سره د حزب اسلامي د مذاکراتو ګټه چاته ده؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شریف افغان‌مل
  • 1239

 د سولې په تړاو د څلور اړخیزو ناستو په درشل کې تر اوسه یوازې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند ډلې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره کابل ته پلاوی رااستولی او د بین الافغاني خبرو په چوکاټ کې یې د سولې له عالي شورا سره د دغو خبرو پرمخ وړو لپاره یو تفاهم‌لیک هم لاسلیک کړ.

کابل ته د ګلبدین حکمتیار د پلاوي له رااستولو سره د دې ډلې په تړاو ځينو خوشبیني، خو ځینو بیا د پيغور په بڼه اندېښنې ښودلې، خو مهمه خبره دا ده چې د افغانستان ستونزه نور د جګړې له لارې حل او پای نه مومي او یوازېنۍ لاره همدغه مذاکرات دي.
هر څوک او هره ډله به خپل نظر لري او دا هم مالومه ده چې د افغان حکومت په لمن کې چې یې شل نورې وړې او لویې ډلې خوري، نو یوويشتمه دې د اسلامي ګوند هم پسې وي.
د اسلامي ګوند د سیاسي بقا لپاره له افغان حکومت سره د سولې د خبرو د هرکلي کچه ډېره ده، خو اوس مهمه پوښتنه دا ده چې له افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د مذاکراتو ګټه چاته او کوم لوري ته ډېره ده؟ 
دا حقیقتونه به هم په تاریخ کې لیکل کېږي او تاریخ به پرې خپل بې‌پرې قضاوت کوي چې د طالبانو ترڅنګ اسلامي ګوند دا پنځه‌لس کاله د پاکستان په خوله افغانان له تېغه تېر کړل او دا پنځلس کاله دغې ډلې د بل په اشاره په افغان خاوره کې جګړې ولې وغځولې؟
په دغو جګړو کې د اسلامي ګوند لسګونه خدایي سرتېري هم شامل وو، چې زموږ خبرې هم په همدغه دریم ځواک دي. هغه دریم ځواک چې هلته او دلته پرې په تېرو پنځلسو کلونو کې څه تېر شول؟ نن پرې څه تېرېږي او که د سولې روان مذاکرات بریالي نه شي، نور به لا څه پېښ شي؟
له افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د سولې د مذاکراتو ګټه تر هر چا زیاته او لومړی همدغه درېیم ځواک ته ده چې د اسلامي ګوند لپاره یا ووژل شول یا اوس هم د افغانستان په زندانونو کې پراته دي، یا نن هم له اسلامي ګوند سره د یرغمل ژوند مخ ته وړي.
دولت د سیاسي جغرافیې او په کې د راټولو قومونو مجموعه ده او افغان دولت هم لکه د مهربانې مور د سولې په دغو مذاکراتو سره دغه درېیم ځواک ته خپله غېږه پرانېزي چې نور د اسلامي ګوند له یرغمله خلاص شي، نور د پردیو په اشاره د خپلو افغانانو له وژنې خلاص شي او نور د پاکستان په غېږه کې د شمشتو نصرت مېنې له کمپ څخه د خپل هېواد په ورانولو پسې خدایي لښکرې را سمې نه کړي.
له افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د سولې مذاکراتو ګټه د هغې مظلومې مور لپاره ده چې زوی یې حضرت قیس بن سعد (رض) لېسې ته د زده‌کړو لپاره استاوه، څو په راتلونکي کې لوی سړی ترې جوړ شي او د شلېدلي پړونې بې‌وزله خور یې په معاش د سیالانو سیاله شي، خو په کې حکمرانو انجینرانو د ریاضي درس پر ځای د بمونو جوړولو ته وهڅول او د کونړ او بټي کوټ شنې درې یې ورته په وینو سرې وګرځولې.
له افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د سولې مذاکراتو ګټه د هغې مظلومې مېرمنې لپاره ده چې خاوند یې د اسلامي ګوند د ګټو لپاره د څرخي پله زندان وخوړه، خو نن یې د کورنۍ له سرپرستۍ هيڅوک خبر نه دي.
له افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د سولې د مذاکراتو ګټه د هغو پېغلو لپاره ده، چې کوژدن یې د اسلامي ګوند لپاره په بغلان او کندز کې نن هم ورک دي، نه یې سلام راځي او نه احترام.
دغه پېغلې به ولسمشر غني ته دوه لاسي سلام وکړي چې کوژدن یې ورته له جګړې وګرځوي او نرمې څڼې یې په تېږو نه، په زنګانه ورته ولګوي. دغه پېغلې به په دې دنیا هم جنت وویني چې د خپل ناویتوب سره جوړه وګوري.
له افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د سولې د مذاکراتو ګټه هغو سرببرو ماشومانو ته ده، چې پلار یې د اسلامي ګوند مکارو مشرانو په شنه سهار له کوره په جنت پسې د تورخم په دروازه راواړوه او بیا یې کله هم خپل ماشومان ونه لیدل. دغه سرببري ماشومان نن نه اختر لري او نه کالي.
د عربو پریمانه سوغاتونه خو ایله د شمشتو کمپ مشران خپلو کورونو ته یوسي، د امنیت، د ښوونې او روغتیا مسوولین. کوم یو به یې ژر موړ شي چې د خپل همسنګره د کور احوال خو هم یو ځل واخلي. موړ کله د وږي له احواله خبرېږي. پخپلو بچیانو د اسلام اباد (اسلامي پوهنتون؟) کې زده کړې کوي، خو د بېوزله زوی د کابل، ننګرهار، خوست، کندهار او هرات په پوهنتونو کې ترې ارامه شپه نه لري. مجبور دی د خپلې کورنۍ د بقا لپاره د اسلامي ګوند لپاره له درسي چپټر سره ترڅنګ د بم ایښودو لارښود کتاب هم وګرځوي. د غریب زوی باید مړ شي، څه په کور کې له لوږې او څه د کونړ په درو کې.
له افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د سولې د مذاکراتو ګټه د هغو ځوانانو لپاره ده، چې نه یې په ښوونځي کې د پاکستاني استخباراتي اجنټانو له تبلیغ او دامه د ژغورلو چانس شته، نه د انګلېسي ژبې په کورس کې او د څلرويشتو جوماتو تر دېرشو زیاتې جوړې دیني حلقې خو یې جوړې د همدې لپاره دي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره خدایي لښکرې په کې تیارې شي.
انجینر ځوان د سړک په منځ کې د بم په خښولو کې تر ډاکټر مخکې وي او ډاکټر خو د اسلام اباد د نسخې په درملو تر تورخم دروازې دېخوا د ټولو اوسېدونکو مرګ اویاوو حورو ته د رسېدو لنډه لاره بولي.
له افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د سولې مذاکراتو ګټه تر هر چا زیاته د همدغو خلکو لپاره ده.
اسلامي ګوند نن نه په وسله‌وال لوري کې د کوم قوت نښه ده او نه تر روغې جوړې وروسته دېخوا په سیاسي قدرت کې. 
بس پرون د بادار خوښه هغسې وه، نن دغسې!!!!
سرخط‬ ورځپاڼه