- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- مجیبالرحمن لمر
- 1174
د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو په وینا، وسلهوالو طالبانو د جګړې مسوولیت حقاني شبکې ته سپارلی دی.
تر دې وړاندې د جګړې مسوولیت د طالبانو پوځي کمېسیون پر غاړه درلود او حقاني شبکې تر ډېره بریده د پاکستان له استخباراتي ادارې په همغږۍ له پوځي کمېسیون ورهاخوا په خپلواکه توګه بریدونه ترسره کول.
پهدغه لیکنې کې د طالبانو د جنګي تکتیک د بدلون پر څرنګوالي او دا چې ولې یې د جګړې چارې حقاني شبکې ته سپارلې، اشاره شوې او دا پایله اخیستل شوې چې وسلهوال طالبان د تضعیف په حال کې دي. همدا راز د طالبانو وروستۍ هڅې د بقا په لړ کې بلل شوې دي.
ولې حقاني شبکې ته د جګړې مسوولیت ورکړل شو؟
باور دا دی چې طالب مشرانو غوښتي، پهدغه کار سره څو مشخص اهداف تعقیب کړي. دغه اهداف په لاندې توګه دي:
په جګړه کې پاتې راتلل
۲۰۱۵ کال د افغانانو لپاره خونړی کال بلل شوی دی. د جګړې درېدو په هدف افغان حکومت څلور اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ او تمه دا وه چې پاکستان به وسلهوال طالبان د سولې خبرو ته حاضروي؛ خو نه یوازې دا چې پاکستان خپل تعهدات تر سره نهکړل؛ بلکې د خپرو شویو رپوټونو پر اساس د ژمي په موسم کې یې د طالبانو لا چمتو کولو او پياوړي کولو په هدف هڅې پیل کړې (د پر دې ترشا) چې د «عمري» عملیاتو پر اعلان منتج شو. طالبانو تمه درلوده چې د سولې په خبرو کې به افغان حکومت مصروف کړی شي او د پسرلنیو عملیاتو تر سره کېدو توان به له لاسه ورکړي؛ خو د طالبانو د تمې برخلاف د تېر کال (۱۳۹۴/۲۰۱۵) په اوږدو کې د افغان ځواکونو روزنې او تجهیز په برخه کې کوټلي ګامونه پورته شول او جګړې ته یې بشپړ چمتووالی درلود.
له بلې خوا افغان پوځيانو خپل تکتیک بدل کړ او له دفاع څخه تعرض ته یې مخه کړه.
همدا راز د تېر کال په اوږدو کې د هوايي ځواک تجهیز په برخه کې زیات کار وشو.
تعرضي حالت او په جګړه کې له پوځي چورلکو او الوتکو کار اخیستل؛ د دې لامل شو چې طالبان حتی خپلو لومړنیو ټاکل شویو اهدافو ته ونه رسېږي.
دا چې حقاني شبکه د جګړې اوږده مخینه لري (د شوروي پر وړاندې له جهاد څخه تر دېدمه چې شاوخوا ۳۹ کاله کېږي) او د تېر پنځه لسو کلونو په اوږدو کې یې په ویجاړوونکو فعالیتونو کې خپله برلاسي ثابته کړې؛ باور دا دی چې طالب مشران هیلهمن دي، لهدغو تجاربو څخه په استفادې به وشي کړی د ځان په ګټه په جګړه کې بدلون راولي.
خو لهدې حقیقت څخه سترګې نهشي پټېدای چې حقاني شبکه د افغانستان په مشخصه جغرافیا کې برلاسې ده او بریدونه یې هم تر ډېره بریده د انتحار، ماین اښودلو، انفجار او نورو ورانکارو فعالیتونو پر محور راڅرخي. دغه چاره د دې لامل کېږي چې د ځانمرګو بریدونو، ماین ايښدلو او ورانکاره فعالیتونو کې زیاتوالی راشي؛ خو په مخامخ جګړه کې د حقاني شبکې بریا یوازې تر سوېل ختیځ پورې محدوده بلل کېږي.
د ملا عمر د کورنۍ تضعیف
د طالبانو د مشر په توګه د اخترمحمد منصور له ټاکل کېدو سره جوخت، سراجالدین حقاني د دغې ډلې مرستیال په توګه وټاکل شو. خو د ملامحمد عمر ورور او زوی مخالفت ته دوام ورکړ چې وروسته د حقاني شبکې د مشر په منځګړیتوب دوی دواړه (ملا منان او ملا یعقوب) له منصور سره یوځای شول. د ملاعمر ورور عبدالمنان د دعوت او ارشاد کمېټې مسوول او ملایعقوب د ۱۵ ولایتونو لپاره پوځي قوماندان وټاکل شو (دواړو ته د طالبانو د رهبرۍ شورا غړیتوب هم ورکړل شوی). تر دېځایه تر یوه حده د طالبانو ترمنځ اختلاف کم شو؛ خو منصور یوازې د اختلافاتو په لهمنځه وړلو اکتفا ونهکړه؛ بلکې ټوله هڅه یې دا ده چې څنګه د ملاعمر کورنۍ تضعیف کړي.
