څوک د حکومت د سقوط ډنډوره غږوي؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • 1038

 د پخواني سرکار زاړه بې‌کاران د ملت پر ضد رواني جګړه کوي

له انورالحق احدي رانیولې، تر عمر داودزي او د ایسا له پخواني ریيسه راواخله، د شړل شويو والیانو تر انجمنه، ټول همدا یوه خبره کوي ‌چې د دې حکومت ایله درې میاشتې پاتې دي.
دغه بڼه اشخاص چې شمېر یې خورا زیات دی، کرزی د اپوزیسیوني ادرس په توګه کاروي، خو جالبه دا ده چې کرزی په میاشت دوه میاشتو کې هم یو ځل وخت نه ورکوي چې ورسره وګوري.
کرزی په ځان خبر نه دی ‌چې پخواني سرکاري ملګري یې په څه چارو بوخت دي، شپه چېرته وي، ‌ورځ چېرته وي، زړه یې څه غواړي، نظام ورته ارزښت لري که نه، د حکومت، دولت او نظام په توپیر پوهېږي که یا او هسې یې سترګې سرې دي چې دا حکومت د دوی د ګټو ممثل نه دی.
له انورالحق احدي رانیولې، تر عمر داودزي او د ایسا له پخواني ریيسه راواخله، د شړل شويو والیانو تر انجمنه، ټول همدا یوه خبره کوي ‌چې د دې حکومت ایله درې میاشتې پاتې دي.
دوی د حکومت له قانوني حیثیت او حقوقي ماډل سره مشکل نه لري چې ووايي، ‌عبدالله ناقانونه دی او د اجرایه ریاست وخت پای ته رسېدلی، د دوی مشکل دا دی چې په دې حکومت کې د دوی ځای نه‌شته، دوی شوړې نه‌شي وهلای او د دوی حریفان چې دوی به خپل دفتر او سکرټریت ته نه پرېښودل، اوس د هغو ادارو مشران دي چې د دوی د کورنۍ میراثي دنده په کې چالانه وه.
دغه بڼه اشخاص چې شمېر یې خورا زیات دی، کرزی د اپوزیسیوني ادرس په توګه کاروي، خو جالبه دا ده چې کرزی په میاشت دوه میاشتو کې هم یو ځل وخت نه ورکوي چې ورسره وګوري. 
دوی د خپل انتقاد او طرف لپاره قوت نه‌شي موندلای، نو مجبور دي ‌چې د کرزي ادرس وکاروي، له یوې خوا کرزی لا هم په نفوذي لحاظ یو څوک دی او دویم دا چې دوی د کرزي د ټيم غړي وو، که هره خبره د کرزي له ادرسه وکړي، د خلکو زړونو ته لوېږي.
جالبه دا ده چې له همدومره مخالفت سره سره، یو یې نه ګوند جوړولای شي، نه اپوزیسیون جوړولای شي، نه خلک راټولولای شي، نه کلي ته تللای شي او نه یې ښاریان د خپلو غوښتنو تابع کړي دي. 
په فېسبوک کې یې یو لایک پېج جوړ کړی وي، یوه یې اوونیزه وي، شپږ اووه د خواله رسنیو سپانسر پاڼې لري او یوه خبره له ځمکې بله له اسمانه کوي.
په افغانستان کې چې دا مهال سخت د یو معقول او مهذب اپوزیسیون ضرورت دی، دا ښاغلي یو هم په ځان کې د معقول اپوزیسیون د جوړولو توان او استعداد نه ويني، نو څه کوي، په منفي تبلیغاتو او ناسنجیده انتقاداتو یې لاس پورې کړی دی، ‌کله په ښار کې باراني اوبه د ملي وحدت د حکومت لپاره بهانه کوي او کله د کوم وزیر لاسلیک شوی پیشنهاد یا د ولسمشر حکم راوباسي چې دې مسله کې لس زره، شل زره، دوه زره ډالر بې‌ځایه مصرف شوي ‌دي. 
هغوی چې اوښان به یې په بډو وهل، نن په دوه زره ډالره پاڼه باندې د نه شفافیت دعوه کوي؟ 
د دوی انتقادونه کوم ځای نیسي؟
حکومت یو غوږ لمڅی کړی او بله بړستن او دې خلکو ته هیڅ دانه نه اچوي. 
دا ډول ځان ناګاره کول د دې منتقدینو زړونه چوي او مجبور دي، حتی عفت د کلام بریدونه هم مات کړي او په ښکنځلو سر شي. 
دوی اوس د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو برنامه پلې کوي، حکومت ته یې زور نه رسېږي، عوامو ته مسیر نه‌شي ورکولای، نو د خلکو ذهنونه ګمراه کوي او خلک په یو لوی تشویش کې اچوي.
کله چې دوی ووايي، د حکومت د سقوط امکان دی، نو خلک حیران دریان شي. 
خلکو د افغان حکومتونو د سقوط ترخې تجربې ډېرې لېدلې دي، هغوی دستي د مجاهدینو، کمونسټانو او طالبانو دورو ته لاړ شي چې د حکومت سقوط خلکو ته په څومره بیه پرېووت او څومره انسانان به په یوه سقوط کې وژل کېدل. 
خلک تر دې پرازیټ خوروونکيو هوښیار دي، چې وايي، تر نه حکومت ناکاره حکومت هم ښه دی.
د بې‌تهذیبه منتقدینو دا ډول چلند د حکومت کمزوري کولو پر ځای نظام کمزوری کوي او نظامونه د عوامو په باور ولاړ وي، د عوامو فکري ثبات او باور د نظام ستنې دي، خو چې زموږ له واکه شړل شوي لویان دباور نړولو لپاره هڅي کوي، مانا یې دا ده چې نظام رانسکورول غواړي، که نظام نسکور شي، احدي بیا په کابل کې نه‌شي اوسېدای، که نظام نسکور شي، حتا که حکومت سقوط شي، باور ولرئ چې هیڅ کراري به نه وي، بیا زورور او توپکوال شته چې چوکۍ چور کړي، یا مورچلې جوړې کړي په هغسې حالاتو کې بیا داوودزی په خوشال خان کې کوڅه نه‌شي بندولای او نه له پنځه درجنه باډیګارډانو سره په تورو ښیښو زرې موټرو کې ګرځېدای شي، بیا به یې په ږیره دوړې پرتې وي او د ځمکې له لارې به په ټکسي کې تر تورخم اوړي.
دا رواني جګړه چې د پخواني حکومت پولدارانو شروع کړې، حکومت ته هیڅ تاوان نه‌شي رسولای، خو له بدو خاطرو د مالامال ذهنونو عوام یې په رواني ډار کې اچولي دي، هغوی وېرېږي چې لویان وايي، نو ګویا رښتیا وايي، له همدې کبله نه سرمایه خوندي احساسېږي، نه پانګونه قوت اخلي، نه خلک په بنیادي ډول روزګار کوي او نه خلک رواني سکون لري، دا هر څه د هغو خلکو له لاسه دي چې واک او دایمي عواید یې ټکني شوي دي.
سرخط‬ ورځپاڼه