انځورونه که هنداره


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نظيف الله تکل
  • 1242

انځورونه كه هنداره !  دكرگرڅو كيسې او دتكل يو نظر
ما دكرگر نوم اوريدلې وخو ليدلې مې لا نه و كله چې مې وليد دې دافغانستان دحكومت دكابينې غړى واوزه په هماغه كال له پوهنتون نه فارغ شوى  اوپه پما كې په دنده بوخت وم .
خوكرگر په هماغه لومړ ي ځل ليدو كې دومره صميمي و چې مافكر وكړ له ډير پخوا نه سره پيژنو اونه يوازې دا چې پيژنو بلكې اوږه په اوږه انډيوالان هم يو، دبيا بيا ليدو له پاره هماغه دلومړي ځل ليده كافي و٠

دى وزير و خو ديارانو سره يار٠ هيڅكله يي دوزارت له موقفه دخپل دوست سره خبرې نه كولې همدا سبب وكله چې له وزارته ليرې شو اودليكوالو دټولنې مرستيال مقرر شو هم هماغه پخوانى كرگر و نه يي په خندا كې كوم بدلون راغي اونه يي په راشه درشه كې څه فرق پيداشو ديارانو په منځ كې هماغه يار وو٠ 
د۱۳۷۲ ل ل كال دثور داتمې غميزې چې دټول هيواد خلك په يو شكل نه يو شكل و دردول له دې څخه دهيواد دا نوميالى ليكوال هم بې برخې پاتې نه شو ٠ دى يي هم دنورو هيودوالو په شان له خپله كوره وتو ته اړويست اود پيښورپه كوڅو كې يي په  قدمونو ايښيدو مجبور كړ ٠
كرگرچې هرڅومره له هيواده لريوالي په زړه كې زوراوه خو په ښكاره يي ژوند ته په هماغه سترگه كتل اوخوندېې ترې اخيسته چې  ده ترې په هيواد كې اخيسته ٠
دهيواد دې نوميالي ليكوال دخپل ژوند دغه پيښې ډيرې داستاني كړې هم دي. له دې سببه هغه يو رياليست اوهيومانيست ليكوال دى٠ هغه له ټولو ډير دبې وطنۍ درد زورولى دى او دخپل درديدلې زړه بړاس يي په دومره هنري انداز داستاني كړى دى چې كله لوستونكى دژړا تر پولې رسوي اوكله يي دومره دطنز مالگه ورگډه كړې چې په همدې ژړا كې سړى خندولی هم شي وگورئ :
(( اوپروسږكال چې سرو مچيو ځاله جوړه كړې وه زما گاونډۍ سوسن جانه يي په شونډو وچيچله لكه چې دمچۍ هم زما په شان دهغې سرى شونډې خوښيدې ))
اودا دكرگر غوندې دماهر ليكوال كاردى ٠ دكرگر ديوې كيسې پيښه هم داسې نه ده چې هغه دې دافغانې پيښو سره ورته والې ونه لري ٠ دكيسو ټول اتلان يي دافغاني چاپيريال اتلان دي ٠ دكر گر په لنډو كيسو اوليكنو كې بې له شكه چې دهغه دمسلكې زده كړو اثر پروت دى ٠ اوټولې كيسې يي دفلسفې اوتر يوه حده دساه پوهنې په رنگ ككړې دي ٠
په دې وروستيو كې ددې نوميالي اومنلې ليكوال يو كتاب چې ((انځورونه كه هنداره ))نوميږي له چاپه راووت ٠ په دې كتاب كې دليكوال ټولې ۱۲ لنډې كيسې په ۹۸ مخونو كې راغلي دي ٠ 
ليكوال هڅه كړيده چې پښتو لنډه كيسه دروايت له ځنځيره خلاصه كړي اويا بهتره ده ووايم چې كرگر له روايت څخه بغاوت كړي دى ٠ دغه بغاوت دكرگر په( دردونه كړاوونه) كې را برسيره كيږي ليكوال په دې لنډه كيسه كې خپل مرگ تجربه  كوي اوبيا له خپلې ساه سره غږيږي ٠(( دتابوت له يوه چاود څخه مې پر باران وهلې نمجنه ځمكه له ورايه سترگې ولگیدی ٠ تورې خاورې ډيرۍ شوې وى ٠)) دكيسې پيل په همدې پا س جمله كوی٠ اوسړى سم له واره پوهيږي چې مړى خبري كوي اوخبري اوري ٠ دا كيسه په ډير خواږه نثر لیکل شوي ده خو دكيسې ټوله محتوا يوې نوې نړۍ ته ورتگ دی ٠ له خپله كوره وتل دي له خپلو بچو اوخپلو خپلوانو ليرې كيدل دي چې ليكوال همد ا مهاجرت له مرگ سره برابر بللې دى ٠ 
((ملا يوه كوچنۍ ډبره راواخيسته يوه بل ولاړ تن ورته وركړه گرد اوخاورې يي ترې پوه كړې اوبيا يي پوښتنه وكړه ددې مرحوم يا خداى بخښلي نوم څه دى ؟  خواكې يوه چاورته وويل مساپر خان ښه نوم دى
موږ ټول په دې فانې نړئ كې مساپر يو ))٠
له دې څخه مالوميږي چې ليكوال په تصادفي ډول دكيسى داتل نوم نه دى غوره كړى بلكې په عمدي اوقصدې ډول يي خپل اتل ته دمساپر نوم وركړى دى اومساپرهغه څوك دى چې له وطنه ليرې وي اوپه پردي وطن كې كډوال وي ٠
ښاغلي اومنلى ليكوال دمهاجرت درد دومره دردولى چې خپل مرگ يي تجربه كړى دى.
