يو خاموش خيانت


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شرف الدین عظیمي
  • 1056

 په افغانستان کې د اجباري ودونو کیسه خورا لوی بحران ګرځېدلی او ډېرې داسې کورنۍ شته چې پرته له مینې، علاقې او مخکېني تفاهم څخه واده کوي او بیا یو یو عمر د ژوند له ملګري سره پرته له مینې ژوند کوي او په کورني ژوند کې تر دې ستر خیانت نه شته.

اجباري واده:
اجباري واده یو څوک په زور او فشاره سره واده ته اړ ایستلو ته وايي یا په بل عبارت د یوه ځوان یا پېغلې له خوښې پرته هغه واده ته مجبوره کولو یا اړ ایستلو ته وايي. اجباری واده د یو انسان پر حقوقو تېری دی او ډېر ځله په افغانستان کې نجونې ترې متاثرې دي، په افغانستان کې دا ستونزه خورا ډېره جدي او شایع ده او په ځانګړي ډول په کلیو او بانډو کې او اصلي قربانیان یې هم ماشومې نجونې دي، خو یوه خبره کوم چې دا مساله یوازې د افغانستان په جغرافیه پورې نه ده تړلې او په ډېرو پرمختلليو هېوادونو کې لکه انګلستان چې هر کال په زرګونو ښځې اجباري ودونو ته په کې مجبوره کېږي چې ډېری یې له جنوبي اسیا څخه لکه پاکستان او هندوستانه ورغلې دي.
انګلستان په ۲۰۱۴ کال کې یو قانون وضع کړ چې نور مېندې او پلرونه خپل اولادونه جبري ودونو ته نه شي مجبورولای. 
جبري واده په هیڅ هېواد کې قانوني نه دی او هر څوک چې دا کار کوي، کړنه یې باطله کېږي او قوانین پرې وضع کېږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې هم ځینې امېدوارۍ پيدا شوې، خو نه پوهېږم چې بیا کیسه څنګه شوه.
د اجباري ودونو ډولونه
د اجباري ودونو ډولونه ډېر روښانه دي، یانې هغه ودونه چې د یوه ځوان او پېغلې خوښه په کې نه وي، لکه په بدو کې ودول، په قمار کې د لور بایلل یا یو چا ته ور واده کول، په زور د کونډې ودول او خپلې خوښې ته نه پرېښودل، سیاسي او اقتصادي ودونه کول، د متاع یا قرض په ډول یا په یوه جنس د بدلولو په بدل کې د لور یا خور واده ته مجبورول، د عمر او سن په نظر کې نه نیول او کم عمره ودول، نذرانه کې د لور او خور ورکول، یا یو چا ته ورودول، هغه ودونه چې د نجلۍ او هلک په خوښه نه وي او په زور تر سره کېږي، په بدل کې د نجونو او هلکانو ودول، هغه ودونه چې باید په یوه خاص وخت کې وشي لکه له بل ورور سره په یوه وار یا په یوه وار دوه درې ودونه کول، د کډوالۍ یا ډار له وېرې د لور ودول، د میرې د ظلم له ډاره د لور او زوی واده کول، هغه ودونه چې د چا له ډاره کېږي چې ګنې لور مو کوم زورور یا توپکوال و نه تښتوي او داسې نور ټول اجباري ودونه دي چې نن سبا یې موږ په خپله ټولنه کې وینو.
د اجباري یا په زور ودونو پایلې او عواقب
فرد له اروايي اړخه خورا سخت زیان ویني، باور او اختیار ټول ترې اخیستل کېږي، یو ډول تسلیمي حالت غوره کوي، فرد د دې پر ځای چې له ژونده خوند واخلي، درد اخلي. جرمونو او جنایتونو ته مخه کوي، خیانت ته لاس اچوي، ډېر ځله ځان وژني، په بېلابېلو اروايي ناروغیو اخته کېږي، جنسي اړیکو ته علاقه له لاسه ورکوي، کېدای شي په نشه‌یي توکو هم اخته شي، د کورني ژوند په اړوند مسوولیت نه اخلي، له خپل ټولنیز ژوند څخه شاته پاتې کېږي، ژوند خپله اصلي مفهوم له لاسه ورکوي، کېدای شي یو ډول دروني شي او داسې نورې ستونزې لکه خپګان، اضطراب او وسواس کېدای شي ورته پيدا شي.
له اجباري مېرمنې او خاوند سره څنګه ژوند وکړو
لومړی خو باید دا ومنو چې دا ډول یوه ستونزه شته او لرو یې، ښه دا چې اوس یو کس یا دوه کسانو په همدا ډول واده کړی باید وران نه شي، د واده لپاره یوه مهمه او اړینه خبره مینه ده او دا باید پيدا شي او دا پيدا کیدونکې ده، په تېر او راتلونکي ډېر فکر کول نه دي په کار، باید هڅه وشي چې خپل حال (دم ګړۍ) جوړه کړو، خبرې باید سره وکړو، ګډ یا مشترک ټکي باید پیدا کړو، د ژوند له ملګري سره باید مینه وشي او هغه هم ترې خبر کړای شي چې مینه ورسره لرئ، که مو مېرمنې تاسې سره په مینې ژوند کاوه، د هغې دا کار بې‌ځوابه مه پرېږدئ، هغه مثبت ټکې چې ستاسې د مېرمنې په وجود کې شته، تاسې نور هم ځان ته مینه‌وال کولای شي، دا مثبت ټکي وګورئ او غور پرې وکړئ.
تاسې باید د خپلې مېرمنې مثبت ټکي له منفی ټکیو څخه ډېر په پام کې ونیسئ، په مینه باور ولرئ او په دې هم باور ولرئ چې مینه مینه پيدا کولای شي، خپل راتلونکي ته ژور فکر وکړئ او هڅه وکړئ خپل راتلونکی ژوند له هغې سره ښه انځور کړئ، د خپل ژوند لپاره یوه ښه روښانه موخه وټاکئ او په لاسته راوړلو کې یې هڅه وکړئ.
سرخط‬ ورځپاڼه