- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- څېړندوی عبدالغفور لېوال
- 1143
د کوم هېواد له یوه کمونیسټ مشر څخه یې پوښتنه کړې وه چې تاسې ولې خپل مخالفین، له یوې مخې، په ډېره بېرحمۍ وژنئ؟ ایا له دې څخه نه وېرېږئ چې له تاسې څخه به د خلکو وېره، کرکه او ترهه دومره ډېره شي چې نظام به مو دروپرځوي؟
دیکتاتور کمونیسټ مشر ځواب ورکړی و؛ زموږ ډېر نفوس نه دی په کار، بس یو میلیون په تول پوره پرولتاري نفوس کافي دی، دې هدف ته د رسېدو لپاره حاضر یوو، پاتې ټول خلک ووژنو.
دا د ایډیولوژیک سیاست جنون دی چې همدومره بېرحمي رامنځته کولای شي.
عجیبه دا ده چې په ځينو ټولنو کې د ایډیولوژي مخالفو ماټریالیسټو کمونیسټانو، خپل سیاسي تفکر په داسې ایډیولوژیک باور بدل کړ چې هغه ته د وفادارۍ لپاره یې ميلیونونه انسانان وژلای شول.
هغه سیاسي مکتب چې په عقلانیت و نه پالل شي او یوازې یې عقیدتي افراطي منښت او پلوي هدف وي، په همداسې جنون بدلېږي.
هر سیاسي مکتب چې ځان بشپړ او پوره وګڼي او له ځان سره د انتقادي ـ اصلاحي چلند دروازه وتړي، په یوې ګواښمنې دیکتاتورۍ بدلېږي او بیا نو د خپل هر مخالف وینه بهولای شي.
د ګڼشمېر سیاسي مکتبونو د رامنځته کېدو منطق، په پیل کې له انساني ټولنې سره مرسته وي چې د ژوند شرایط یې ښه شي، ځینې سیاسي افکار د خپلواکۍ، برابرۍ، عدالت او اصلاحاتو په نامه سر راپورته کړي، خو د خپلې مبارزې په بهیر کې په داسې وچ او کنګل شوي تقلیدي لیدلوري بدل شي چې نه یوازې یوه ټولنه پورته یادو شویو ارزښتونو ته نه شي رسولای، بلکې په خپله د همدغو ټولو ارزښتونو لوی مخالف او ماتوونکی شي.
هر سیاسي مکتب چې د ځواک تر لاسه کولو لپاره د ټولنې د انسانانو مرګ روا وګاڼه او خپل سیاسي هدف ته یې د ځان رسولو هڅه په وژنو، ترهګرو هڅو او تاوتریخوالي ورسیخه کړه، نو پوه شئ چې دغه سیاسي لاره له فکري پلوه خنډ ته رسېدلې او نور نو د تفکر ځواک نه لري، ځکه نو په یوه ایډیولوژیک جنون بدله شوې او پر مخ وړونکي یې سیاستوال نه، بلکې ایډیولوژیک قصابان دي.
که په یوه عیسوي ټولنه کې څوک ووايي؛ زموږ یوازې ښه عیسویان ژوندي په کار دي، نور ټول بد عیسویان او د نورو ادیانو پلویان باید ووژل شي، دا به په دې مانا وي چې دغه سیاست د عیسوي ایډیولوژۍ دجنون دوره تېروي او مشران یې ایډیولوژیک قصابان دي، که دا په سیاسي مکتبونو کې وي او یا هم په کوم مذهبي نظام کې.
زموږ په ټولنه کې هم د ایډیولوژیکو قصابیو ګڼې تاریخي تجربې تکرار شوې، ځینو د بشپړ ضد مذهبي نظام جوړولو لپاره وینې وبهولې او ځینو نورو د بشپړ مذهبي نظام د ټينګښت لپاره دومره ډېرې وژنې وکړې چې نه دوی پوه شول چې خالص نظام به یې څه وخت ، څنګه او تر څومره وژنو وروسته برقرار شي او نه هم خلک وپوهېدل چې د دغو ایډیولوژیکو قصابانو لپاره باید څومره نورې قربانۍ ورکړي چې دوی ستړي یا راضي شي؟
څلوېښت کاله کېږي چې کیڼ لاسي او ښي لاسي ایډیولوژیک قصابان د پردیو په مرسته د خپل "سوچه" او "خالص" نظام لپاره افغانان وژني، د دغه سوچهتوب برید نه دی ښکاره او وخت یې هم نه دی مالوم چې تر کله او تر څومره افغانان یې باید د ټینګښت لپاره ووژل شي؟
په دې وژنو راوژنو او د سوچه نظامونو د ټينګښت په لیونتوبونو کې "انسان" ورک دی، د دې هېواد انسان "چې موږ یې په دې بحث کې افغان انسان نوموو" اقتصادي رفاه، نېکمرغي، مړښت، تعلیم، کار، ملکیت، تفریح، انساني حقونه او نور ارزښتونه نه یادېږي، یوازې دیوه نامالوم "سوچه" نظام نوم اخیستل کېږي، چې باید د وینو سمندرونه ورته وبهول شي او د کلهمنارونو غرونه ورته هسک شي، خو دا "سوچه" نظام لا هم نه راځي.
