- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- رفيع الله روشن
- 1224
د يوې لويې خوښۍ څپه
له ذهنه مې نه وځي چې ډېرځله مې د زړه له درده ،په هېواد کې د حالاتو له جبره ،دخپلو افغان وروڼو په بیګناه وژل کېدو او خپلو تورسرو خويندو ميندو په ويرونو،ټنډه دغم څپو اخستې، ژړلي مې دي ،سترګې مې په درد شوي ،په لېموکې مې پايو ندی شوي او خپل فريادونه مې ددنيا مالک ته لېږلي دي.
خو نن مې دداسې يوه خوږ درد له وجې رڼې اوښکې خپل خلاص ګرېوان ته ور تويې کړې او باور وکړئ چې له سترګو دهرڅاڅکي په توئيدو مې دمه جوړېده،زړه مې سپکېده اوپه سترګو کې مې ديد زياتېده..
دوستانو د لومړي ځل لپاره زما په خاندان کې يوه نجلۍ خپلې ثانوي زده کړې په برياليتوب سره سرته رسوي او لومړی ځل دی چې دکورنۍ ښځينه غړې مې مې له دولسم ټولګي څخه فارغه شوه.
څانګه خور مې په داسې حال کې دولس کاله ښوونځي ته لاړه او راغله چې کڼه او ړنده وه،داپه دې معنی چې هر ډول خبرې يې واورېدې خو ځان يې پرې کوڼ کړ،هره نادوده يې وليده خو سترګې يې پرې ړندې کړې اوبلاخره ډېر اغزن سيمونه يې ترنازکو پښو ووېستل او بلاخره يې نن وروسته له ډېرو کړاوونو،او ستونزوګاللو خپل ټاکلي هدف ته ورسېده او دا بری يې تر لاسه کړ.
نه پوهېږم څنګه د خپل درزېدونکي زړه حالات درته بيان کړم،مګر ډېر زيات خوشحاله يم د همدې خور ښوونځي ته په لېږلو کافر راته وويل شو خو فخر مې پرې وکړ،له حالاتو او رسمونو پښه اړوونکی راته وويل شو خو غاړه مې ورته کېښوده او په کلي کې د يوويشتمې پېړۍ ددېموکرات او انګريزي قانون منونکی راته وويل شو خو تسليم نشوم.
ملګرو! زه هم دهغې ټولنې وګړی یم چې تر همدې يوې نيمې لسيزې مخکې پکې د نجونو زده کړه کفر بلل کېده،يوه نجلۍ ښوونځي ته په تللو سره بدنامه بلل کېده او دهغې نجلۍ کورنۍ عياشه او له رسمونو باغي بلل کېده چې د زده کړو لپاره به په ښوونځي کې د نارينه ښووونکي پروړاندې ناسته وه خو زما دې ټولنې هېڅکله دا فکر نه کاوه چې که موږ خپلې لوڼې نن دښوونخي په درشل ننوتلو ته پرېږدو نو سبا به اړتيا نه وي چې نارينه ښوونکی دی درس ورته ووايي.
زما په همدې ټولنه کې همدا اوس هم داسې ډېر غيرتيان شته چې هېڅکله نه غواړي خور،مور،لور،ورېندار دې يې نارينه ډاکټرته د معاينې لپآره ولاړه شي خو په دې يې کله هم فکر ندی کړی چې که په خپلې لور د طب زده کړې وکړي نو هیڅ به اړتيا پېښه نشي چې نارينه ډاکټرته يې ښځينه ناروغه ولاړه شي،هېڅ به داسې ونه شي چې دکورنۍ ښځينه ناروغه دې يې د نارينه اوياهم په کوم بهرني هېواد کې دبهرنيانو په خوښه عمليات شي،زما داغيرتي ټولنوال لاهم په دې شرم کوي چې دکورنۍ ښځينه غړې دې يې په هغه ځآی کې څه زده کړي چې هلته نارينه هم وي.
زما په ټولنه کې اوس هم ډېر خلک شته چې په خپل هېواد کې لور ،خور ښوونځي ته نه پرېږدي ،مدرسې ته يې نه پرېږدي خو په بهرنيوهېوادونو کې دکافرو ډاکټرانو منګلوته خپل ناموس د عمليات په وخت کې په خونه کې يواځې پرېږدي ،دلته پرې درس ويل ورته عار او شرم ښکاري او هلته د بل په لاس عمليات او درملنه ورته وياړ ښکاري او وايي چې په خارج کې مې يې درملنه وکړه، خو افسوس چې یوڅه فکر يې لرلای.
خو بياهم سره له دومره مخالفتونو،مشکلاتو او ناسمو انګېرنو بيا هم اوس زرځله شکر دی چې همدا زما په ټولنه کې په سلګونه نجونې له لېسو څخه فارغې شوې او لسګونه نجونې د ښوونکيو په صفت ټولګيوکې ولاړې وي او تدريس کوي.
زه له لومړی له خپلې کورنۍ اوبيا له ټولو هغو والدينو څخه د زړه له تله مننه کوم چې دخپلې ټولنې ستونزې يې درک کړي،دعلم او زده کړو په اهميت اواغېزو پوه شوي دي او خپلو لوڼو او خويندوته يې د زده کړو اجازه ورکړې ده،لومړی خپلې ګرانې خورته اوبيا خپلو ټولو هغو خويندوته د زده کړو دپيل او فراغت مبارکي وايم چې په خپله ټولنه کې يې هر ډول ننګوونکي حالات تر شاه پرېښودل او له دې خونړيو اوڅپه ييزو سمندرونو څخه يې ځانونه ساحل ته ووېستل او نن په خپله سيمه کې د باسواده نجلۍ په نامه يادېږي او د وياړ ځای دی چې نن زما په ټولنه کې دهغوکورنيوګراف بېخي ټيټ شوی دی چې پکې لوستی شخص موجود نه وي.
له ټولو هغو اشخاصو،ټولنو،مراکزو او ارګانونو څخه هم مننه کوم چې په ټولنه کې يې د عامه پوهاوي لپاره کار کړی دی،چې په عمومي توګه د ټول افغانستان اوپه خاصه توګه د پښتنو له دماغو څخه يې تورې پردې لرې کړي او په خپلو لوڼود ښوونځيو اومدرسو لوستلوته يې اماده کړي دي.
د کور په کور زده کړو او لوست په هيله