- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- خوشال خلیل
- 1222
پرون ناوخته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یو رسمي سفر لپاره د قطر هېواد ته روان شو، ټاکل شوې هلته به په دوحه کې د «ثبات او سوکالي د ټولو لپاره» په نامه شپاړسمه غونډه کې وینا وکړي او تر څنګ به یې د قطر امیر او د دغه هېواد له لومړي وزیر او نورو چارواکيو او سوداګرو سره هم وګوري.
د قطر په څېر هېواد چې نن سبا په عربي هېوادونو کې یو مهم سیاسي لوبغاړی ګڼل کېږي، هلته د ولسمشر د تګ هدف یوازې په دې پاس څو جملو کې چې ارګ اعلان کړې نه خلاصه کېږي.
په دغسې سفرونو کې تر اعلاني خبرو غیراعلاني خبرې چې د پردو شا ته د دغه هېواد له چارواکيو سره کېږي هغه مهمې دي.
دا چې په قطر کې عملا د طالبانو دفتر موجود دی او دا هېواد د افغانستان په سیاسي قضیه کې ښکېل دی، دا ممکنه نه ده چې په دې اړه به هلته خبرې اترې و نه شي.
دا چې دا مهال له طالبانو سره د پاکستان له لارې خبرې ناکامې شوې دي، د افغانستان دولت به هڅه وکړي چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یوه بله لار ولټوي، که څه هم قطر د پاکستان په څېر پر طالبانو ژور نفوذ نه لري، ځکه د طالبانو اډې او د تمویل ځایونه پاکستان کې دي، قطر له جغرافیايي پلوه له افغانستانه لېرې دی، خو هغه موقعیت چې دا هېواد یې په اسلامي نړۍ کې لري، تمه ده چې په دې برخه کې مهم نقش ولوبوي.
د افغانستان دولت چې دا مهال يې له پاکستان سره اړیکې خرابې شوې دي، خو خپل بهرنی سیاست یې فعال ساتلی دی او هڅه کوي چې پر پاکستان باندې له هرې خوا فشارونه زیات کړي او دغه هېواد د بین المللي انزوا په لور ټیل وهي.
اټکل دا دی چې قطر ته د ولسمشر تګ او هلته د هغه هېواد له چارواکيو سره لیدنې کتنې به هم د همدغه سیاست په محور راڅرخي.
دلته پوښتنه دا ده چې قطر چې یو وړوکی او له افغانستان نه لېرې پروت هېواد دی، څنګه کولای شي د افغانستان په سیاست کې مثبت نقش ولوبوي او ایا په رښتیا هم قطر دومره مهم دی چې څه نقش لوبولای شي. په دې اړه څو ټکو ته اشاره کول غواړم.
لومړی، قطر په خلیج کې یو ډېر وړوکی هېواد دی چې څه باندې یو نیم میلون نفوس لري چې په هغه کې هم اکثریت بهرنیان دي او پاتې یې د قطر اوسېدونکي دي، خو د ګازو د تولید له پلوه درېیم او د ګازو د صادراتو له پلوه په نړۍ کې لومړی هېواد دی او د الجزیرې ټلوېزيون د دغه هېواد د دولت د ویاند نقش لوبوي، کټ مټ لکه سيايناين چې د امریکا لپاره عین کار کوي.
قطر په پخوا وختونو کې د انګرېزانو تر ادارې لاندې و، خو نن سبا د خلیج په حوزه کې یو تر ټولو باثباته هېواد ګڼل کېږي.
قطر د سیمې له ټولو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري، حتا له هغو سره هم تجارتي اړیکې لري چې ظاهرا یې ورسره ورانه ده، لکه ایران او اسرایل.
د قطر هېواد په اړه ویل کېږي چې غواړي په ۲۱مه پېړۍ کې په اسلامي نړۍ کې مهم نقش ولري او دا یې د خپل بهرني سیاست مهم هدف ټاکلی دی.
د دغې سټراټېژي له مخې د قطر هېواد په اسلامي نړۍ کې هر بدلون له نږدې څاري او حتا هغه ته د مسیر ورکولو ظرفیت هم لري چې اکثریت تبلیغاتي کارونه د الجزیرې ټلوېزيون له لارې کوي، ښه بېلګه یې د عربو د پسرلي د انقلابونو پر مهال موږ او تاسې ولیده چې دغه ټلوېزيون د عربۍ نړۍ په اړه په نړيوال ذهنیت جوړونه او د خلکو په راپارولو کې مهم نقش درلود.
دویم، د قطر د افغانستان په شمول، تر دې مهال په ډېرو بین المللي لوبو کې ځان ورګډ کړی دی چې ځانته یې ډېر دښمنان هم پیدا کړي دي.