د هغه کمونیسټ مشر برید خو لږ تر لږه مالوم و چې یو میلیون سوچه پرولتاري نفوس یې ژوندی غوښته، د افغانستان د قصابانو دا برید هم نه دی مالوم چې ایا د خپلو وسلهوالو ډلو تر شمېر ورهاخوا به بل سړی "سوچه" ورته ښکاري چې د ژوند حق ولري که نه؟ ځکه اوس خو دا جنون تر دې بریده رسېدلی چې دوی هر څوک وژني، ماشوم، ښځه ، بوډا، بوډۍ، لوستی، نالوستی، ملا، ښوونکی، لاروی، مساپر او هر بل څوک چې په ګوتو ورغی.
د عقیدو د تفتیش د زمانې ځانګړنه همدا ده، هر څوک باید د خپل ایمان تذکره په جېب کې ولري، دی باید د خپلې عقیدې سند وړاندې کړای شي او تر بل تفتیش پورې د ژوند حق تر لاسه کړي.
موږ د عقیدو د تفتیش په زمانه کې ژوند کوو، هر چا چې له کندوز څخه تر بغلان یا له کندهار څخه تر غزني پورې د سفر پر مهال د خپلې عقیدې تذکره له ځانه سره نه درلوده، نو مړ یې بوله!
د عقیدې د تفتیش زمانې په تاریخ کې سابقه لري، په تیاره اروپا کې یې تر ټولو اوږده زمانه عمر کړی دی.
فکر کېده، نوره نو دا کیسه پای ته رسېدلې ده، خو په افغانستان کې اوس هم که یو مساپر د وېرې او وهم له کبله ازموینه ور نه کړای شي، نو په څو ثانیو کې په مرمیو سوری سوری پرېوځي.
افغانستان په یوویشتمه پېړۍ کې د عقیدې د تفتیش او ایډیولوژیک جنون په زمانه کې ژوند کوي.
نه! ژوند نه کوي، بلکې د مرګ په تمه ساه باسي.
څلوېښت کاله کېږي چې د یوه سوچه نظام لپاره میلیونونه انسانان وژل کېږي، خو دې پوښتنې ته هیچا ځواب ور نه کړ چې دا سوچه نظام به د چا لپاره جوړېږی؟
د څومره خلکو لپاره؟ له دېرشو ملیونو څخه به څو تنه بختور ژوندي پاتې شي چې دغه سوچه نظام په سترګو وګوري؟
هيڅوک نه شته چې ځواب ووايي، ان پر ایډيولوژیک جنون اخته قصابان هم په دې اړه چوپ دي.
له دې حالته څنګه وتلای شو؟
د سیاسي هڅو په محراق کې باید "د افغان انسان د ژوند د شرایطو د ښېګڼې هڅه" وي. که ټول سیاستونه یوازې پر همدغو ارزښتونو یو له بله سره سیالي وکړي چې څوک به افغانانو ته پوره برېښنا، کرنه، اوبه، کانونه، سړکونه، فارمونه، بشري اساسي حقونه، سوله، ثبات، تولیدي او خدماتي اقتصادي خوځښتونه ښه ترا برابرولای شي.
یوازې د همداسې هڅې په پایله کې به یو سوچه انساني نظام ټینګ شي چې موخه او مخه یې د دې هېواد د انسان ټولو اصیلو ارزښتونو ته درناوی، مړښت، له محرومیت څخه راایستل او دیوه ښه ژوند راتلونکي ته د هیلو وربښل وي.
دا سیاسي تفکر، نه خو یو میلیون پرولتاري نفوس ته اړتیا لري او نه هم څو زره وسله په لاس جنوني ډلو ته، بلکې د دې هېواد د ټولو اوسېدونکیو لپاره هوسا او نېکمرغه ژوند وربښلای شي.
ځوان او ویښ افغان نسل ته بویه چې خپله سیاسي لاره پر همدې تګلوري ورسمه کړي، نه دا چې ځانونه د ایډیولوژیکو قصابانو په ډلو کې ورشامل کړي، ځکه دا لاره ترکستان ته تللې.
سرخط ورځپاڼه