ملا دمړي دمور دنامه پوښتنه هم كوي
((خواكې ولاړ سړي ورته وويل : بختۍ ! اوبيا يي دمړي دپيدايښت كال وپوښته ٠دمړينې پوښتنه يي هم وكړه وې ويل ده كله خپل كلی پرى ايښي دى؟
يوچاورته وويل : وړم كال ٠
ملا وويل :بس دمړينې كال به يي هم هماغه نيټه وكاږو٠ كه خداى ورته په هغه دونيا كى دخپلو اقاربو سره ليده كاته ور په برخه كړي ٠ځكه له كله نه يي چې كلې پرى ايښي دى مړينه به يي له هماغه نيټې وشميرو ٠ ))
دلته جوتيږي چې دكيسې ټول هدف دكډوالۍ درد دى ، بې وطنې ده اوله خپله هيواده لريوالى دى يوازيتوب دى تنهايي ده اوپه يوازيتوب كې د ژوند كول دى ٠
په دې لنډه كيسه كې دكيسې اتل دكوم اكا يا ماما په لور نه مين كيږي٠ځكه چې داكا يا ماما لور نه شته ځكه خو مينتوب نه تر سترگو كيږي اودا پخپله دروايت دكړيو ماتول دي ٠
دغه را ز ليكوال په انځورونه كه هينداره كېسه كې هم له يو ډول اروايي موجود سره غږيږي اوهغه هم داسې ضدي موجود دى لكه ځيلي ماشوم چې له موره  ديو شي غوښتنه  شروع كړي نو چې ترڅويي ترلاسه نه كړي بيا يي نه پريږدي ٠ وگورئ :
(( زه پوهيږم ته ښه انځورگر يي زما انځوركښلى شي خو نه يي باسي ٠
باور وكړه ٬زه ستا انځور نه شم كښلى زه ستا دانځور له كښلو ډير عاجزه اوډير بې وسه يم ٠ بيا يي زما دتړلو پښو غټه گوته وخوځوله :زر كوه زما انځور وباسه ماته يي همدا نن وكښه ځكه چې زما ورته ډيره ځله ده .ډیره  تنده مې ده دا به ماته همدا نن رسموې ماته به يو ثبوت وي ٠ 
زه يي  دې ټول عالم ته ښايم  ټول چم گاونډ ته اوټولو خپلو پردیوته یې ښا یم او دا ورته وايم چې دا زما انځور دى چې زما انځورگر ماته كښلى دى٠))
دا ضدي اروايي موجود تراخيره دليكوال سره په دې لنډه كيسه كې ملگرى دى اوپه هر شيبه كې كيسې ته خپل خواږه وربښي ٠
دغه رازيوزايتوب ليكوال نه پريږدي اولكه دسيوري ورسره دى ٠ خو ددې تر څنگ ليكوال په خپله هم غواړي ځينې داسې تجربی وكړي چې هغه په پښتو لنډه كيسه كي نوې دي ٠
په گونگوټانو نومې کیسه كې هم دليكوال دداسې يوې تجربې لوستلو ته لږ تم كيږو :
وگورئ(( زه چې دبهر چاپيريال اودننه زړه تنگۍ څخه ډير په تنگ وم ماهم داسې احساس كاوه لكه چې اوس گونگټ شوی يم ٠ )) ليكوال په دې لنډه كيسه كې په ټول قوت دگونگوټانو له زاويي څخه غږيږي  اوسړى داسې فكر كوي چې رښتيا هم ليكوال په هغه ژبه غږيږي چې گونگوټان پرې غږيږي ٠
په دې لنډه كيسه كې هم دليكوال له وطن نه ليري والي اودمهاجرت درد له ورايه احساسيږي اويوه انگليسي گونگټه هم ديوه مهاجر نه ځان لوړه گڼي وگورئ :
((موږ بومي يو زموږ وينه ٬رگونه اووزري بريتش دي ٬ موږ خو بايد ديوه جنگ ځپلي اسيايي سره برابر نه كړي ٠ )) دا هغه څه دي چې ليكوال په ټول قوت ديوه مهاجر يا يوبې وطنه اوكډوال دريځ بيانوي ٠
موږ وينو چې يو كډوال به پردي وطن كې دڅومره پرديتوب سره مخامخ كيږي اوڅومره ستونږي گالي چې كله كله ان له خپله ځانه هم پردى شي ٠ دگونگوټانو په لنډه كيسه كې چې دمهاجرت كوم درد پروت دى په هماغه اندازه په كې دطنز خواږه هم شته اوزما له نظره دا په پښتو لنډه كيسه كې يو نوښت دى ٠