سربېره پر دې چې ملایعقوب د ۱۵ ولایتونو لپاره د پوځي کمېسیون مشر؛ حقاني شبکې ته د پوځي چارو مسوولیت سپارل؛ لهدې پرته چې د یعقوب د ونډې کمولو لپاره وي؛ بله معنی نهشي درلودای. منصور پهدې تکتیک سره توانېدلی چې له یوې خوا خپل سیالان بېواکه کړي او له بلې خوا یې له ځانه سره وساتي او له مخالفته یې لاس پر سر کړي.
حقاني او پاکستان
حقاني شبکه د پاکستان له پوځي استخباراتو سره نږدې بلل شوې ده. داسې چې تقریبا ټول اوپراتیفي کار، د عملیاتو طرحه کول او د معلوماتو ترلاسه کول د ایاسای لهخوا کېږي. حقاني شبکه یې عملي کوي.
په وروستیو کې د طالبانو خپلمنځي اختلاف په لړ کې د پاکستان استخباراتي اداره لاس په کار شوه او د منصور مخالفین یې یو، په یو په نښه کړي (دغه لړۍ اوس هم روانه ده).
د اخترمحمد منصور مخالف طالبان نوموړی د پاکستان لاسپوڅی بلي او پهدې باور دي (خصوصا د ملا رسول ډله) چې منصور د پاکستان اهداف تعقیبوي. بل لور ته د منصور په مخالفینو سربېره، پر یو شمېر نورو طالب مشرانو هم د پاکستان نفوذ کم ایسي.
له یوې خوا د حقاني شبکې او ایاسای او له بلې خوا د اخترمحمد منصور او راولپنډۍ ترمنځ پټو اړیکو ته په کتو، دا ایجابېدله چې د منصور د مخالفینو لهمنځه وړلو او یو ځل بیا د ایاسای تر چتر لاندې د ټولو طالبانو راوستلو لپاره، له حقاني شبکې کار واخلي.
باور دا دی چې د طالبانو ترمنځ به خپلمنځي او هدفي وژنې زیاتې شي؛ د پاکستان مخالف طالبان به لهمنځه یوړل شي او د منصور پر مخالفینو به تر وروستي بریده فشارونه زیات کړی شي. د پاکستان هڅه دا ده چې یو ځل بیا ټول طالبان تر خپل بشپړ کنټرول لاندې راولي او وروسته د دوی په ذریعه خپل اهداف تعقیب کړي.
تبلیغاتي اړخ
حقاني شبکه د طالبانو تر ټولو خونړۍ برخه شمېرل کېږي. دغې شبکې ته د جګړې سپارل، د پورتنیو مواردو ورهاخوا تبلیغاتي اړخ هم لري. طالبان غواړي د دغې ډلې له سختزړیتوب او وحشت څخه خلک و وېروي او لهلارې د افغانانو ترمنځ د وېرې په خپرولو سره له یوې خوا خپلو لنډمهاله اهدافو ته ورسېږي او له بلې خوا د تبلیغاتو په برخه کې برلاسې شي.
څه به کېږي؟
حقاني شبکه د طالبانو خونړۍ برخه بلل کېږي او طالب مشران دغې شبکې ته د خپل ژاندارم په سترګه ګوري. له پوځي اړخه ژاندارم ته د جګړې سپارل د بېړني حالاتو اعلان په معنی ده. له همدې امله دا ویل کېدای شي چې د طالبانو په لیکو کې بېړني حالات اعلان شوي. د بېړنیو حالاتو له اعلان سره جوخت؛ د طالبانو ټولې نورې برخې او د کاغذ پر مخ تشکیلاتي جوړښت د همدغې شبکې تر اغېز لاندې راځي. لهدې سره له بېړني حالت سربېره، د طالبانو په لیکو کې نااعلان شوی نظامي حالت هم واکمن دی.
دغه وضعیت د طالبانو د وارخطایۍ ښکارندويي کوي. دا چې طالبان د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخ دي، خپلو لومړنیو اهدافو ته نهدي رسېدلي، له عمري عملیاتو څخه طالب قوماندانان په چادریو کې تېښته کوي او زیاتشمېر طالب قوماندانان نیول شوي؛ باور دا دی چې د طالبانو هڅې وروستي برید ته رسېدلې. د دغو هڅو په ناکامۍ؛ طالبان له اضمحلال سره مخ کېدونکي دي.
اما لهدې سترګې نهشي پټېدای چې حقاني شبکه به ځانمرګو او ډلهییزو بریدونو او چاودنو ته تر وروستي حده زور ورکړي.
باور دا دی چې د طالبانو د بریدونو کنټرولو لپاره، له پوځي عملیاتو سر بېره؛ مهمه ده چې افغان حکومت پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره نړۍوالو مراجعو ته رجوع وکړي او ترې غوښتنه وکړي چې پر پاکستان فشارونه زیات کړي، څو دغه هېواد د طالبانو؛ په ځانګړي توګه د حقاني شبکې له ملاتړ څخه لاس پر سر شي.
سرخط ورځپاڼه