- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سردار خاکرېزوال
- 1173
د کندهار ښار او شا و خوا سیمې ظاهراً ارامې دي، تر ډېره د هر ډول امنیتي ستونزو مخه نیول شوې ده، ښاریان شپه و ورځ په ډاډه زړه د خپل ژوند چارې پر مخ بیايي، بېلابېلو سیمو ته د چکر لپاره ځي، د شپې تر ناوخته په مجلسونو بوخت وي او د ښوونې او روزنې لړۍ هم فعاله ده.
سره له دې چي په هېواد کې د بهرنیانو د حضور په کمېدو د رغونې او پرمخیايي پروژو پروسه پیکه سوې ده، خو په کندهار کې د ولایتي ادارې په هڅو لا هم د ښار په مختلفو برخو کې د رغونې چارې او انکشافي پروژې شته. د ولایت مخ ته د احمد شاهي جادې د پراختیا او رغونې چارې د هر چا پام ور اړوي چې دا د ټول ښار لپاره یوه ډېره حیاتي پروژه ده، ځکه په دې سره به له یوې خوا د ټرافیکو په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځ ته شي او له بلې خوا به د ښار په ښکلا، سمسورتیا او جوړېدو سربېره په زرګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.
د بای پاس د سړک جوړېدو کار روان دی، د احمد ولي کرزي له دوه لارې تر عینو مینې پورې د سړکجوړولو چارې رسماً پر پیلېدو دي. ښاروالي د ښار په مختلفو برخو کې د سړکونو د پراختیا او رغونې چارې پر مخ بیايي، د ښار پاکوونې ته ځانګړې پاملرنه کېږي، د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره امتحاني برېښنايي اشارې لګول شوې دي او هره ورځ په مطبوعاتو کې د بېلابېلو پرمختګونو خبر ورکول کېږي. دا په داسې حال کې چې دا هر څه ولایتي اداره په خپلو امکاناتو کوي او تر ډېره اوس د بهرنیو ځواکونو د مرستو او پيارټيګانو پروژې له منځه تللې دي.
مګر که له دې ظاهري حالته تېر شو او سړی له بېلابېلو رسمي چارواکيو سره کښېني، د هغوی خبرې واوري او د روان حالت په اړه د دوی تبصرو او نظرونو ته غوږ شي، هلته بیا د حالاتو انځور څه بل ډول دی، مختلف بانډونه هڅه کوي چي په اداره کې د خپل نفوذ لپاره لاس پر کار شي، خپل کسان وګوماري، ځان ته د عوایدو سرچینې پیدا کړي او د هغو اصلاحاتو مخه ونیسي چي ځايي اداره یې په لټه کې ده او د مرکز ملاتړ هم ورسره دی. دلته بېلابېل ځايي ګروپونه، د ملت وسلهوال دښمنان، مافیايي بانډونه او د شخصي ګټو ساتونکي حزبونه په دې لټه کي دي چې د والي په مشري د هغو تدبیرونو، سمونونو او اصولي ګامونو پر وړاندې خنډ شي چې هدف یې د قانون په چوکاټ کي د یو ډول توازن ساتل دي.
د کندهار د ولایتي ادارې د راس سړی همایون عزیزي ظاهراً د ارام شخصیت څښتن دی، خو په کاري ډګر کي د فعال او هڅاند شخصیت څښتن دی. هغه د ولایت په کچه د ادارې ټولې چارې تر نظارت لاندې لري، هر څه ته په ځير متوجې دی او په خپل شاهیني نظر د قوت او ضعف هغه ټکي په نښه کوي چې له لارې یې کولای شي په کندهار کې د توازن جګړه متوازنه کړي.
داسې ښکاري چې د ارام کرکټر څښتن عزیزي په خپل دې یون کې تر یوه حده بریالی وي، ځکه اوس چي ګورو ټولې ادارې په منظم ډول خپلو چارو ته متوجې دي، په مطبوعاتو کي هره ورځ دا خبرونه خپرېږي چې د ولایت مقام او د ادارو مشران خپل منځي غونډې کوي او په عمومي توګه یو ډول خوځښت را منځ ته شوی دی. که څه هم د مختلفو قوتونو تر منځ د اصولو په رڼا کې د توازن ساتلو او ضوابطو پليکولو دا مبارزه یو څه سخته ده، مګر ناشونې نه ده.
سرخط ورځپاڼه