ملا منصور چا مړ کړ؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • 1155

 ارګ لا د قضیې له عمقه نه دی خبر

لومړی په دغه بريد کې د دريو تنو د وژل کېدو چيغه پورته شوه او دا هم وويل شول چې بريد په زابل کې شوی، وروسته مړي دوه شول او د بريد سيمه تر ډېورنډ پورې غاړه وښوول شوه. يو سيمه‌ييز خبريال د بريد په ځای کې موندل شوي جسدونه د منصور د موټر چلوونکي او د هغه د ملګري ښيي، خو پاکستان درګرده تخته دی او وايي، يو جسد د منصور دی.
سرخط د لېندۍ په يوولسمه، په خپله يو سل او اوله ګڼه کې راپور ورکړی و چې طالبانو په کچلاغ کې خپل منځي شخړه وکړه، په شخړه کې ملا اختر منصور شدید ټپي شو چې ۹۰سلنه وینه یې ضایع کړې وه، څوک چې نوي سلنه وینه ضایع کړي، د ژوندي پاتې کېدو چانس یې لس فیصده شي او په لس فیصده کې استثنا ده که یو څوک ژغورل کېږي.
حکومت باید هماغه وخت چې د کچلاغ پېښه وشوه، ځان له اصلي قضیې خبر کړی وای، همدا ستونزه وه چې نن د نورو رسنیو په استناد د یوې نسبتاً ناباوره پېښې تایيد کوي او د ملا عمر د مرګ د الونیا کېدو کیسه یو وار بیا ورباندې تکرارېږي.
دا لومړی ځل دی چې امریکا په بلوچستان کې ډرون برید کوي او په هغه کې هم د بد تصادف له مخې یو داسې وګړی وژل کېږي چې په دې وخت کې یې د مرګ پېښه چندانې په زړه پورې هم نه ده.
لومړی په دغه بريد کې د دريو تنو د وژل کېدو چيغه پورته شوه او دا هم وويل شول چې بريد په زابل کې شوی، وروسته مړي دوه شول او د بريد سيمه تر ډېورنډ پورې غاړه وښوول شوه. يو سيمه‌ييز خبريال د بريد په ځای کې موندل شوي جسدونه د منصور د موټر چلوونکي او د هغه د ملګري ښيي، خو پاکستان درګرده تخته دی او وايي، يو جسد د منصور دی.
سرخط د لېندۍ په يوولسمه، په خپله يو سل او اوله ګڼه کې راپور ورکړی و چې طالبانو په کچلاغ کې خپل منځي شخړه وکړه، په شخړه کې ملا اختر منصور شدید ټپي شو چې ۹۰سلنه وینه یې ضایع کړې وه، څوک چې نوي سلنه وینه ضایع کړي، د ژوندي پاتې کېدو چانس یې لس فیصده شي او په لس فیصده کې استثنا ده که یو څوک ژغورل کېږي.
په همدې وخت کې هغه عکسونه چې د برید له صحنې څخه تر لاسه شوي، د ملا منصور د څېرې تشخص نه کوي او دا په یوه وخت ګڼ سوالونه راپورته کوي.
امریکا او پاکستان په ډېرو مواردو کې اختلاف لري، خو په اساسي مسایلو کې سره هم‌غږي دي لا چې شریک اهداف وهي.
ملا منصور و نه شوای کولای د ټولو طالبانو د توحید سبب شي، بل لوی لامل دا و، چې د ملا پلویان د ملا عمر په څېر په نرمه د طالبانو د مشرۍ د لېږد جوګه نه‌شول، په همدې اساس منصور باید له صحنې ایستل شوی وای.
د ملا منصور مرستیال د حقاني زوی دی. هغه څوک چې په افغانستان کې د خبرو په نسبت شدید جنګ ته اشد ضرورت لري او امریکا هم په افغانستان کې د طالبانو داسې مشري غواړي چې سولې ته یې تمایل کم او جګړې ته زیات وي.
د حقاني زوی به دې جګړې ته دوام ورکړي، ځکه چې د طالبانو له ادرس څخه د تحریک بل لوړ سټېج ته ورپورته کېږي. 
