پټ دښمن او ښکاره وژنې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 1205

 افغانستان له کلونو راهیسې د انسانانو قتلګاه ده. د دې وژن‌ځای پرانیسته د ۱۳۵۷ کال د غويي په اوومه وشوه. 

دا هغه نېټه ده چې (سره غوباړي) پر غوایانو کښېناستل، غوایان مست شول، پړي یې وشلول، خلک یې په ښکرونو ووهل او هېواد یې سوری سوری کړ.
له دې پرانیستې وروسته دلته د انسان وژنې او انسان ژوبلونې بېلابېلې طریقې وکارول شوې او لا یې هم استعمال روان دی.
له دغو خونړیو طریقو څخه یوه هم د ماینونو کارونه ده. ماینونو زموږ ګڼ هېوادوال له منځه یووړل او ګڼ نور یې داسې ژوبل کړل چې د خپلو غریبو کورنیو پر اوږو درانده بارونه شول.
داسې هیڅ ښار به نه وي او داسې هیڅ سیمه به نه وي چې هلته د ماینونو قربانیان تر سترګو نه شي، خو لا هم دغه لړۍ نه ده درېدلې. لا هم د مغرضو هېوادونو له خوا ماډل ماډل ماینونه افغانستان ته رالېږل کېږي او لا هم زموږ د جګړه ځپلي ولس اولادونه یا وژني او یا یې د بدن له غړو محروموي.
د ماین پاکۍ د ګڼو موسساتو له فعالیت سره سره، د ماینونو او ناچاودو توکیو د قربانیانو شمېره هېښوونکې ده.
داسې شمېره چې په اورېدو یې انساني زړونه رېږدي او په سترګو تیاره راځي. 
ارقام ښيي چې اوس هم هره میاشت د (۱۱۲) په شاو خوا کې هېوادوال د ماینونو او ناچاودو توکیو د انفجاراتو له کبله یا ژوند له لاسه ورکوي او یا خپل اندامونه.
دلته جګړه په ټول وحشت روانه ده. دلته د جګړې اصول هیڅ نه رعایت کېږي، همدا علت دی چې د داسې کسانو مرګ ژوبله ډېره درنه ده چې د جګړې له یوې ډلې سره هم اړیکه نه لري، خو د جګړې د ښکېلو ډلو د بې‌رحمیو ښکار ګرځي.
دلته د جګړې پیل په بې‌اصولۍ شوی. قطبي (خرسانو) له خپلو لاسپوڅو سره په ګډه نه یوازې پر خپلو وسله‌والو مخالفانو، بلکې پر ملکي وګړو، ماشومانو او مېرمنو هم د الوتکو سینې او د ماشیندارو شاژورونه خالي کړل.
حتی سورمخو یرغلګرو په ډېرې بې‌شرمۍ د ماشومانو د لوبو د سامانونو په څېر هم ماینونه جوړ کړل او زموږ د تنکي نسل وینه یې تویه کړه.
که څه هم د شورویانو له وتلو څخه شاو خوا دوه نیمې لسیزې پوره کېږي، خو زموږ په ګران هېواد کې د ماینونو کر، نه یوازې دا چې بند شوی نه دی ، بلکې شدت یې موندلی.
پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزیر احمد ویس برمک د ماینونو له خطرونو څخه د خبرتیا او مبارزې په نړیواله ورځ (د اپرېل ۴مه) وویل چې اوس هم په (۱۵۷۰) کلیو کې ماینونه شته او د خلکو ژوند ګواښي.
ماینونه، که له یوې خوا د عامو وګړو ژوند ته ستر ګواښ دی، له بلې خوا یې د مبارزې پر وړاندې هم ستر خنډونه موجود دي.
وخت نا وخته وسله‌وال مخالفان د ماین پاکانو ژوند ګواښي.
تر ټوله تازه پېښه د هرات په کهسان ولسوالۍ کې روانه اوونۍ وشوه. 
په دغه ولسوالۍ کې د هلو ټرسټ ماین پاکۍ موسسې (۱۵) کارکوونکي وتښتول شول او دوه ورځې د تښتوونکیو په منګولو کې پاتې شول.
د عامو وګړو وژنه یا ژوبلونه د دین او نړیوالو اصولو خلاف ده. په جګړه کې ښکېل طرفونه که له دغو دواړو څخه (دین – نړیوال اصول) پر هر یوه عقیده لري باید اصولو ته یې ژمن پاتې شي.
ماینونه پټ دښمنان دي، دوی د هر چا ژوند ګواښلای شي، د هغه چا ژوند هم ګواښي چې په جګړه کې ښکېل نه دي. پر دوی رحم په کار دی. پر دوی رحم دا دی چې د ماینونو له کرلو لاس واخلي، کنه هم به د دین اصولو ته خړسترګي وي او هم به نړیوالو اصولو ته پړه وي.
سرخط‬ ورځپاڼه