دغه راز په دې كتاب كې دكرگر ځينې داسې كيسې هم شته چې دكر گر روايتي كيسې يي بللې شو چې پر هغې به خامخا دروانی جگړې اغيز پروت وي ٠ لكه ((په وركه لار))٬ او((دليك پاى )) خو بيا هم ليکوال يو بشپړ تصوير دلوستونکي په مخ کې ږدي . دليک پای په کيسه کې ليکوال دزندان ټوله تراژيدي داسې بيانوي  لکه سړی چې پخپله په پيښه کې ورگډوي لکه سړي چې پخپله دزندان شيبه ليدلې وي اوهغه کوټه قلفۍ اوتورو د هلیزونو سره روږدی وي . دهمدې کيسی په پای کې چې کله صمد دسربلند ليک ليکوال ته ورکوي اوليکوال يي لولي نو دهر سخت زړي انسان زړه به لکه موم نرم کړی٠
په ((وركه لار ))كې هم ليكوال په يوه شيبه كي دثور داتمې دتراژيدئ دپيلامې كيسه دخان محمد له خولي داسې درته كوي چې په افغانستان كې ټوله پيښه شوې بدمرغي درته  په مخ كې ږدي ٠ لكه داردو ديواځينې روزنځاىد حربي پوهنتون ړنگيدل دثور  داتمې نه وروسته دافغانستان داردو ديوه افسر ژوند  مرگ، ژوبله، دربدرې اودى ته ورته نورې داسې پيښې چې په هغه وخت كې عادي خبره وه په يوه كورنۍ كې پيښه شوی  كيسه  درته د ټول هيواد كيسه كوي اوپه يوه كيسه كې يي درته داسې بيانوي لكه يو پياوړى نقاش چي دجنگ دشيبې ټوله نقاشي كښلي وي اوستا تر مخ يي دهغې تصوير ايښى وي ٠
دغه راز په سپكاوي نومې كيسه كې هم درياليزم اوهيومانيزم په مټ په پښتنې ټولنه كې دشتو ناوړه دودونو اورواجونو يو خوږ انځور زموږ په مخكې ږدي٠
له ژبني پلوه هم دكر گر دكيسو نثر كله كله دومره خوږ شي چې دسړې پري دشعر مينه ماته شي ٠ وگورئ :
په سپكاوي كې : (( منجلس اوسازونه دكونړ دپشه كال دمهال دمست سيند پر سر په لويه اوپراخه ديره كې راون وو ٠ دكښته اوپورته درو څخه زيات خلك را ټول شوي ول ٠ ډير خلك ورته را غلي ول لاندې د ديرې په لمن كې دكونړ مست سيند چې دچا خبره دپشه كال په موسم كې خونكاري كيږي اوله خولې ځگونه باسي دتورې شپې په زړه كې لكه تور ښامار په سينه ښوييده  اوڅپو يي مستې غرغري كولي ٠ )) 
دغه راز په(( انځورنه كه هنداره ))كې هم دهمداسې يو پراگراف سره مخامخ كيږو (( لامې دټولي ورځې دستړيا له   لاسه سترگې نه وى ورغلې ٬ په درنگ شيبو كى دلنډ عمر ټوله تنسته راټوله اوبيا خوره شوه شپه تر نيمايي اوښتې وه سكوت اوچوپتيا پر هر څه لاسبرې وه ما يواځې دخپل زړه درزا اوريده ٠ ))
په اخير كې زه دومره وايم چې دگران ليكوال كرگر په كيسو كې پيچلتيا ډيره ده په يووارلوستلو سړى دكيسې تل ته نه شي وركوزيدلاى بايد چې كيسه څو وارى ولوستل شي چې لوستونكې دكيسى پيغام پيدا   اوتصوير يي بشپړ كړي ٠ په دې كيسو كې چې ډيره سمبوليكه بڼه لري دليكوال كمال په دې كې دى چې ډيرې هغه پيښې چې عادي انسان ته داستاني نه بريښي كرگر داستاني كړي دي ٠ زه باور لرم چې دكرگر دا هڅه ډيره كاميابه هڅه ده زه يي په هنري كارونو كې لابرياليتوب غواړم ٠ 
لندن – سوتهال
۱۶-۰۶-۰۷