په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ لویه قومنداني هم په قطر کې ده، دا هېواد له عربستان سره نږدې اړیکې لري او حتا د بحرین د داخلي بحران پر مهال یې د سعودي ملاتړ وکړ او له ایران سره یې ځان په لویه لانجه کې واچاوه.
د قطر بهرنی سیاست له تناقضاتو ډک دی، مثلا په لېبيا کې یې د ډېموکراسي پلوه ځواک ملاتړ وکړ، دغسې يې په سوریه کې د اسد د رژیم خلاف د هغه د مخالفانو ننګه وکړه، خو بله خوا بیا په خپل هېواد کې بحرین کې حاضر نه دی چې د ډېموکراسي غږ لا واوري، حتا له داعش او دې ته ورته نورو تندلارو ډلو سره په اړیکو درلودو تورن دی.
قطر د همدغه متناقضو سیاستونو په نتېجه کې دې ته زړه ښه کړ چې د افغانستان د حکومت مخالفو وسلهوالو طالبانو ته په خپل هېواد کې د دفتر د پرانیستو اجازه ورکړي، څو د افغانستان په سیاست کې هم خپله ونډه ولري.
درېیم، بله خوا په افغانستان کې د قطر هېواد هلې ځلې یوازې په سیاست پورې محدودې نه دي، په وروستیو کې دغه هېواد په افغانستان کې د کور جوړولو، کانونو، صنعت او کرنې په سکټور کې د پانګهونې په برخو کې علاقه ښوولې ده چې دا ډول پانګهونو ته هغه وخت چاپېریال برابرېدای شي چې دلته سوله موجوده وي.
همدا اوس عملا په فراه ولایت کې قطر د کرنې په برخه کې پانګهونه کړې ده، هلته یې عملا د خرما فارمونه جوړ کړي دي او د داسې نورو فارمونو د جوړولو اراده هم لري چې بیا وکولای شي خپل هېواد ته واښه او مېوې له افغانستانه تامین کړي.
دا چې د چاهبهار لار به هم سبا بل سبا پرانیستل کېږي، د افغانستان لوېدیز ولایتونه قطر ته ډېر زیات نږدې کېږي او د دغو سیمو زراعتي محصولات په یوه ورځ کې تر قطره رسېدلای شي.
څلورم، راځو دې ته چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره قطر څه کولای شي؟
تر دې مهاله طالبانو د پاکستان علاوه د باندې کوم بل ادرس نه درلود چې د افغانستان له دولت سره په ډاډه زړه خبرو اترو ته کښېني.
که څه هم د قطر دفتر هم د پاکستان له نفوذ نه پاک نه دی او د قطر طالبان مستقیما د طالبانو استازي ګڼل کېږي، خو په دې موږ پوهېږو چې په دې وروستیو کې طالبان په څو برخو وېشل شوي دي.
دغه وېش او د جدايي تمایلات ممکن د قطر په طالبانو کې هم رامنځته شوي وي. پخوا به چې د طالبانو کومې ډلې له حکومت سره د پاکستان د خوښې خلاف مذاکره وکړه، د پاکستان له سخت فشار سره به مخ شول، دوی بله هیڅ لار نه درلوده مجبور ول چې د پاکستان تر لاس لاندې پاتې شي، خو اوس که چېرته د پاکستانه ناراضه طالبان چېرته وغواړي خبرې اترې وکړي، قطر ورته تر ټولو ښه ځای دی چې د هغه ځای خبرې پر مخ بوځي.
همدا اوس په قطر کې له ګوانتانامو راخوشې شوي پنځه مهم طالبان په خپلو کورونو کې نظر بند ژوند تېروي، نور طالبان هم د دوبۍ له لارې قطر ته تګ راتګ کوي، دوی له هغه ځایه په اسانۍ کولای شي له افغان لوري سره پرته له دې چې پاکستان په جریان کې و اوسي تماسونه ونیسي.
که چېرته افغان دولت وتوانېږي په ډېر محدود شکل هم دغه شان مستقل تماسونه له طالبانو سره ولري، دا به پاکستان سخت وارخطا کړي او تر څنګ به نور طالبان هم تشویق شي چې له دغه کاناله خبرې پر مخ یوسي.
لکه مخکې مو چې یادونه وکړه، په اسلامي نړۍ کې قطر د تبلیغاتي برخې پاچا ګڼل کېږي او که قطر په صادقانه توګه وغواړي پاکستان او طالبان سخت تر فشار لاندې راوستلای شي، ځکه اوس چې هر څنګه وي طالبان هلته د دوی تر سیوري لاندې ژوند کوي او هلته مېشت طالبان په خپلو جبهاتو کې پراخ نفوذ لري.
د دې امکان ډېر دی چې د افغانستان د حکومت امنیتي مشران به له طالب مشرانو او هلته د قطر له چارواکيو سره د دغه شان احتمالي تماسونو په اړه ژورې خبرې وکړي.
سرخط ورځپاڼه