امنیتي ځواکونه؛ ملاتړ او سمبالښت


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مجیب‌الرحمن لمر
  • 1117

 د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا جوړولو په هدف هڅې د ۲۰۰۲م کال په لومړیو کې پیل شوې؛ خو د څو کلونو لپاره د دغو ځواکونو شمېر په اړه بحث روان و، ځکه په لومړیو کې پتېیل شوې وه چې اویازره پوځ د افغانستان امنیت ټينګولای شي. اما وروسته د امریکا په مشري ناټو پر دې سلا شوه چې د پوځ شمېر باید زیات وي. دغه کار دوه اساسي عوامل درلودل؛ لومړی دا چې د ناټو مسوولانو ګڼلې وه چې د د دغه سازمان د پوځیانو په موجودیت کې په زیات شمېر کې افغان ځواکونو ته اړتیا نه‌شته؛ خو وروسته کله چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله مطرح شوه، دغه انګېرنه ناسمه ثابته شوه. دویم عامل، په کور دننه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اړتیا وړ شمېر په اړه د لومړیتوبونو او ضرورت ناسم تشخیص و.

وروسته چې بهرنیو ځواکونو له افغانستانه د وتلو مسله مطرح کړه، د تشې ډکولو او ځایناستي پیداکولو په هدف، ناټو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو زیاتوالی ومانه. پر دې اساس د امنیتي ځواکونو بیا جوړول ناوخته پیل شول «په تېره بيا هوايي ځواک، ۲۰۰۷.»
د ۲۰۱۲ تر وروستیو او د ۲۰۱۳ تر لومړیو پورې د امنیتي ځواکونو کم‌شمېر، د روزنې په برخه کې ستونزې او ناسم تجهیز له دې امله کومه ستونزه نه ګڼل کېده چې بهرني ځواکونه د جګړې په ډګرونو کې موجود وو او تر ډېره بریده حتا د جګړې رهبري هم د بهرنیو ځواکونو پر غاړه وه، خو د امنیتي مسوولیتونو د لېږد له پیل سره جوخت، ورو ورو ستونزې را برسېره کېدې او په ۲۰۱۴ کال کې د دغه بهیر له عملي پیل سره، د یادو ستونزو اغېزې محسوسې شوې. په ۲۰۱۵ کال کې چې د ټول هېواد امنیتي چارې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوې، له تلفاتو سره سره ستونزې هم زیاتې وې.
د جګړې په ډګر کې د ستونزو د زیاتوالي اصلي لامل، په منځنۍ کچه په رهبري کې ضعف په ګوته شوی. دغه ضعف نېغ په نېغه د روزنې پایله ده. باور دا دی چې له هماغه لومړیو څخه (۲۰۰۲ ـ ۲۰۰۳) د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې زیاتې پاملرنې او جدیت کولای شوای، د ضعف مخنیوی وکړي. د رهبري تر ضعف ورهاخوا افغان ځواکونه په سمه توګه تجهیز هم نه‌شول. د افغان چارواکيو بې‌غوري او له مسایلو سره سرسري چلند، د دوی ناسم مدیریت، د مسلکي کدرونو کموالی، د ناټو سازمان له خوا د یوې منسجمې برنامې نه موجودیت او د عراق په څېر یو شمېر نورو سیمه‌یزو او نړيوالو مسایلو ته د امریکا په مشري د ناټو سازمان زیاته پاملرنه هغه څه دي چې د تجهیز په برخه کې یې ستونزې را منځ ته کړې «دغه مسایل تر ډېره بریده بهرنی اړخ او له ناټو سره تړاو لري.»
د هوايي قواوو په برخه کې عملي کار په ۲۰۰۷م کې په ټيټه کچه پیل شو، په وروستیو دوو کلونو کې د پیلوټانو روزنې او تجهیزاتو ترلاسه‌کولو په هدف هڅې ګړندۍ شوې دي. دا چې د هوايي ځواک رغښت «په ځانګړې توګه د پیلوټانو او تخنیکرانو روزنه» زیات وخت ته اړتیا لري، لا هم بهرنیو مرستو ته اړتیا ده.
باور دا دی چې پورتني مسایل د دې باعث شول چې افغان امنیتي ځواکونه هم د روزنې او هم د تجهیز په برخو کې له ستونزو سره مخ وي، خو د استخباراتي مالوماتو، هوايي ځواک، روزونکيو او تجهیز په برخه کې تر دې دمه د امریکا په مشري ناټو مرسته کړې ده. د ناټو غړیو او نورو هېوادونو له خوا پر افغان امنیتي ځواکونو د مرستې کمښت او له افغانستانه د بهرنیو روزونکيو، تجهیزاتو او حتا څارونکيو وتل به په دې مانا وي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بیاجوړولو بهیر په نیمه لار کې پرېښودل کېږي.
دې ته په کتو چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو زیربناوې او اساسات جوړ شوي، اټکل دا دی چې له افغانستانه بهرني؛ په تېره بيا امریکايي ځواکونه و نه وځي او د افغان پوځيانو روزنې او له دوی سره مرستې ته به دوام ورکړي. 
د روزنې او تجهیز له برخې ورهاخوا دا اړتیا لیدل کېږي چې د وسله‌والو مخالفانو د فعالیتونو کمښت او د سولې خبرو ته د دوی د حاضرېدو په هدف، فشارونه زیات کړي. دغه فشارونه په دوو برخو متمرکز کېدای شي؛ لومړی، له افغان ځواکونو سره د مرستې، تجهیز مشورې او د استخباراتي مالوماتو شریکول او دویم، د وسله‌والو مخالفانو پر ملاتړو په ځانګړې توګه پر پاکستان د فشارونو زیاتوالی.
سرخط‬ ورځپاڼه