په وروستیو کې طالبانو ته د روسیې لاس‌رسی زیات شوی و، له منصور سره د روسانو پټ تماسونه د دې برخې ثبوتونه دي. 
‌روسان غواړي د طالبانو تحریک ځکه د جنګ او سیاست په صحنه کې باید فعال پاتې شي چې د دوی په باور امریکا او متحدین یې غواړي داعش یې ځای ناستی کړي. هغه داعش چې په تمامه مانا د منځنۍ اسیا او روسانو په ضرر دی، نو تمایل دې ته دی چې طالبان غښتلي پاتې شي، له روسانو امکانات تر لاسه کړي او جګړې ته دوام ورکړي.‌ په عین وخت کې طالبان د امریکا پر ضد د روسانو له خوا حمایت شي.
اوس یو وار بیا د داعش جلب و جذب، تحرکات او تدارکات زیات شوي، په اچین کې یې دولت دوه لوی مرکزونه تشخیص کړي چې ډېر زیات امکانات لري.
داعش په هر صورت د طالبانو ځای ناستي کېږي او په هر صورت روسانو او په منځنۍ اسیا کې د روسانو اهدافو ته ګواښ دی، نو ځکه روسان نه یوازې چې د طالب بقا غواړي، باید د داعش پر ضد د طالب ملا وروتړي او دا ځکه چې افغان دولت د امریکا متحد دی او د داعش پر ضد یې اقدامات د پام وړ نه دي.
افغان دولت هم ځینو موثرو طالبانو ته لاس‌رسی پیدا کړی دی. 
‌د سولې خبرې یوې مهمې مرحلې ته ننوتلای شي، نو ځکه پاکستان غواړي د طالب ادرس یا ورک کړي، یا یې په داسې یو متشدد ادرس بدل کړي چې افغان دولت پسې لالهانده شي. 
په وروستیو کې د امریکا د کانګریس او سنا له خوا پر پاکستان د بندیزونو خبرې په هیڅ صورت په دې مانا نه دي چې د امریکا او پاکستان اړیکې خرابې شوې دي، بلکې امریکا او پاکستان د معاملې لپاره ځان جوړوي.
پاکستان په هره داسې موقع کې یوه ګوله له لاسه ورکړې او لس ګولې یې تر ستوني تېرې کړې دي، د پاکستان او امریکا ترمنځ معامله په مهمه مرحله کې ده او شاید تر دې وروسته پر پاکستان د امریکا رواني تعرضات لږ کم شي، مګر په ټوله کې امریکا او پاکستان ژورې خوږې اړیکې لري، طالبان شریکه پروژه وه او افغانستان په دې منځ کې له امریکا سره د پاکستان په اندازه نه سټراټیژیک ملګرتوب لري، نه د قضیې له عمقه خبرېږي.
افغان دولت تر یوې سختې مرحلې تېرېږي، ‌له یوې خوا په قطر کې د سولې هلې ځلې کوي، له بلې خو ا یې حکمتیار راپخلاتوب ته نږدې کړی، خو حکمتیار وېرېږي چې افغان دولت به یې د سر ضمانت و نه کړي او د منصور مرګ دا وېره نوره هم زیاتوي.
بل اړخ ته افغان دولت د مالوماتو او تصامیمو په ابتدایي مرحله او خوشباورۍ کې ساتل کېږي. 
کله چې افغان دولت له قضیې په دقیق ډول خبرېږي، ‌یا به یې ډېر څه بایللي وي او یا به د پخواني ولسمشر کرزي په څېر یو کاملاً امریکا ضد تصمیم نیسي چې دا یې په ضرر دی. 
حکومت باید هماغه وخت چې د کچلاغ پېښه وشوه، ځان له اصلي قضیې خبر کړی وای، همدا ستونزه وه چې نن د نورو رسنیو په استناد د یوې نسبتاً ناباوره پېښې تایيد کوي او د ملا عمر د مرګ د الونیا کېدو کیسه یو وار بیا ورباندې تکرارېږي.
څوک چې د حکومت له اړخه په رسنیو کې بیانونه ورکوي، هغوی هم د عادي وګړو په څېر په اوازو کې خپل موقعیت لټوي او تر عادي خلکو ډېر باخبره او قاطع دریځ نه‌شي لرلای.
سرخط‬ ورځپاڼه