- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد نعمان دوست
- 1090
هوا توده ده. د هغوی چې وس رسېږي، په باد پکي یې ګوزاره نه کېږي. له کولر او ایرکنډېشنه استفاده کوي.
شپه په خوراک او څښاک او ورځ په خوب تېروي، خو هغوی چې بېوسه دي، سره لمر ته ګرځي راګرځي. د کورنۍ لوږې ورڅخه ستړیا هېره کړې، سره لمر ته د کار په لټه دي او هغه یې ځانونه ډېر نېکمرغه محسوسوي چې په همدې ګرمۍ کې ورته کار پیدا شي.
په ښارونو کې ګڼه ګوڼه ده، خو دا ټول اصلي ښاریان نه دي. دا جګړې ښاریان کړي، خو د ښار له سهولتونو محروم دي.
دوی ډېری له کلیو او بانډو راغلي. د جګړو د سرو لمبو له وېرې یې خپل شنه باغونه، شنې صحراوې او بهاندې ویالې پرې ایښې دي، وچو او سپېرو ښارونو ته راغلي دي او دلته له سختیو ډک ژوند تېروي.
جګړه د فقر مورد ده. جګړه فقر زېږوي. دلته له کابو څلوېښتو کلونو راهیسې جګړه لنګه شوې ده او هره ورځ په ټولنه فقیر خلک وراضافه کوي.
همدا اوس د جلالاباد کوچنی ښار له کارګرو ډک دی، دا کارګر ډېری د هغو کورنیو غړي دي چې د جګړې له وېرې له اطرافونو راغلي دي. خو ښار کې کار نهشته، کارګر چې د ابادۍ قوت دی، ورو- ورو په سوالګرو بدلېږي او ورو- ورو دغه قوت په ذلت تبدیلېږي.
جګړه که له یوې خوا زموږ وطن ورانوي، له بلې خوا مو پر معنویاتو هم شدیدې ضربې واردوي، له خلکو غرور لوټي، هغه خلک هم په سوالګرو بدلوي چې یو وخت یې نورو ته خیراتونه ورکول.
د دې جګړې لپاره به هره ډله، په ځانګړې توګه هغوی چې دا جګړه یې ګټې تامینوي، توجیهات لټوي، خو یوه خبره که توجیه هم شي، زړه ته نه لوېږي او هغه دا چې دا جنګ د مسلمانانو تر منځ دی. د خپلو خلکو تر منځ دی او دواړه غاړې یې هغه څوک دي چې تر منځ یې د ورورۍ پیوند دی.
موږ له لسیزو راهیسې د جګړې مواد یوو. ګاونډیان مو د جګړې په موده کې په اټومي قدرتونو بدل شول، اقتصاد یې لوړ شو، آن د غرونو خلک یې اسوده او د ژوند له سهولتونو برخمن شول، خو موږ د کمزورتیا خوا ته روان یوو. ورځ په ورځ مو ولس له نويو بدبختیو سره مخ کېږي او ورځ په ورځ نوي عذابونه تجربه کوو.
زموږ په جګړه کې به بېشکه د نړیوالو لاس وي، د ګاونډیانو لاس به وي، خو زموږ د خپلو عقلونو لاس پهکې هم شته.
موږ هیڅ له ماضي عبرت وا نه خیست او موږ هیڅ په دې پوه نهشوو چې ولې د نورو د ګټو لپاره قرباني شوو؟ ولې زموږ په سرونو سوداګري وشي او ولې زموږ په وینو د نورو په مخونو کې سرخي پیدا شي؟
همدا اوس حقه روژه ده، ډېر داسې کورونه شته چې خلک یې روژه ماتې ته څه نه لري. په وږي نس روژه نیسي. ناروغان یې په بېدرملۍ کې ساه ورکوي. ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي او...
دا ټول د جګړې پیدا وار دي. که دلته جګړه نه وای فقر به تر دې کچې نه و. که دلته جګړه نه وای په حکومت کې به ګډوډي نه وه. مغرضو اشخاصو به د فساد کولو توان نه درلود. د پردیو حقونو د خوړلو قدرت به یې نه درلود او په کومه ټولنه کې چې جګړه او فساد نه وي، خلک یې ارام ژوند لري.
روژه د نفس د تذکیې یوه زرینه موقع ده. د ناوړه عادتونو د پرېښودو بهترین فرصت دی. هغوی چې وینه تویول یې عادت دی. هغوی چې وطن ورانول یې عادت دی او هغوی چې د نورو د حقونو خوړل او اداري فساد یې عادت دی، باید نور پر خپلو خلکو رحم وکړي، پر خپل وطن زړه خوږ کړي او خپل دغه عادتونه د تل لپاره پرېږدي.
سرخط ورځپاڼه